حلالې رخصتۍ؛ څنګه ځينې مسلمانې ښځې د چکر پرمهال خپل "ارزښتونه" پالي؟

Zahra Rose in a swimming pool

د عکس سرچینه، Zahra Rose

د عکس تشریح، په اسلامي رخصتيو کې خواړه او شخصي حریم ډېر اړین دي
    • Author, ایمب هاشمي
    • دنده, بي بي سي

"پيتاوی ته ناستي باندې مینه یم او ویټامين ډي مې ډېره خوښېږي، ټول کال غواړم لمر مې ووهي. له زړه غواړم چې داسې ځای ته لاړه شم چې شخصي حريم پکې خوندي وي، که هغه هر ځای وي خو چې په رخصتۍ تېرولو وارزي"، دا د زهرا روز خبرې دي.

دغه بریتانیا مېشتې غواړي چې هم لمر ته پرېوځي چې ويټامين ډي واخلي او هم خپلې اسلامي عقیدې ته ژمنه پاتې شي.

هغه تر اوسه دېرشو هېوادونو ته په "حلالې رخصتۍ" تللې ده. له دې يې موخه په داسې ځایونو کې د رخصتيو تېرول دي چې د اسلامي عقایدو خلاف څه پکې نه وي.

شخصي حریم

په بېلابېلو مسلمانو هېوادونو کې د منځنۍ کچې اقتصاد لرونکو نفوس په زیاتېدو دی. خو په لویدځه اروپا او شمالي امریکا کې د مېشتو مسلمانانو دویم او درېيم نسل د خپلو پلرونو پرتله ډېر عاید پيدا کوي او ډېرې پيسې پر رخصتیو لګوي.

په همدې ترڅ کې د "حلالو رخصتیو" کاروبار په غوړېدو دی.

A food plate containing beef and corn

د عکس سرچینه، Getty image

د عکس تشریح، په ځينو نامسلمانو هېوادونو کې د حلالو خوړو موندل خورا سخت وي.

زهرا روز بي بي سي ته وویل، "زما لپاره له عادي هغو سره د حلالو رخصتيو توپير د شخصي حريم خونديتوب دی او بله دا چې حلال خواړه پکې په اسانه ترلاسه کېږي"

د مسلمانو سېلانیانو یو ځای کولو لپاره تر بل هر څه مهم شی همدغه خواړه دي. د خوګ یا خنځیر غوښه او شراب پکې بالکل منع او حرام دي.

د هاسر سکوغلو اډيګوزيل په نوم یوه بله مېرمن وايي چې په ترکیه کې د حلالو رخصيو ډېر فرصتونه شته خو دا غواړي له خپلې کورنۍ سره تر اوو سمندرونو واوړي.

هاسر ۳۶ کلنه ترکۍ او د درو اولادونو مور ده چې په پلازمېنه استانبول کې اوسېږي.

دا که په ترکیه کې دننه کوم ځای په چکر ځي نو د حلالو خوړو موندل ورته سخت نه دي خو که یوه نامسلمان هېواد ته ځي نو ډېرې پلټنې او پلان جوړولو ته اړ کېږي.

Hacer Sucuoglu Adiguzel taking a dip in sea

د عکس سرچینه، Hacer Sucuoglu Adiguzel

د عکس تشریح، هاسر وايي چې په ترکیه کې د حلالو رخصيو ډېر فرصتونه شته خو دا غواړي له خپلې کورنۍ سره تر اوو سمندرونو واوړي.

هاسر وايي، "موږ تازه مقدونیا ته تللي وو. ناشته یا سهارنۍ مو په خپل هوټل کې نوش جان کړه خو د غرمې ډوډۍ لپاره یوې داسې دودیزې سيمې ته لاړو چې هلته له خوړو سره شراب نه ورکول کېدل."

دا ترکۍ مېرمن پنځه وخت لمونځ په پوره پابندۍ سره کوي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنه ده، زیاتوي، "په حلال هوټلونو کې جاینمازونه هم وي. خو که هلته په کوم عادي هوټل کې پاتې کېږې نو زه له ځانه سره مصلی وړم"

هاسر همدا راز وايي، "زما نه خوښېږي چې په هوټلونو کې نیمه لوڅ خلک ووینم. موږ له داسې کسانو سره شاوخوا اوسېدل خوښوو چې زموږ د مذهب او کلتور پېروي کوي. نه غواړو ماشومان مو سمندرغاړو ته بوځو چې خلک پکې لغړ لمر ته پراته وي"

هاسر خلکو ته د انلاین کاروبار او د خواله رسنيو د کارولو په برخه کې روزنه ورکوي. هغه وايي، فکر کوي ګرځندوی صنعت تر اوسه د حلالو رخصتیو له اهمیته د پام وړ ګټنه نه ده کړې.

لوی مارکیټ او ميلیاردونه ډالره ګټه

د نړۍ د مسلمانو هېوادونو د ګرځندوی صنعت اقتصادي ګټې سنجوونکی بنسټ ګلوبل مسلم ټراول اېنډېکس وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د "حلال چکر" ګټه ۲۲۰ میلیارد ډالره وه.

Hacer Sucuoglu Adiguzel with her three kids

د عکس سرچینه، Hacer Sucuoglu Adiguzel

د عکس تشریح، هاسر وايي، ان که په رخصتۍ کې هم وي غواړي اولادونه یې اسلامي ارزښتونو ته ژمن خلک وویني.

ځينو شرکتونو دا فکر او ګټه دواړه درک کړي او په "حلاله رخصتۍ" کې ماهر دي خو ځینې نور یې بیا یوازې د یوه غوراوي په توګه وړاندیزوي.

له ټاپوګانو جوړ مالديپ هېواد که څه هم تر ډېره لویديځوال مشتریان لري خو اوس د نړۍ په کچه د "حلال سېلانیانو" لپاره په مهم ځای بدلېدونکی دی.

د دغه هېواد د ګرځندوی وزیر عبدالله معصوم وايي، "مالديپ يو مسلمان هېواد دی او همدې ته په کتو موږ له اسلامي اصولو سره سم د سېلانیانو لپاره چاپېریال لرو. له همدې کبله دغه صنعت په چټکۍ سره په غوړېدو دی"

A group of women swimming in Maldives

د عکس سرچینه، Getty images

دی زیاتوي چې د قانون له مخې هر هوټل باید جومات ولري او کارکوونکي يې لمونځ وکړي چې تر ډېره هلته ورتلونکي سېلانیان هم دغه کار کوي.

ښاغلی معصوم وايي، د مسلمانو سېلانیانو لپاره له اسلامي ارزښتونو سره سمې خونې او هر څه برابر کړای شوي دي.

سمونونه او بدلونونه

د ګلوبل مسلم ټراول اېنډېکس د ارزونې له مخې تر ډېره مسلمان هېوادونه په دغه ډول صنعت کې مخکښ دي. تر ټولو وړاندې پکې انډونيزیا او ماليزیا هېوادونه دي.

Landmark Hotel, London

د عکس سرچینه، Magdy Rustum

د عکس تشریح، د لندن د دغه یوه غوندې ځينو هوټلونو د مسلمانانو د "حلال رخصتيو" لپاره اوس په خپلو هوټلونو کې یو لړ بدلونونه راوستلي دي.

د نا مسلمانو هېوادونو له ډلې یوازې سينګاپور او بريتانیا هغه دوه دي چې دا ډول هوټلونه لري. سينګاپور یوولس او بریتانیا داسې۲۰ ځایونه لري.

په لندن کې پنځه ستوريز لېنډمارک هوټل په ۱۸۹۹ کې پرانیستل شوی چې اوس حلاله غوښه هم مېلمنو ته وړانديزوي. د هوټلو کوربانه یا ګارسونان هم د منځني ختيځ پر دیني او کلتوري اصولو روزل شوي او په اړه یې مالومات ورکړل شوي دي.

Zahra Rose

د عکس سرچینه، Zahra Rose

د عکس تشریح، زهرا تر اوسه تر ۳۰ ډېرو هېوادونو ته په "حلال رخصتیو" تللې ده خو دا هر څه په ډېرو پيسو کېږي

د مېډل ایسټ په نوم د یوه رستورانت د خرڅلاو مشر ماګډې رستم وايي، "موږ هم شراب لرو او هم بې الکهوله څښاکونه لرو. نو تاسې له باره هر هغه څښاک اخیستلی شئ چې زړه مو وي"

دی زیاتوي چې هوټل يې دوه دروازې لري، یوه عمومي او بله هم شمالي دروازه ده چې خصوصي یا ځانګړې ده او په وینا یې، "د منځني ختيځ ځينې کورنۍ په ځانګړي ډول ښځې، نه غواړي چې څوک يې وویني نو هغوی په شمالي دروازه راننوځي. د دوی لپاره خاص لفټونه هم شته چې نېغ یې خپلې کوټې ته رسوي او هېڅوک یې نه شي لیدلی"

د دغه هوټل تالار عموماً د ودونو لپاره کارېږي چې د اسلامي اصولو له مخې ښځې له نارينه‌و جلا د واده مراسم پکې ترسروي.

زهرا وايي، "زه پوهېږم چې د عمومي رخصتيو پرتله د شخصي حریم په خونديتوب سره رخصتۍ په ډېرو پيسو ارزي او زه دا منم"