اسرائیلو کې د غزې د بشپړ نیواک پر ضد لاریونونه شوي

    • Author, جک برجېس
    • دنده, بي بي سي

زرګونه لاریون کوونکي د اسرائیلو ګوټ ګوټ کې پر سړکونو راوتلي چې د حکومت د هغه پلان پر ضد مبارزه وکړي چې غواړي غزه کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي.

د جمعې پر ورځ، د اسرائیلو امنیتي کابینې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه اصول تصویب کړل چې په کې د غزې په تړانګه کې د "امنیت ولکه ساتل" شامل وو. د اسرائیلو پوځ وویل، دوی به د غزې ښار "ولکې ترلاسه کولو لپاره چمتووالی" ونیسي.

لاریون کوونکي وېره لري چې دا پلان به په غزه کې د۵۰ هغو یرغمل شویو کسانو د کورنیو د غړو ژوند له خطر سره مخ کړي چې ۲۰ یې لا هم ژوندي دي. دوی له حکومته وغوښتل د هغوی خوشې کول خوندی کړي.

اسرائیلیو مشرانو بیا د دوی پر پلان نیوکه رد کړې اولومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: "دا پلان به له موږ سره د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي".

د یرغمل شویو کورنیو یوې استازې ډلې پر اېکس ویلي: "د جګړې پراخول به یرغمل شوي او سرتېري له خطر سره مخ کړي او اسرائیلیان نه غواړي دوی له خطر سره مخ کړي!"

د شنبې په ورځ په بیت المقدس کې د شاکا په نامه یو لاریون کوونکي بي بي سي ته وویل: "موږ غواړو چې جګړه پای ته ورسېږي ځکه زموږ یرغمل شوي کسان هلته مړه کیږي او موږ اړ یوو هغوی ټول خپلو کورونو ته ستانه کړو. "

"هر څه ته چې اړتیا وي موږ یې باید وکړو. که د جګړې درولو ته هم اړتیا ولري، موږ به یې ودروو."

د بیت المقدس په لاریون کوونکو کې یو داسې پخوانی سرتېری هم شامل و چې بي بي سي ته یې وویل اوس نه غواړي پوځ کې کار وکړي. نوم یې مکس کرېش دی. هغه وايي د جګړې په پیل کې جنګي سرتېری و خو "وروسته یې پوځ سره کار پرېښود. "

"موږ څه باندې ۳۵۰ سرتېري یوو چې د جګړې پرمهال مو خدمت کړی خو اوس نه غواړو د نتنیاهو په هغه سیاسي جګړه کې له پوځ سره کار وکړو چې یرغمل شوي او غزه کې بې ګناه فلسطینیان له لوږې سره مخ کوي."

د اسرائیل ټایمز راپور له مخې د اسرائيلو دفاعي ځواکونو مرکزي دفتر ته نږدې د تل ابیب په یوه لاریون کې د یرغمل شویو او سرتېرو د کورنیو غړو له نورو سرتېرو وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د خوندیتابه لپاره په پراخ شوي پوځي عملیاتو کې له خدمت کولو ډډه وکړي.

د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې په وینا، د یوه یرغمل شوي کس مور په اسرائیل کې د ټولیز احتجاج غوښتنه کړې، که څه هم د هېواد اصلي کارګرانو ټولنه به یې ملاتړ ونکړي.

لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د پوځ د لوی درستیز، ډګر جنرال ایال ضمیر له سخت مخالفت سره هم مخ شوی دی، چې د اسرائیلیو رسنیو په وینا، لومړی وزیر ته یې خبرداری ورکړی و او ویلي وو د غزې بشپړ یرغل "په یوه جال کې د ننوتلو په څېر دی" چې د ژوندیو یرغملو ژوند له خطر سره مخ کوي.

نظرپوښتنې ښيي چې د اسرائیلو ګڼ شمېر خلک د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د جګړې پای ته رسولو لپاره له حماس سره د یوه تړون د جوړېدو ملاتړ کوي.

نتانیاهو د دې اوونۍ په پیل کې فاکس نیوز ته ویلي وو چې اسرائیل پلان لري ټوله غزه ونیسي او په پایله کې یې "عربي ځواکونو ته وسپاري".

نتانیاهو د جمعې په ورځ پر اېکس ویلي وو: "موږ به غزه یرغل نه کړو. موږ به غزه له حماسه ازاده کړو." "دا به له موږ سره د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي او دا چې ډاډ ترلاسه کړو غزه به راتلونکې کې اسرائیلو ته ګواښ نه جوړوي."

د اسرائیلو امنیتي کابینې پلان د جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه "اصول" وړاندې کړي: د حماس بې وسلې کول، ټول یرغمل شوي کسان بېرته راستنول، د غزې تړانګه بې وسلې کول، د سیمې امنیتي کنټرول ساتل، او "یوه داسې ملکي اداره جوړول چې نه د حماس پلوۍ وي او نه هم د فلسطینۍ ادارې".

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي د دې اوونۍ په پیل کې خبرداری ورکړی و چې په بشپړه توګه د غزې ښار نیول به د فلسطیني ملکیانو او یرغمل شویو کسانو لپاره "ویجاړونکي پایلې" ولري.

د غزې تړانګې په شمالي برخه کې د غزې ښار نږدې یو میلیون فلسطینیان مېشت دي. هغه ځای چې له جګړې مخکې د کلابندۍ ترټولو نفوس لرونکی ښار و.

بریتانیا، فرانسې، کاناډا، ایټالیا، سعودي او څو نورو هېوادونو د اسرائیلو پرېکړه غندلې او جرمني یې بیا ځواب کې اعلان کړی چې اسرائیلو ته به خپل پوځي صادرات دروي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو د دې پلان په اړه خبرو لپاره غونډه وکړي.

په داسې حال کې چې اسرائیل غزې ته د ټولو توکو د ورتګ کنټرول لري نړیوالو مشرانو او د ملګرو ملتونو ادارو پرې غږ کړی چې سیمې ته د بشري مرستو او خوراکی توکو د ورتګ اجازه ورکړي ځکه د لوږې له امله د مړینو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د حماس ترمشرۍ لاندې روغتیا وزارت نن وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان له لوږې مړي شوي.

دغه وزارت زیاته کړه چې په غزه کې د خوارځواکۍ له امله د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر اوس ۲۱۷ ته رسېدلی، چې ۱۰۰ ماشومان هم په کې شامل دي.

اسرائیل په غزه کې د لوږې پړه پر حماس اچوي او د لوږې خبره هم ردوي. خو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو خوندیتابه متخصصینو د جولای میاشتې د ارزونې له مخې دلته " واردمخه د لوږې تر ټولو ناوړه حالت روان دی".

اسرائیل بي بي سي او نورو خبري ادارو ته اجازه نه ورکوي چې له غزې په خپلواکه توګه راپور ورکړي.

د روغتیا وزارت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په پایله کې لږترلږه ۵۹ کسان وژل شوي او ۳۶۳ نور ټپیان شوي دي. په دوی کې ۳۵ کسان هغه مهال وژل شوي چې هڅه یې کوله خواړه ترلاسه کړي.

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس په مشرۍ پر اسرائیلو له بریدونو وروسته په غزه کې خپل پوځي برید پیل کړ، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د روغتیا وزارت وايي له هغه وخت راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په پایله کې ۶۱ زره او ۴۳۰ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو-فلسطین د شخړې لنډ تاریخ