تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
میانمار د اپینو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد شو؛ "افغانستان کې ۹۵ سلنه کم شوي"
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، میانمار اوس په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولېدوونکی هېواد دی، چې په دې برخه کې له افغانستانه اوس مخکې شوی دی.
اټکل دی، چې سږ کال د دغه هېواد د تریاکو تولید له ۳۶ سلنې زياتوالی سره ۱۰۸۰ ټنو ته لوړ شي، چې په افغانستان کې د تولید شویو ۳۳۰ ټنو کوکنارو پرتله ډېر دی.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو پر نشه يي توکو بندیز ولګاوه.
د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کوکنارو پر کښت د بندیز امر یې کړی و او ویلي و که څوک ترې سرغړونه وکړي د هغه پر ټکو د شرعي قانون له مخې به سخته سزا ورکول کېږي.
تر دې وړاندې افغانستان د نړۍ په کچه ۸۰ سلنه ترياک توليدول چې په اروپا کې د مصرف کېدونکو هېروينو ۹۵ سلنه يې جوړوله.
د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر سیمه ایز استازی جیریمي ډګلاس، چې دا راپور یې چمتو کړی، په میانمار کې د ترياکو د تولید زیاتوالي علت له پوځي کودتا وروسته په "اقتصاد، امنیت او حکومتولۍ کې ګډوډي يادوي.
کوکنار په میانمار کې له لسیزو راهیسې کرل کېږي، چې له حکومت سره جنګېدونکې ډلې ترې پیسې ترلاسه کوي.
خو د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د کودتا له امله او د کورنۍ جګړې له شدت سره يوازې تېر کال په دغه هېواد کې د کوکنارو په کښت ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ترياکو د بیې لوړوالی هم د دې لامل شوی چې نور خلک دې کښت ته ډېره مخه وکړي.
د میانمار شان ایالت، چې د وسله والو ډلو او د پوځ ترمنځ سختې نښتې په کې کېږي، تر ټولو ډېر تریاک په کې توليد شوي دي.
د بي بي سي خبریال نیکولاس ینګ وايي، په شان ایالت کې جګړو آن د مافیايي کړیو هغه ځواکمنې کورنۍ هم له منځه وړي چې شتمنۍ یې په قمار، درغلیو او نشه یي توکو جوړې کړې. خو یاغي ډلې لا هم د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره د ترياکو پر پلور تکیه کوي.
ښاغلي ډاګلاس وويل چې په شان او نورو سرحدي سيمو کې د شخړو زياتېدل به د ترياکو توليد د زياتوالي لامل شي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د کوکنارو کرکيله په شمالي شان ایالت کې تر ټولو پراخه ده، ورپسې د چین او کاچین ایالتونه دي.
د یوه نوی اټکل له مخې سږکال له میانمار څخه د ۲.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۵۴ ټنه هیروین صادر شوي.