پاکستاني طالبانو بنو کې د شوي وسله وال برید مسؤلیت منلی

pakistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د طالبانو غورځنګ "ټي ټي پي" د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د هغه برید مسؤلیت منلی چې دوه پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي.

دا برید په جاني خېلو سیمو کې پر یوه امنیتي پوسته شوی و.‌

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني د دغې ډلې پر وېبپاڼه یوه اعلامیه کې د دغه برید پړه منلې ده.

نښته تېره شنبه ماښام مهال وروسته تر هغه وشوه چې وسله والو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

نښته کې دوه پاکستاني سرتېري او دوه بریدګر وژل شوي.

محمد خراساني ویلي پر امنیتي پوستې دغه برید د حافظ ګل بهار له ډلې سره په همغږۍ کې شوی دی.

دغه ډله ظاهراً له ټي ټي پي ځان جلا ښيي او په خپلواکه توګه یې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان "اېکسپرېس ټرېبیون" ورځپانه وايي،‌ باوري حکومتي سرچینو ورته ویلي پاکستانی حکومت په اوسنیو شرایطو کې له ټي ټي پي سره خبرې نه کوي او زیاته کړې یې چې خبرې یوازې هغه مهال شونې کېدای شي چې طالبان وسله پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

خو د ورځپاڼې په وینا، افغان طالبان لا هم د پاکستان د حکومت او ټي ټي ‌پي ترمنځ د خبرو پر دوام ټینګار کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي تېره میاشت اسلام اباد ته د یوه سفر پر مهال یو ځل بیا پاکستاني چارواکو ته له پاکستاني طالبانو غورځنګ سره د خبرو وړاندیز کړی و.

متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې بیا د خپلې سرچینې وینا راخیستې چې ویلي یې دي "زموږ وړاندیز څرګند دی، دا اوس طالبانو پورې ده چې مني یې او که یې ردوي".

افغانستان د طالبانو حکومت په دې تړاو لا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې په دې اړه ویلي وو چې دوی د پاکستاني چارواکو او د ‌پاکستان د طالبانو غورځنګ ترمنځ خبرو کې یوازې د یوه منځګړي رول لوبولی او د دوی په باور جګړه د حل لار نه ده.

۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسېدو وروسته د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو لړۍ پیل شوه چې ان د ځینو بندیانو پرېښودو او اوربند ته هم خبره ورسېده.

خو وروسته د پاکستاني طالبانو ځینې قومندان ډیورنډ کرښې ته څېرمه په مشکوک حالت کې ووژل شول.

دواړو غاړو پر یو بل د ژمنو نه پوره کولو تورونه پورې کړل، اوربند مات شو او په پاکستان کې بریدونه یو ځل بیا ډېر شول.