د جعلي رپوټ له لارې په بریتانیا کې د تاوتریخجنو مظاهرو پارولو په تور په لاهور کې یو پاکستانی کس نیول شوی

د پاکستان لاهور کې ځايي محکمې هغه نیول شوی کس د پوښتنو، ګروېږنو لپاره د پلټنو ادارې ایف، ای اې ته سپارلی، چې په بریتانیا کې د دریو ماشومو نجونو وژنې له پېښې وروسته یې د (دروغجن خبر) خپرولو له لارې د تاوتریخجنو مظاهرو پارولو کې رول درلود.

ایف ای اې چارواکو د فرحان اصف په نامه دا کس پر چارشنبه د پاکستان انټرنېټي جرمونو مخنیوي قوانینو له مخې نیولی. ځايي محکمې نوموړی د یوې ورځې لپاره ایف ای اې ته سپارلی او امر یې کړی، چې ژر تر ژره باید ترې پلټنې بشپړې شي.

پر فرحان اصف تور دی، چې ده په تېره جولای میاشت کې د بریتانیا په ساوت پورټ ښار د نڅا زدکړې په یوه ښوونځي کې د دریو ماشومو نجونو له وژل کېدو وروسته پر خپله وېب پاڼه د بریدګر په هکله دروغجن معلومات خپاره کړي، چې پایله کې یې بریتانیا کې خورا تاوتریخجنې مظاهرې وشوې او په همدې ترڅ کې پر جوماتونو هم بریدونه شوي وو.

د بي بي سي موندنې ښيي چې د نجونو له وژل کېدو وروسته ’چېنل تھري ناؤ‘ نومي یوې وېب پاڼې په خپل رپوټ کې ادعا کړې وه، چې ۱۷ کلن بریدګر یو مسلمان پناه غوښتونکی دی، چې یو کال مخکې له غیرقانوني لارې په کښتۍ کې بریتانیا ته رسېدلی و.

دا رپوټ پر خواله رسنیو ژر لاس پر لاس شو او له هغه وروسته په بریتانیا کې د سخت دریځو له لوري خورا تاوتریخجنې مظاهرې وشوې، چې په ترڅ کې د دې هېواد لږکۍ او په ځانګړې توګه د بریتانیا مېشتو مسلمانانو ټولنه له ډار او اضطراب سره مخامخ شوه.

بریتانوي پولیسو له څو ورځو هڅو وروسته دغه مظاهرې کابو کړې او سلګونه کسان یې ونیول. بریتانوي پولیسو د دې مظاهرو پارونکي کسان محکمو ته وړاندې کړل.

بل لور د پاکستان په لاهور کې د پلټنو ادارې ایف ای اې انټرنېټي جرمونو د مخنیوي څانګې مسوولین وايي، نیول شوي کس فرحان اصف د پوښتنو، ګروېږنو په ترڅ کې اعتراف کړی، چې د ’چېنل تھري ناؤ‘ نومې وېب پاڼې لپاره فعالیت کوي او دوی د دروغجن رپوټ په خپرولو سره په بریتانیا کې د بلواګرو مظاهرې پارولې دي.

د فرحان اصف نیول کېدو په تړاو د پاکستاني امنیتي ادارې په رپوټ کې راغلي، چې په بریتانیا کې د چاکو برید پېښې تصویرونه د ’چېنل تھري ناؤ‘ له اېکس پاڼې خپاره شوي او پر وېب پاڼه بیا په دې تړاو یوه دروغجنه مقاله هم خپره شوې، چې د چاقو برید مسوول کس پکې د ۱۷ کلن علي الشکاتي په نامه یاد شوی و.

د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې د پاکستان منظمو جرمونو مخنیوي ادارې مشر عمران کشور له قوله ویل شوي، چې مشکوک کس فرحان اصف یو خپلواک خبریال دی، چې انلاین فعالیت کوي.

نوموړی افسر زیاتوي نیول شوي کس د بریتانیا ای ټي وي شخصي ټلویزیون ته په یوه مرکه کې ویلي و، چې د جعلي خبر خپروونکي کسان له دندې ګوښه کړل شوي، خو دا خبرې یې هم دروغ دي.

عمران کشور زیاتوي، ''ده په یوازې سر رپوټ چمتو کړی او نور هېڅوک ورسره په دې چاره کې ښکېل نه وو.''