طالبانو حکومت د اسرائیل له لوري د غزې ښار کنټرول ترلاسه کولو پرېکړه وغندله

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د زمري ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د اسرائیل امنیتي کابینې له لوري د غزې ښار کنټرول ترلاسه کولو پرېکړه غندلې او دا یې ''خطرناکه او اندېښمنونکې'' بللې ده.

د طالبانو حکومت له هغه وروسته دا اعلامیه خپره کړې، چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وویل، حکومت یې پرېکړه کړې، چې د غزې ښار کنټرول ترلاسه کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دا اقدام به ''د فلسطیني ولس بشري کړکېچ لا زیات کړي.''

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې پر نړیوالو ''نفوذ لرونکو لوریو او په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو'' غږ شوی، چې ''په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤولیت ادا کړي او پرېنږدي چې غزه کې واردمخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي او ژر تر ژره باید غزې تړانګې کې د اوربند او د بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمینه برابره شي.''

هغه طرح چې د اسرائیل امنیتي کابینې تصویب کړې، په غزه کې د جګړې پای ته رسولو په پار پکې د پنځو اصلونو یادونه شوي، چې دغه "پنځه اصول" په دې ډول دي:

د حماس بې وسلې کول.

د ټولو یرغملو بېرته راستنول که هغه مړه دي او که ژوندي.

د غزې تړانګه له پوځي حضوره پاکول.

پر غزې تړانګې د اسرائیلو امنیتي کنټرول.

د یوه داسې بدیل ملکي حکومت شتون چې حماس او یا فلسطینۍ اداره باید نه وي.

په غزه کې د جګړې د غځولو په اړه د اسرائيل پرېکړه د ملګرو ملتونو، بریتانیا، فرانسې او کاناډا په ګډون څو هېوادونو غندلې او جرمني هېواد یې هڅولی چې اسرائيلو ته د پوځي اکمالاتو مخه ونیسي.

حماس بیا د غزې اشغال طرح غندلې او دا یې یو ''بشپړ جنایت'' بللی. د حماس په وینا ''اسرائیل به د دې درنه بیه پرې کړي.''

حماس د سخت مقاومت خبرداری ورکړی

له دې مخکې اسرائيل د غزې ښار د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د خپلې امنیتي کابینې د پلان پر تصویب د نړیوالو مشرانو نیوکې "په کلکه" رد کړې.

د اسرائيل دفاع وزیر اسرائيل کاتز ویلي، هغه هېوادونه به "زموږ هوډ کمزوری نه کړي" چې اسرائيل یې غندلي او د بندیزونو ګواښ یې کړی دی.

ښاغلي کاتز زیاته کړې،‌ "زموږ دوښمنان به موږ د یوه داسې ځواکمن او متحد موټي په توګه ومومي چې په خورا قوت سره به دوی ووهي."

د اسرائيل امنیتي کابینې پر غزې ښار د کنټرول ترلاسه کولو پلان پرون پنجشنبه (اګست ۷ / زمری ۱۶) تصویب کړ.

د اسرائيل د لومړي وزیر دفتر په دې اړه خبرپاڼه خپره کړه چې د غزې ښار د نیولو لپاره تصویب شوي پلانونه او "د جګړې د پای ته رسولو په موخه پنځه اصول" پکې په تفصیل سره بیان شوي دي.

په داسې حال کې چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په ګډون نړیوالو مشرانو د اسرائیل له لوري د غزې ښار کنټرول ترلاسه کولو ته غبرګونونه څرګند کړي، حماس بیا د غزې د کنټرول ترلاسه کولو په تړاو د اسرائیل د پلان پرضد د سخت مقاومت خبرداری ورکړی دی.

حماس د اسرائیلو دا پرېکړه د یو میلیون فلسطینیانو پرضد یو ''بشپړ جنایت'' بللی او په یوې اعلامیې کې یې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو حکومت په نسل وژنې تورن کړی او ویلې دي چې د جګړې له غځولو سره د اسرائیلي برمته شویو کسانو برخلیک له پامه غورځوي.

حماس ویلي د اسرائیل دغه پلان به عملي کېدو ته پرې نږدي او پر وړاندې به یې سخت مقاومت وکړي.

حماس ډلې امریکا مسووله بللې چې د دوی په وینا د اسرائیل سیاسي او پوځي ملاتړ کوي او له ملګرو ملتونو او نړیوالو محکمو یې غوښتنه کړې، چې د اسرائیل د دې پلان د عملي کېدو مخنیوي وکړي.