له مسکو برید وروسته په روسیې کې د منځنۍ اسیا له کډوالو کارګرو سره د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي

    • Author, لورا ګوژي
    • دنده, بي بي سي

د مسکو په کاراکاس تالار کې د جمعې ورځې له خونړي برید وروسته په روسیه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي، وهلو، ټکولو او توکمیز تبعیض پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي.

اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د موسیقۍ کنسرت تالار د هغه برید مسوولیت منلی و او څلور تاجکستانیان تورن شوي، چې په یاد برید کې یې ۱۴۰ کسان په ډزو وژلي دي.

د هماغه برید په تړاو یو شمېر نور مشکوک کسان هم نیول شوي، چې ټول د منځنۍ اسیا د بېلا، بېلو هېوادونو اوسېدونکي دي. د مسکو له دې برید وروسته له احتمالي تاوتریخوالي د ځان ژغورنې لپاره په مسکو کې د تاجکستان سفارت خپلو وګړو ته ویلي، چې له اړتیا پرته دې له خپلو کورنو او مېشت ځایونو بهر ته له تلو ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې د روسیې ودانیزو چارو، ټرانسپورټ او توکو پېر او پلور بازارونو کې د کارګرو پاموړ شمېر له منځنۍ اسیا ورغلي کارګران دي.

دا کارګران وار له مخه په خورا لوړه کچه له تبعیض سره مخامخ دي.

د ټکساس اې اینډ ایم پوهنتون پروفیسر ایډورډ لیمون په دې هکله بي بي سي ته وویل، ''دې کارګرو ته د داسې اجنبیانو په نظر کتل کېږي، چې دویمه درجه حیثیت لري.''

سندرغاړې منیژه سنګین چې په تاجکستان کې زېږېدلې او د ۲۰۲۱ کال په یورو ویژن کې یې د روسیې استازیتوب کاوه، د مسکو برید ''څرګنده بې رحمي'' یې غندلې ده، خو د دې برید د عواقبو په هکله یې خبرداری ورکړی، چې تاجکستانیان او د منځنۍ اسیا اوسېدونکي به ورسره مخامخ شي.

د یادونې ده، چې منیژه سنګین اوسمهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ښه نیت استازیتوب کوي.

د رپوټونو له مخې د اونۍ پای کې د روسیې په ختیځ بلاګویشچینڅک ښار کې د کډوالو ملکیت کاروبار ته اور ورته کړل شوی او د مسکو په سویل لویدیځ کالوګا سیمه کې یو شمېر کډوال کارګر وهل، ټکول شوي دي.

د قرغیزستان کډوال کارګر د مسکو په شیریمیتېوف هوايي ډګر کې دوې ورځې له خوړو او اوبو پرته ایسار ساتل شوي وو.

له پلازمېنې مسکو نه رپوټونو کې ویل شوي، د ټیکسي چلوونکو مشتریانو به په موټر کې له کېناستو مخکې له ډرېوره غوښتل چې باید ثابته کړي، چې تاجکستانی نه دی.

مدافع وکیلې والینټینا چوپیک چې په ویړیا توګه له کډوالو کارګرو سره په قانوني چارو کې مرسته کوي، د روسیې میډیازونا رسنۍ ته ویلي، د مسکو له برید وروسته په دوو ورځو کې د 'زور زیاتي' ۲۵۰۰ پېښو رپوټونه ورته رسېدلي دي. اغلې چوپیک وايي، پولیس په ټول هېواد کې د کډوالو کارګرو ګڼ شمېر مېشت ځایونو ته ورغلي، ګڼ کسان یې نیولي او لږ تر لږه د ۳۰ کسانو په هکله ویل کېږي، چې له نیول کېدو وروسته شکنجه شوي دي.

د مسکو له پېښې څلور ورځې وروسته دې مدافع وکیلې بي بي سي ته وویل، د تاوتریخوالي دا پېښې پرلپسې زیاتېږي او ګڼ شمېر تاجکستانیانو ورته ویلي، چې له روسیې د وتلو په فکر کې دي.

نوموړې زیاته کړه: ''د تاجکستانیانو یوې ډلې له ما وغوښتل چې د اوسېدو لپاره ځای ورکړم، ځکه دوی په خپلو مېشت ځایونو کې ډارېږي.''

د روسیې کورنیو چارو وزارت په وینا دا مهال د ازبکستان، تاجکستان او قرغیزستان نژدې ۱۰ نیم میلیونه کډوال کارګر په روسیه کې مزدوري کوي او ګڼ شمېر داسې هم شته، چې له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.

د پروفیسر لیمون په وینا په روسیه کې د مرکزي اسیا ګڼ شمېر کارګرو شتوالی لوی لامل دا دی، چې روسیې ته له ویزا پرته سفر کولای شي او داسې اقتصادي فرصتونه مومي، چې خپلو هېوادونو کې یې نه شي موندلای.