تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو میلیارد هنديان د لګښت پیسې نه لري
د یوه نوي رپوټ له مخې هند یو اعشاریه څلور میلیارده وګړي لري، خو شاوخوا یو میلیارد یې پیسې نه لري چې د خپلې خوښې توکي پرې واخلي.
له کوچنیو کاروبارونو سره د مرستې د یوه شرکت "بلوم وېنچرز" د رپوټ له مخې، دغه هېواد کې د مصرفوونکي پوړ (طبقه) شمېر، هغومره دی لکه د مکسیکو نفوس (۱۳۰ تر ۱۴۰ میلیونو کسانو).
نور ۳۰۰ میلیونه وګړي شته چې دوی یې "راڅرګندېدونکي یا هیلهمن" بولي. دا خلک زړه نا زړه مصرف کوي. پر انټرنېټ د سوداګرۍ له ډېرېدو سره یې دې ته زړه ښه کړی چې پېښې ولګوي.
د رپوټ له مخې، د اسیا په دې درېیم لوی اقتصاد کې مصرفونکی پوړ هومره "ستر" نه بلکې "ژور" دی.
دا په دې معنی ده چې د هند د شتمنو وګړو شمېر نه ډېرېږي، که څه هم هغه کسان چې له مخکې شتمن وو، لا شتمن کېږي.
دا ټول د دې هېواد د لګوونکو بازار کې بدلونونه رامنځته کوي. داسې چې کمپنۍ له وړاندې ګران توکي لا نور ګرانوي. د دې پر ځای چې نوي مشتریان پیدا کړي، هماغه کسان په نښه کوي چې له وړاندې پیسې لري.
دا چاره د لوکسو کورونو او ځانګړو ګران بیه ټیلیفونونو د پلور په زیاتوالي کې ښه لیدل کېږي.
په هند کې ارزانه کورونه اوس د ټول بازار یوازې ۱۸٪ جوړوي، په داسې حال کې چې پنځه کاله دمخه دا شمېر ۴۰٪ و.
برانډ یا د معتبرو کمپنیو توکي هم د بازار لویه برخه جوړوي.
د "تجربې اقتصاد" د ودې په حال کې دی او د نړیوالو سندرغاړو کولډپلی او ایډ شیرین په شان څېرو کنسرتونه چې ښه ګران هم دي ډېر مینه وال لري. ډېر خلک ورځي.
په دې اړه د دې راپور یوه لیکوال، ساجیت پای، بي بي سي ته وویل، هغو کمپنیو چې له دې بدلون سره یې ځان برابر کړی دی ښه ګټه کړې.
د دې راپور موندنې د اوږدې مودې هغه نظر پیاوړی کوي چې وايي له وبا وروسته د هند د اقتصاد وده داسې وه چې شتمن نور هم شتمنېږي او بېوزلي د پېر او پلور وړتیا له لاسه ورکوي.
په حقیقت کې، دا یو اوږدمهاله ستونزه ده چې تر وبا وړاندې هم وه. هند په زیاتېدونکي توګه ډېر نامساوي کېږي، د هند د نفوس شتمن لس فیصده وګړي د ملي عاید۵۷ عشاریه ۷ فیصده برخه لري. په ۱۹۹۰ کال کې دا ۳۴ فیصده و.
د هند منځنۍ طبقه - چې د مصرف کونکو یوه لویه برخه جوړوي - تر فشار لاندې ده. معاشونه تقریبا پر خپل ځای پاتې دي.
د مارسیلوس راپور دا هم وايي چې هغه دندې چې تعلیم کړي کسان یې په دفترونو کې کوي د مصنوعي ذکاوت له ګواښ سره مخامخې دي.