تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې نژدې ۱۴ میلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي د برېښنایي پېژندپاڼو بهیر له پیل څخه تراوسه په ټولیز ډول ۱۳ میلیونه ۸۶۸ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار د دغې ادارې د یو کال لاس ته راوړنو او حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، دوی غواړي د تذکرو د وېش مرکزونه ولسوالیو ته هم وغځوي.
"موږ غواړو ټول هېوادوال په اسانۍ الکترونيکي تذکرې په اسانۍ ترلاسه کړي. په همدې اساس په یو شمېر ولسوالیو کې د الکترونکي تذکرو وېش څانګې پرانیستل شوې دي."
دا مهال په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو تر څنګ میلیونونه کسان کاغذي تذکرې هم کاروي.
ښاغلی زیار وايي څه باندې دوه اعشاریه پنځه میلیونه کسانو ته یې په دې اړوند هم چارې ترسره کړې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار وايي پلان لري، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې میلیونونه نورې برېښنايي تذکرې هم وویشي: "د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به له پلان سره سم څلور میلیونه الکترونکي تذکرې چاپ او ووېشل شي. دغه راز د دې تذکرو یو میلیون انفرادي دوسیې به دیجیتل شي. له هېواده بهر به اسان خدمت نهه مرکزونه هم پرانیستل شي."
د برېښنايي تذکرو وېش د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تقنیني فرمان له مخې پیل شو او د هغه وخت ملي شورا د یوې ګډې کمیټې له خوا تصویب شو.
هغه مهال د اجراییه ریس ډاکټر عبدالله په ګډون یو شمېر سیاستوالو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلیمې له لیکو سره مخالفت وښود او څو کلونه یې د دغو پېژندپاڼو د وېش بهیر له خنډ سره مخ کړی و.
خو د جموریت تر ړنګېدو وروسته د برېښنايي تذکرو وېش بهیر په بې ساري توګه چټک شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره دغه راز وايي په تېر یوه کال کې افغانستان ته د ځمکې او هوايي ډګرونو له لارې د نژدې ۲۸ زره کسانو تګ راتګ ثبت شوی دی.