د اېای په مټ چلېدونکی چټ جيپيټي اطلس لټونګر څه دی او ایا ګوګلکروم به وننګوي؟

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
OpenAI د اکتوبر ۲۱مه د "اطلس" په نوم د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس چلېدونکی نوی وېب براوزر یا لټونګر وړاندې کړ، چې هدف یې د نړۍ تر ټولو مشهور براوزر Google Chrome په څېر لټونګرو سره سیالي ده.
اطلس براوزر داسې مهال وړاندې شوی چې د ChatGPT جوړوونکي غواړي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) برخه کې له خپلې پانګونې عاید ترلاسه کړي او له خپلو ډېرېدونکو کاروونکو ګټه پورته کړي.
د OpenAI اجرائیوي رییس سام التمن د روانې میاشتې پیل کې څرګنده کړه چې ChatGPT اوس اونۍ کې ۸۰۰ میلیونه فعال کارن لري، چې دا شمېر د تېرې فبرورۍ میاشتې پرتله دوه برابره شوی دی.
OpenAI به د اطلس براوزر له لارې د کارنو په ژوندۍ بڼه د انلاین په نورو برخو کې هم پراخ فعالیت پیل کړي، هدف یې دا دی چې د کاروونکو د براوزر چلند په اړه معلومات راټول کړي.
مهمې ځانګړتیاوې یې څه دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د اطلس موخه دا دی چې AI د ورځني براوزېنګ یا لټون برخه وګرځوي.
د التمن په وینا، دا براوزر د پتې دودیزه پټه یا 'ادرس بار' نه لري او "د ChatGPT په څېر جوړ شوی دی".
کارن یې د هرې پاڼې په اړخ کې د ChatGPT څنګزنه پټه یا 'سایډبار' پرانیستلی شي چې منځپانګه لنډه کړي، محصولات وپرتلي یا معلومات تحلیل کړي.
د تادیه شوي "Agent Mode" له لارې، ChatGPT د کارنو په استازیتوب لټون کولی شي پر وېبپاڼو کې تعامل وکړي، لکه د سفر پلان جوړول یا انلاین پېر و پلور.
OpenAI جوړوونکو او سمونګرو سې شنبې د اکتوبر ۲۱مه د یوې نندارې پرمهال وښوده چې اطلس څنګه یوه غوښتنه ترلاسه کوي او بیا د Instacart له لارې، چې یو امریکایي پرچون پلورونکی او د خوراکي توکو د لېږد خدمتونه وړاندې کوي، مواد اخلي.
OpenAI همدارنګه د Etsy او Shopify په څېر د ای-کامرس پلټفارمونو او د Expedia او Booking.com په شان د سفر له خدمتونو سره شراکتونه اعلان کړي.
د لندن کینګ کالج د مصنوعي ځیرکتیا د انسټیټیوټ مشره پروفیسر ایلینا سیمپرل وایي:
"د اطلس په څېر د AI پر بسنټ براوزر کارول ډېر اسانه دي، ځکه چې تاسو نوره اړتیا نه لرئ چې بېلابېل لېنکونه وګورئ، اوس تاسو ممکن د وېبپاڼو د محتوا لنډیز ترلاسه کړئ."
خو هغې خبرداری ورکړ چې د دې لنډیزونو دقت تل باور وړ نه دی:
نوموړې وايي: "هغه ستونزه چې هر چیټ بوټ یې لري دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا دا نوی ډول براوزر په حقیقت کې د یوې باوري وېبپاڼې لخوا د لیکل شوې لارښوونې او د یوې بې باوره سرچینې لخوا د لیکل شوي متن ترمنځ توپیر نه شي کولی."
خطرونه

د عکس سرچینه، PA Wire/PA Images
OpenAI وایي د اطلس لپاره یې خوندي تدابیر جوړ کړي، خو دا یې هم ومنله چې د Agent Mode فیچرونه چې د کاروونکو په استازیتوب عمل کوي، لا هم خطرونه لري.
د خوندیتابه دغو تدبیرونو کې، براوزر کوډ نه شي چلولی، فایلونه 'دوتنې' نه شي ډونلوډولی، نورو اپلیکېشنونو 'کاریالونو' ته لاسرسی نه لري او د بانکونو په څېر حساسو وېبپاڼو کې فعالیت ودروي. کارن ایجنټ په لاګ-اوټ حالت کې هم چلولی شي چې د معلوماتو د افشا مخنیوی وشي.
خو OpenAI خبرداری ورکوي چې خطرونه پاتې دي، لکه د وېبپاڼو یا ایمیلونو 'برېښنالیکونو' پټې شوې غلطې لارښوونې، چې ممکن ناڅاپي عملونه یا د معلوماتو غلا رامنځته کړي.
د سیمپرل په وینا: "موږ خپل ډېری معلومات د براوزنګ تاریخ او پرامپټونو 'غوښتنو' کې یوې داسې کمپنۍ ته ورکړو چې لا یې د خلکو محرمیت ساتلو یا زموږ د معلوماتو خوندي کولو لپاره ثابته سابقه نه لرله. دا ما لږ محتاطوي چې ویې ازمویم."
Atlas همدارنګه د ' Browser Memories' ځانګړتیا لري چې ستاسې د براوزېنګ یا لټون مخینه 'هېسټري' یاده ساتي او که غوښتنه وکړئ، د لټون جزییات بېرته راوړي. خو OpenAI وایي دا ځانګړتیا اختیاري ده او کاروونکي تل کنټرول لري.
څنګه ګوګل ننګولی شي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د انټرنیټ ډېرېدونکی شمېر کاروونکي د ځوابونو او سپارښتنو لپاره د ChatGPT په څېر د لانګ لنګوېج موډلونه (LLMs) کاروي.
اطلس دا پراخه بدلون چټکولی شي، ځکه چې کارن د دودیز کیلي-ورډ پراساس نتایجو پر ځای د معلوماتو لنډیز وړاندې کوونکي خبرې اترې وسیلې کاروي.
د Datos څېړنیز شرکت وایي د ۲۰۲۵ کال له جولای میاشتې راهیسې، د ډیسټاپ براوزرونو په لټون کې ۵ اعشاریه ۹۹ سلنه کاروونکي LLMs ته لاړل، چې دا د تېر کال د شمېر دوه برابره دی.
خو Google هم په AI کې زیاتې پانګونې لري او تېر کال یې په خپلو لټون پایلو کې د AI-generated ځوابونو ته لومړیتوب ورکړی.
تېره میاشت Google خپل Gemini AI ماډل له Chrome سره د امریکا مېشتو کارنو لپاره یو ځای کړ او پلان لري چې Gemini د iOS Chrome اپلیکېشن ته هم راوړي.
د Pat Moorhead، د Insights & Strategy اجرائیوي رییس مورهېډ، په وینا:
"زه باور لرم چې لومړني کاروونکي به د OpenAI نوې براوزر تجربه وکړي، خو زه شک لرم چې اطلس به د کروم Chrome یا Microsoft Edge لپاره جدي سیالي وي، ځکه چې ډېر نور کاروونکي به یوازې د خپلې خوښې براوزرونو د دې وړتیا لپاره انتظار وباسي."
د ښاغلي مورهېډ په وینا، Microsoft Edge هم لا له وړاندې دا ډول وړتیاوې وړاندې کوي.
د اوپناېای د اطلس دا ګام یو کال وروسته له هغه راځي چې وموندل شوه ګوګل په انلاین لټون کې غیرقانوني انحصار لري.
د سټیټ کاونټر په وینا، له زیاتېدونکي سیالۍ سره سره، د سپتمبر میاشت کې د نړیوال براوزر بازار کې په ۷۱ اعشاریه ۹ سلنه بازار ونډې سره ګوګل کروم خپل تسلط ساتلی دی.
خو شنونکي وایی نوې براوزر د OpenAI له لارې ممکن د اعلانونو په برخه کې نوې سیالي رامنځته کړي.
د D.A. Davidson شنونکې جېل لاریا وایي: "په براوزر کې د چټ مدغمول د OpenAI لپاره د اعلاناتو پیلولو لپاره یو مخکې تګ دی، چې تر اوسه یې نه دی کړی. یوځل چې OpenAI د اعلاناتو پلورل پیل کړي چې کولی شي له ګوګل د لټون اعلاناتو برخه کې د پام وړ برخه واخلي، چې د دې لګښت کټګورۍ شاوخوا ۹۰٪ لري."
کله به موجود وي؟
چټ جيپيټي اطلس اوس د Apple MacOS وړیا، پرو، پلس او Go کاروونکو لپاره موجود دی.
دا همدارنګه په بیټا کې هم د سوداګرۍ لپاره شته او که د پلان مدیر یې فعال کړي، د Enterprise او Edu کاروونکو لپاره هم فعالېدای شي.
OpenAI وایي د ایاوایس، وینډوز او انډرویډ لپاره به تر ازمویل کېدو وروسته خپرې شي.











