تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوښي به څوک وینځي؟ د بالیووډ فلم او حکومتي شمېرې ورته ځواب لري
د بالیوډ په یوه تازه فلم (مسز) کې یو ځل بیا له دې واقعیته پرده پورته شوې، چې ان د هند په لوستو کورنیو کې هم د یوې ښځې لپاره مهم رول دا بلل کېږي، چې بې مزده د کور چارې ترسره کړي.
د کیسې مرکزي کرکټر چې د نسايي ولادي ناروغیو له یوه ډاکتر سره واده کوي، د پخلي، جارو او نورو ورته چارو په یوه بې پایه لړۍ کې ایساره پاتې کېږي، لامل یې هم زور یا تاوتریخوالی نه دی، بلکې ټولنیز جبر او پرېمانه نیوکې د دې لامل کېږي، چې دا خپل ارمانونه هېر کړي.
دا فلم چې د ملیالم ژبې یوه خورا بریالي فلم (ستر هندی پخلنځي) تکرار دی، په ځانګړې توګه د هندي نارینه وو ترمنځ بحثونه راپورته کړي دي.
له دې مخکې د هند د حکومت په یوه وروستي رپوټ کې ویل شوي و، چې په اوسط ډول هندۍ ښځه هره ورځ تر ۷ ساعتونو پورې په کورونو کې داسې چارې ترسره کوي، چې هېڅ مزد نه لري او د دوی دا زحمت د نارینه وو پرتله دوه برابره ډېر دی.
د دې معلوماتو له مخې ښځې د کور چارو لپاره ۲۸۹ بې مزده دقیقې وخت تېروي، د پالنې لپاره همداسې ۱۳۷ دقیقې وخت تېروي او نارینه بیا د کور پر چارو ۸۸ دقیقې او د پالنې پر چارو ۷۵ دقیقې وخت تېروي.
دغه راز په دې معلوماتو کې څرګنده شوې، چې ښځې د نارینه وو پرتله پر داسې چارو لږ وخت تېروي، چې بدل کې یې مزد ورکول کېږي. د خواشینۍ خبره بیا دا ده، چې وروستۍ دغه ډول سروې چې نژدې شپږ کاله مخکې شوې وه، کټ مټ شمېرې ښيي.
په هند کې د وخت کارولو سروې (ټي یو اېس) دا ښيي، چې خلک پر بېلابېلو فعالیتونو خپل وخت څنګه تېروي. سروې کوونکي په ټول هېواد کې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له شپږ کلنۍ نیولې تر ۵۹ کالو عمر پورې کسانو سره غږیږي او له دوی پوښتنه کوي، چې تېره ورځ یې څنګه تېره کړې.
د دغسې لومړۍ سروې پایلې په ۲۰۱۹ کې خپرې شوې او دویمه هغه بیا تېره اوونۍ خپره شوه. کله چې حکومت د دویمې سروې پایلې خپرې کړې په دې کې معلومه شوه، چې له ۱۵ تر ۵۹ کلونو عمر لرونکو ښځو د کور بې مزده کارونه ایله لس دقیقې کم کړي دي او د رسمي دندو په چارو کې یې بیا ګډون درې سلنه زیات شوی دی.
په حکومتي سروې کې دا چاره (له بې مزده کاره، د مزد بدل کې کار ته) یو اوښتون بلل شوی او داسې یوه مثبته نښه بلل شوې چې هندۍ ښځې اوس پر بې مزده چارو لږ وخت لګوي او د داسې چارو لپاره زیات وخت کاروي، چې بدل کې یې مزد ورکول کېږي.
خو اقتصاد پوهان بیا وايي، دا ښايي رښتیا وي او یا به نه وي، خو که رښتیا هم وي، ښيي چې له دې کوچني توپیر سره سره هم هندۍ ښځې د نارینه وو پرتله ډېرې داسې چارې ترسره کوي، او دنارینه وو پر اوږو دا بار سپک دی.
په اشوکا پوهنتون کې د اقتصاد پروفیسره اشویني دیشپانډې وايي، دغه سروې باید په هند کې د ښځو کاري ځواکو (ایف ایل ایف پي ار) له شمېرو سره پرتله شي، چې معلومه شي، هندۍ ښځې څنګه خپل وخت کاروي.
(ایف ایل ایف پي ار) د هند په کاري ځواک کې له پنځلسو د پورته عمر ښځو شمېر ښيي.
د حکومتي شمېرو له مخې (ایف ایل ایف پي ار) کې د ښځو شمېر د ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال د ۲۳ سلنې پرتله په ۲۰۲۲- ۲۰۲۳ کې ۳۷ سلنې ته لوړ شوی دی.
پروفیسره دیشپانډې وايي: ''ښځې په دې تمه نه کېني چې بهر دنده به ومومي او د کور چارې به یې کمې شي، بلکې کله چې دوی بهر دنده مومي، نو یو ډول یې کار او زحمت دوه برابره ډېر شي، ځکه له کوره بهر د مزد بدل کې کار کوي، خو په کور کې دننه بیا بې مزده کار کوي.''
که څه هم د ښځو او نارینه وو ترمنځ د کار غیر متناسب وېش یوازې د هند ستونزه نه ده، بلکې دا په نړیواله کچه په یو ډول دود بدل شوی، خو په هندې کې بیا د کور په چارو کې د ښځو وخت تېرولو ونډه زیاته ده. که په نوره نړۍ کې ښځې د نارینه وو پرتله د کور پر چارو دوه اعشاریه اته ساعته ډېر وخت تېروي، نو په هند کې بیا دا توپیر نژدې څلورو ساعتونو ته رسېږي.
روان پوهان، د دې لامل د هند په نارینه سالاره ټولنه کې ویني، چې اوس هم د جنسیت په تړاو سخت اصول پالي. ان د هند په لوستو اشرافیه وو کې هم تر ډېره حده له ښځو غوښتل کېږي، چې دود- دستور ته ژمنې پاتې شي. دا سخت اصول نه یوازې د ښځو پر ژوند، ځواک اغېز کوي، بلکې په هغو کیسو کې یې هم څرک لیدل کېږي، چې د دوی په هکله بیانېږي.
نو، که یو لور د مسز په نامه فلم له دغسې ډېرو کیسو سره همغږی دی، بل لور په ځانګړې توګه په خواله رسنیو کې د دې په هکله د یو شمېر نارینه وو له لوري سختې نیوکې هم لیدل شوې دي. د نارینه وو حقونو یوې ډلې پرې تور پورې کړی، چې دا د ګډو کورنیو پر ضد ''زهرجن تبلیغات'' دي.
په ممبۍ کې یوه ټوکماره کاجول سرینیاوسن وايي، پر دې ځکه نیوکې کېږي، چې د ټولنې مخې ته یې یوه هېنداره کېښوده.
دا د خپل پلار کیسه کوي، چې مور یې دنده درلوده، خو پلار یې په ۴۰ کلنۍ کې دنده پرېښوده، چې د کور په چارو کې مرسته وکړي او له هغه وروسته ورته معلومه شوه، چې د کور چارې اسانې نه دي.
دا وايي، لومړۍ اوونۍ کې خوښ و، ډول- ډول خواړه یې پخول او د کور پاکولو ته یې مټې نغښتې وې، خو اوونۍ چې تېره شوه، دا هر څه ورته ستومانه کوونکي شول او بیا یې نه شو کولای دوام ورکړي.
دا زیاتوي: ''پلار ته مې معلومه شوه، چې د کور چارې یوازې د کار تر حده خبره نه ده، بلکې دا یو ډول د واک موضوع ده. واک تل له هغه چا سره وي، چې کور ته ډوډۍ راوړي. هر څومره ښه خواړه چې پاخه کړې، ستاینه یې نه کېږي.''
دا وايي، له ښځو داسې تمه کېږي او داسې رالویږي، چې د واک همدا ټیټه درجه ومني.
کله چې له هندي نارینه وو د دوی د ښځو او مېندو په هکله پوښتل کېږي، معمولاً داسې کیسې کوي، چې هغوی د دوی لپاره څومره قربانۍ ورکړې او د دوی پالنې او کور ساتنې لپاره یې څومره زحمت کړی.
د هند وخت تېرولو سروې ښيي، چې په ټولنه کې د بدلون راتګ خورا سوکه پر مخ ځي او لا هم وخت پاتې دی، چې ښځې به د کور پر چارو لږ وخت تېروي.
په ورته مهال د مسز په نامه فلم یو ځل بیا هغه بحث راپورته کړی، چې یوه پوښتنه لري او معمولا یې ځواب نه ورکول کېږي او هغه دا چې ''لوښي به څوک وینځي؟''