تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوازې یوه بخښنه یمن کې هندۍ نرسه له مرګ ژغورلی شي
جنګ ځپلي یمن کې پر مرګ د محکومې هندۍ نرسې د کورنۍ غړي وايي، د هغې د ژغورلو لپاره وروستۍ هڅې ته هیله من دي.
۳۴ کلنه نیمیشا پریا د یوه ځايي سړي د وژلو په تور د مرګ په سزا محکومه شوې. وژل شوی کس د هغې کاري شریک طلال عبده مهدي چې ټوټه ټوټه شوی جسد یې ۲۰۱۷ کال کې د اوبو په یوه زېرمه کې موندل شوی و.
نیمیشا د پلازمینې صنعا په مرکزي زندان کې بندیوانه ده. ټاکل شوې ده، چې د حوثي یاغیانو د عالي سیاسي شورا مشر مهدي المشاط به په روانه اوونۍ کې د هغې سزا تصویب کړي.
د اسلامي شریعت د قضايي نظام پر بنسټ، اوس د اعدام د مخنيوي يوازينۍ لار د قرباني د کورنۍ له لوري بخښنه ده. له میاشتو راهیسې د نیمیشا خپلوان او ملاتړي یې هڅه کوي، چې د مهدي کورنۍ ته دیات یا د قصاص پرځای مادي بدلې په ورکولو سره دا کار وکړي. دیه یا دیات معلومه کچه نه لري او قاضي یې د اندازې په اړه د قرباني کورنۍ له اورېدنې سره سمه پرېکړه کوي. په دې اړه خبرې روانې دي.
خو د حکم د تصویب شېبو ته په نژدېوالي، د زنداني نرسې ملاتړي وايي، اوس نو په بشپړ توګه د دوی هیله د وژل شوي کس د کورنۍ پرېکړې پورې تړلې ده.
یمن میشته ټولنیز فعال ساموئل جروم ، د نیمیشا د مور په استازیتوب یا وکالت وايي، محکمه به په وروستي وار هم د قرباني له کورنۍ د پرېکړې په اړه وروستی نظر اخلي دوی هڅه کوي د دوی نظر ور بدل کړی.
وايي: "که دوی دا ونه غواړي یا بخښنه وکړي د سزا پلې کېدو بهیر به سملاسي ودرول شي."
"بښنه لومړی ګام دی او که کورنۍ یې د وینې پیسې یا دیات ومني دا بیا وروسته راځي."
د یمن د قوانینو له مخې د نیمیشا کورنۍ نشي کولی په مخامخ ډول د قربانیانو له کورنۍ سره اړیکه ونیسي او دا چې هر څه باید د دریمګړو له لارې وشي.
په هند کې د نیمیشا د کورنۍ پخواني وکیل سوبهاش چندران بي بي سي ته وویل، چې کورنۍ یې لا دمخه د قرباني کس کورنۍ لپاره ۴۰،۰۰۰ ډالر راټول کړي دي. پیسې په دوو برخو کې هغو وکیلانو ته ورکړل شوې، چې د هند د حکومت له خوا د قضیې په اړه خبرو اترو لپاره ټاکل شوي دي. ښاغلی جروم وايي د دویم پړاو پیسو په لیږلو کې ځنډ به په خبرو اترو اغیز ولري.
ښاغلی چندران وايي: "اوس موږ اړ یو، چې د قرباني له کورنۍ سره د خبرو اترو لارې چارې ولټوو، څه چې یوازې د هند د حکومت په ملاتړ شونې ده. "
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د نیمیشا له حالته خبر دي او له کورنۍ سره یې هر ډول شونې مرسته کوي.
دنیمیشا کورنۍ اندېښمنه ده خو هیله منه هم ده.
د نیمیشا مېړه ټوني توماس، چې د اعدام د سزا له تصویبه څو ساعته مخکې یې له هغې سره خبرې کړې وې، وویل "نیمیشا د زندان له دروازو بهر په هېڅ شي خبره نه ده. یوازینی شی چې هغه غواړي پوه شي دا دی، چې ایا زموږ لور ښه ده."
د نیمیشا مور دا مهال په صنعا کې ده، هغه تېر کال وروسته له هغه هلته لاړه چې د هند یوې محکمې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې ته د ورتګ اجازه ورکړه. له هغه وخت راهیسې یې خپلې لور سره دوه ځلې په زندان کې لیدلي دي.
لومړنۍ لیدنه یې خورا احساساتي وه. د هغې مور پریما کماري بي بي سي ته وویل: "نیمیشا زه ولیدم، هغې راته وویل، زه کمزورې شوې یم او له ما یې وغوښتل چې حوصله ولرم، او خدای به یې وژغوري. هغې له ما غوښتل چې غمجنه نشم. "
دوهم ځل مېرمن کماري له دوو راهبو سره وه، چې په زندان کې یې د خپلې لور لپاره دعاګانې کولې.
نیمیشا د یوې بې وزلې کورنۍ لور ده چې غوښتل یې د خپلې کورنۍ مالي حالت بدل کړي ځکه یې څو کلونه د صنعا په یوه دولتي روغتون کې د نرسې په توګه کار وکړ.
په ۲۰۱۱ کال کې د هند په سویل کې کوچي ښار کې خپل کور ته ستنه شوه او له توماس سره یې واده وکړ.
دغه جوړه لږ وروسته یوځای یمن ته لاړه. خو مالي ستونزو ښاغلی توماس دې ته اړ کړ، چې له خپلې ماشومې لور سره بېرته هند ته ستون شي.
نیمیشا په روغتون کې په کم معاش له کار کولو ستړې شوې وه، پرېکړه یې کړې وه، چې په یمن کې خپل کلینیک پرانېزي.
د هغه ځای د قانون له مخې دې باید هالته یو سیمه ییز شریک درلودی چې دا هم اړه شوه له مهدي سره په ګډه کلینیک جوړ کړي هغه هلته یو پلورنځي درلود.
دوی دوه په لومړیو کې ښه شریکان وو. کله چې نیمیشا هند ته د خپلې ماشومې لیدو ته لاړه مهدي ورسره و.
ښاغلي توماس بي بي سي ته وویل: "کله چې هغه زموږ کور ته راغی هغه یو ښه سړی ښکارېده."
خو ښاغلی توماس ادعا کوي، چې کله په ۲۰۱۴ کال کې یمن کې کورنۍ جګړه پیل شوه د مهدي چلند بدل شو.
په دې وخت کې نیمیشا هڅه کوله، چې رسمي چارې پای ته ورسوي ترڅو خاوند او لور یې ورسره یوځای شي.
خو وروسته له هغه چې جګړه پیل شوه د هند حکومت یمن ته په هر ډول سفر بندیز ولګاوه او د دوی لپاره له هغې سره تګ ناشونی شو.
هغه مهال په زرګونه هنديان له یمنه وېستل شول، خو نیمیشا هالته پاتې شوه، ځکه چې هغې د خپل کلینیک لپاره ډېر پورونه اخیستي وو.
ښاغلی توماس وايي، دا هغه وخت و، چې نیمیشا د مهدي د چلند په اړه شکایت پیل کړ او ویل به یې چې ان فزیکي شکنجه ورکوي.
یوې ډلې چې په نړیواله توګه یې د نیمیشا د ژغورنې لپاره غږ پورته کړی محکمې ته یې به عریضه کې ویلي، چې مهدي یې ټولې پیسې اخیستې وې، پاسپورت یې ترې اېسار کړی و او ان په ټوپک به یې ګواښله.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۷ کال کې د مهدي مړی وموندل شو. پولیسو پر نیمیشا تور ولګاوه، چې هغه ته یې د مسکن درملو په ورکول سره هغه وژلی او بیا یې دهغه بدن ټوټې ټوټې کړی.
همدغه تور د پیسو ګټلو په هیله یمن ته تللې هندۍ نرسه تر زندانه ورسوله او اوس یې د مرګ او ژوند برخلیک خورا نازک حالت کې دی.
نیميشا دغه تورونه رد کړل. په محکمه کې د نوموړې وکیل استدلال وکړ، چې هغې یوازې له مهدي څخه د خپل پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره نوموړی بې هوښه کړی و خو په نا پوهېدلي ډول درمل ترې زیات شوي وو.
په ۲۰۲۰ کال کې یوې سیمه ییزې محکمې نیمیشا ته د مرګ سزا واوروله. درې کاله وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د هغې کورنۍ د یمن په ستره محکمه کې پرېکړه وننګوله خو د دوی بیا غوښتنه رد شوه.
له ډېرو جګو ژورو وروسته لا هم کورنۍ یې نه غواړي ناهیلې شي.
ښاغلی توماس وايي "زما کې مې ګرځي، چې موږ به یوه جوړجاړي ته ورسېږو او د نیمیشا ژوند به وژغورو."
تر هر څه زیات توماس خپلې لور ته اندېښمن دی، لور یې اوس ۱۳ کلنه ده خو هېڅکله یې د مور مینه نه ده لیدلې.
ښاغلی توماس وايي " دوی هره اوونۍ پر ټلیفون خبرې کوي. که لور مې ورسره پر ټلیفون خبرې ونه کړي خفه کېږي. "
"هغه خپلې مور ته اړتیا لري. پرته له هغې به څه وکړي؟"