د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ هغه اعلانونه چې ستاسو شخصي احساسات په کې کارېږي

 اعلانوونکي د انلاین اعلاناتو د ځانګړي کولو (یا شخصي کولو) لپاره مصنوعي ځيرکتیا کاروي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اعلانوونکي د انلاین اعلاناتو د ځانګړي کولو (یا شخصي کولو) لپاره مصنوعي ځيرکتیا کاروي.
    • Author, ماري لو كاستا
    • دنده, د بي بي سي د ټیکنالوژۍ څانګې خبریاله

دا انګېرنه وکړئ چې یوه شپه په خپل مبایل کې خواله رسنۍ ګورئ او بې له کوم لټونه ډېر اشنا اعلانونه مو مخې ته راځي. دا اعلانونه ستاسو د خوښې په رنګونو سینګار شوي، ستاسو د زړه موسیقي غږوي، او کلمات یې داسې دي لکه هغه جملې چې تاسو یې په منظم ډول کاروئ. د اعلانونه یو وخت د راتلونکي خیال بلل کېده خو اوس د مصنوعي ځيرکتیا (AI) په مرسته په حقیقت بدل شوي دي.

د بېلګې په توګه، په بریتانیا کې د "چیل" (Chill) په نوم د اعلانونو شرکت د "سپاټ لایټ" (Spotlight) په نوم یوه نوي شرکت سره کار کوي چې د لویو ژبنیو AI ماډلونو په برخه کې د انټرنیټي فعالیتونو د پوهېدو لپاره ترې کار اخلي، او دا اعلانونه د اې ای له لوري د هر چا د شخصیت د تعبیر پر بنسټ چمتو کوي.

دا ټیکنالوژي وروسته کولی شي د شخص د خبرو د بڼې تقلید وکړي، لکه په غږ ټون، عبارتونو او تال (رېتم) کې، چې د اعلانونو متن له هغې سره سم بدل کړي، او هغه موسیقي او رنګونه وراضافه کړي چې د اې ای له لوري د خلکو طبقه بندي وکړي لکه د هغوی (ګوښی یوازې ژوند، ازاد خیاله انسان، یا د شور او ارامې موسیقۍ، او روښانه یا تیاره رنګونو ځانګړي غوره توبونو) سره سمون ولري.

كريس كاماچو

د عکس سرچینه، Cheil

د عکس تشریح، د "چیل" شرکت اجرایوي مشر کریس کاماچو وايي، چې د مصنوعي ځيرکتیا اعلانات هڅه کوي ستاسو احساساتي حالت کشف کړي.

موخه یې دا ده چې میلیونونو خلکو ته بې شمیره بېلابېل اعلانونه وښودل شي، او هر یو یې د هغه شخص لپاره ځانګړی وي.

په پرچون، برېښنايي توکو، بسته بندو توکو، موټرو، بیمې، او بانکوالۍ برخو کې برانډونه لا دمخه دا ټیکنالوژي کاروي. دې سره خپلو پېرېدونکو او هغو کسانو ته خپل سوداګریز اعلان رسوي چې د دوی له سوداګرۍ سره تړاو یا لېوالتیا لري.

مصنوعي ځيرکتیا کولی شي هغه څه ولولي چې خلک یې پر خواله رسنیو لکه فېسبوک، انسټګرام، ریدیت او نورو ټولنیزو شبکو کې خپروي. دې کې د کارونکي د پلټنې تاریخ (search history)، او تر ټولو مهمه، هغه څه چې خلک په "چټ جي پي ټي" (ChatGPT) کې لیکي.

وروسته، اې ای د کس د شخصیت په اړه د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، هغه څه ورته په اعلان کې وايي چې له وړاندې یې د هغه په اړه راټول کړي. د بېلګې په توګه، تاسو په کومه سیمه کې اوسیږئ، په کوم عمر ګروپ پورې اړه لرئ، ایا ماشومان لرئ که نه، ستاسو لېوالتیا له څه سره ده، چیرته رخصتۍ ته ځئ، او کوم ډول جامې خوښوئ، دا هغه معلومات دي چې برانډونه یې دمخه د فېسبوک یا ګوګل په څېر شبکو له لارې لیدلی شي.

أليكس كالدر

د عکس سرچینه، Alex Calder

د عکس تشریح، الیکس کالډر په اعلاناتو کې د مصنوعي ځيرکتیا (AI) سیسټم کارولو د اغېز په اړه خبرداری ورکوي.

له همدې امله، هغه توکي چې تاسو یې انلاین لټوئ ناڅاپه ستاسو په بریښنالیک کې د سپانسر شوي اعلان په توګه راڅرګندېږي، یا داسې ښکاري هغه ځای چې تاسو د رخصتۍ لپاره غوره کوئ او یا یې لټون کوئ، پر انټرنیټ یې ګڼې ورته نښې درته رامخې ته کېږي.

اوس توپیر دا دی چې اې ای کولی شي د اعلاناتو منځپانګه بدله کړي هغه چې ستاسو په اړه فکر په کې شوی، دا هر څه ستاسو په اړه د لوستلو او موندونو له امله دي. اې ای د ډیموګرافیک یا شخصي کټګوریو پر ځای، چې اعلان کوونکي یې معمولاً کاروي، په خپله ځانګړي اشخاص په نښه کوي.

د "چیل" شرکت اجرایوي مشر کریس کاماچو وایي: "د لیدونکو په هدف نیولو کې بدلون دا دی چې موږ له هغه معلوماتو تېرېږو چې د جنسیت او عمر پر بنسټ راټول شوي وو، او په اسانۍ سره موندل کېږي، اوس د یوې ژورې احساساتي او رواني کچې د معلومولو پر لور روان یو."

هغه زیاتوي: "موږ اوس د اې ای داسې سیسټمونه لرو، د دې وړتیا لري چې ستاسو بشپړ ډیجیټلي نښې (Digital Footprint) کشف کړي، ستاسو شخصیت، په ټولنیزو او خواله رسنیو کې ستاسو له لېوالتیاو او تر هغه څه چې تاسو پکې برخه اخیستې ده څرګندېږي."

"د معلوماتو دا کچه د پخوا پرتله ډېره ژوره ده. او بیا تاسو د دې کس په اړه د پوهېدو لپاره یو روښانه انځور جوړول پیلوئ، که هغه خوشحاله وي، غمجن وي، یا په نورو ځانګړو شرایطو کې وي."

إيفان ماتو

د عکس سرچینه، Elmwood

د عکس تشریح، ایوان ماتو دا پوښتنه کوي چې ایا برانډونو ته پکار ده چې هر څه شخصي (یا ځانګړي) کړي؟

د اعلان کونکو لپاره یوه اضافي ګټه دا ده چې دوی ښايي د خپلو محصولاتو لپاره ځانګړي ډیزاین شوي اې ای سیسټم ته اړتیا ونه لري.

په متحده ایالاتو کې څېړونکو د هغو کسانو غبرګونونه څېړلي چې دوی ته له "چټ جي پي ټي" د ځانګړي شوي متن سره یوځای د آی فون اعلانات ښودل شوي، چې د شخص د څلورو بېلابېلو شخصي ځانګړتیاو پر بنسټ ترتیب شوي وو.

څېړنې وموندله چې شخصي شوی متن د غیر شخصي اعلاناتو په پرتله ډیر قانع کوونکی و، او خلکو دا مهمه نه وه چې دا د اې ای لخوا لیکل شوی دی.

جیکوب ټیني، چې په نارت ویسټ پوهنتون کې د بازار موندنې مرستیال پروفیسور دی او د اې ای څېړنې یې سبمال کړې، وایي: "مصنوعي ځيرکتیا اوس مهال د هدف په غوراوي کې بریالۍ ده. د اعلاناتو په شخصي کولو کې، لاهم په لومړیو پړاونو کې دي، چیرې چې برانډ داسې تخلیقي متن رامینځته کوي چې ستاسو له ځینې رواني ځانګړتیاو سره سمون ولري."

هغه زیاتوي: "موږ لاهم یو څه پرمختګ لرو، خو ټولې نښې ښیي چې دا به د ډیجیټلي اعلانونو لاره شي."

هغه اې ای اعلانات چې ځانګړو خلکو لپاره کېږي، کولی شي د ډیجیټل اعلانونو د "ضیاع/ تلف" ستونزې ته حل لاره ومومي. په حقیقت کې، هغه ۱۵ سلنه پیسې چې برانډونه یې په ډیجیټل اعلاناتو لګوي، نه لیدل کېږي او یا ورته پام نه کېږي.

هرڅوک پر دې قانع نه دي چې شخصي کول ترټولو غوره لاره ده.

د "جاګډ ایج" د مشورتي شرکت مشر الیکس کالډر، چې د "هرڅه شوني دي" ډیجیټل بازار موندنې شرکت پورې تړلی دی، وایي: "د اې ای سیسټم یوه لویه شتمني مصرف کړې چې یو داسې اعلان جوړ کړي چې یوازې یو کس به یې وګوري."

هغه زیاتوي: "ریښتینی فرصت په دې کې دی چې له اې ای کار واخیستل شي چې پراخه او اغېزناکو نظریونو سره مرسته وشي، نه دا چې اعلانونه په انفرادي کوچنیو اعلاناتو وویشل شي چې هیڅوک یې په یاد نه ساتي. هغه ځورونکي اعلانات چې ستاسو په شخصي جزیاتو پوهېدو ویاړي، لاهم نامناسب اعلانات دي."

ایوان ماتو، د "ایلموډ" برانډ مشورتي شرکت استازی، هم له دې نظر سره همغږی دی. هغه دا پوښتنه هم کوي چې ایا خلک به دا ومني، او ایا تنظیمونکي به یې اجازه ورکړي، او ایا برانډونه باید په اصل کې د دې لارې کارولو ته لیوالتیا ولري.

ماتو، چې په لندن کې اوسېږي، وایي: "د څارنې مسله هم شته. او دا ټول د معلوماتو پر اقتصاد پورې اړه لري چې مصرف کونکي یې په اړه ډېر اندیښمنېږي."

هغه زیاتوي: "اې ای نوي تخلیقي امکانات رامخې ته کوي. خو اصلي ستراتیژیکه پوښتنه دا نه ده چې ایا برانډونه کولی شي هرڅه شخصي کړي، خبره دا ده چې ایا دوی باید دا وکړي، او که داسې وکړي نو کوم له کومو خطرونو سره به مخ شي."

کاموچو، د "چیل" شرکت استازی، مني چې د اې ای په کارولو سره هدف شوي اعلانات ښايي یوې تیاره خوا ته واوړي.

هغه وایي: "داسې خلک به وي چې اې ای په هوښیارۍ او اخلاقي ډول کاروي، او بیا داسې کسان شته چې دا د خلکو قانع کولو، اغېزمنولو او ځانګړو لارو ته د لارښوونو لپاره کاروي."

هغه زیاتوي: "او دا هغه څه دي چې زه یې په شخصي توګه ډیر وېروونکی ګڼم. کله چې موږ د ټاکنو او انتخاباتي کمپاینونو په اړه فکر کوو، او دا چې څنګه د اې ای کارول کولی شي د رایې ورکولو پر پریکړو او د دې په پایله کې څوک وټاکل شي، اغېزه وکړي." خو هغه اخلاقو ته ژمن دی.

نوموړی ټینګار کوي: "موږ اړ نه یو چې د اعلاناتو د وېروونکي حالت لپاره یا له اخلاقي پلوه ناسم کارونو لپاره، د خلکو د اغېزمنولو لپاره اې ای وکاروو. موږ هڅه کوو چې په مثبت اړخ کې پاتې شو. موږ هڅه کوو چې د برانډونو او اشخاصو ترمنځ اړیکه پیاوړې کړو، او دا هغه څه دي چې موږ یې د کولو هڅه کړې ده."