ګوګل د مصنوعي‌‌ځیرکتیا ډېټا مرکزونو پیاوړتیا لپاره اټومي لوري ته مخه کړې

GOOGLE

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, جواو دا سېلوا
    • دنده, د سوداګرۍ خبریال

د ګوګل شرکت او اټومي انرژۍ ترمنځ تړاو څه دی؟

ګوګل یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې کوچني اټومي ریکټورونه وکارولی شي چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) ډیټا مرکزونو ځواکمنولو لپاره د اړتیا لویه اندازه انرژي تولید کړي.

ګوګل وايي چې له "کایروس پاور" سره تړون به د دې وړتیا ولري چې د دې لسیزې په اوږدو کې د لومړي کوچني اټومي ریکټور کارول پیل کړي او تر ۲۰۳۵ کال پورې به نور ریکټورونه کار پیل کړي.

دواړو شرکتونو د معاملې د ارزښت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه یې هم ویلي چې د اټومي ریکټور بټۍ به چېرې جوړېږي.

د ټېکنالوژۍ شرکتونه په زیاتېدونکي ډول د اټومي انرژي سرچینو ته د حل په توګه د ډیټا لویو مرکزونو لپاره د اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو لپاره مخه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژیو ملاتړ کوي.

په ګوګل کې د اقلیم او انرژي لوی رییس مایکل ټېرېل وویل: "د AI ټېکنالوژیو ملاتړ لپاره شبکه د برېښنا نويو سرچینو ته اړتیا لري."

ټېرېل زیاته کړه: "دا تړون د نوې ټېکنالوژۍ چټکتیا ګړندۍ کولو کې مرسته کوي چې د انرژۍ اړتیاوې په پاکه او باوري توګه پوره کړي، د هرچا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا بشپړ امکانات خلاصوي."

د کایروس پاور اجرایيوي رییس جیف اولسن وویل له ګوګل سره شراکت "د پرمختللې اټومي انرژۍ سوداګریزتابه ګړندۍ کولو لپاره مهمه ده چې هدف یې د انرژۍ له شبکو نه د کاربون لیرې کول دي."

د ګوګل او کایروس پاور پلانونه مخکې لدې چې دوی ته د پرمختګ اجازه ورکړل شي، د متحده ایالاتو د اټومي تنظیموونکي کمیسیون او همدارنګه محلي ادارو تصویب ته اړتیا لري.

ګوګل

د عکس سرچینه، Getty Images

تېر کال، د متحده ایالاتو تنظیوونکو کلیفورنیا مېشت کایروس پاور شرکت ته په ۵۰ کلونو کې د نوي ډول اټومي ریکټور جوړولو لپاره لومړی اجازه ورکړه. په تېره جولای میاشت کې، شرکت د متحده ایالاتو په ټینیسي ایالت کې د تجربوي ریکټور جوړول پیل کړل.

کایروس پاور د کوچني ریکټورونو رامنځته کولو کې تخصص لري چې د اوبو پرځای د یخولو په توګه غوړه شوې فلورایډ مالګه کاروي، چې دودیزې اټومي بټۍ یې کاروي.

اټومي برېښنا، چې نژدې له کاربون څخه پاکه ده او د ورځې ۲۴ ساعته برېښنا چمتو کوي، د ټېکنالوژۍ صنعت ته په زیاتېدونکې توګه زړه راښکونکي شوي او هڅه کوي ان د ډېرې انرژۍ کارولو سره هم شین کوریزه ګازونه راکم کړي.

د ګولډمین ساکس په وینا، د روانې لسیزې تر پایه د نړۍ د ډېټا (معلوماتو) مرکزونو کې د انرژي مصرف دوه برابره کېدو اټکل کېږي.

په ټېک ټارګټ کې د صنعت مدیر جان مور بي‌بي‌سي ته وویل: "د AI ډېټا مرکزونه د تجهیزاتو چلولو او یخ ساتلو لپاره خورا ډېرې برېښنا ته اړتیا لري."

ګوګل

د عکس سرچینه، Getty Images

مور زیاته کړه: "د AI فعال شوي ډېټا مرکزونه په ځانګړي هارډوېر سمبال دي چې ډېری برېښنا ته اړتیا لري او ډېره تودوخه تولیدوي."

تېر کال د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په کنفرانس کې، امریکا د هغو هېوادونو په ډله کې شامله شوه چې غواړي تر ۲۰۵۰ کال پورې له فوسیل تېلو د لیرې کولو د هڅو د یوې برخې په توګه د اټومي انرژۍ تولید ظرفیت دوه برابره کړي.

خو منتقدین وايي اټومي انرژي له خطره پاکه نه ده او طولاني زیان رسوونکي راډیو اکټیو فضله‌مواد تولیدوي.

په تېر سپتمبر کې، مایکروسافټ په پنسلوانیا کې د "درې مایله ټاپو برېښنا سټیشن" کې د ریکټور د بیا پیلولو لپاره موافقې ته ورسېد، چې په ۱۹۷۹ کې په امریکا کې د تر ټولو بدې اټومي پېښې ځای و.

تېر مارچ، امازون وویل چې پنسلوانیا کې به د اټومي ځواک ډېټا مرکز وپېري.

د ریسټاد انرژۍ څېړنیز شرکت سومنات کانسبانیک وویل."له کایروس پاور سره د ګوګل شراکت د اټومي برېښنا د ټېکنالوژۍ په برخه کې د یوه بل لوی ګام اخیستو نښه ده."