اندونیزیا هغه روسی وګړی وباسي چې په یوه سپېڅلي غره یې ځان بربنډ کړی وو

ی

د عکس سرچینه، Getty Images

تېره اونۍ په خواله رسنیو داسې یو انځور ډېر خپور شو چې یو کس په "اګونګ" غره داسې حرکت کوي چې پتلون یې تر ښنګریو ټېټ وو.

دغه روسی وګړی یوازینی کس بلل شوی چې د اندونیزیا د خلکو په عقیده ددغه سپېڅلې غره په سر یې ځان بربنډ کړی وو.

یا کس پر خپلې دې کړنې پښېماني ښودلې خو له دې سره سره به اندونیزیا ته شپږ میاشتې نه شي ورتللی.

د بالي چارواکو له هغو سیلانیانو سره چلند سخت کړی چې د دوی په وینا ناوړه کړنې کوي.

اګونګ غر د بالي ټاپو تر ټولو لوړه څوکه ده چې هندوان یې د خپلو خدایانو کور بولي.

یوه ځایي چارواکي ویلي دغه روسي وګړي چې کوم کار کړی، د بښنې وړ نه دی.

انګیاټ ناپيتوپولو چې په بالي کې د قوانینو او بشري حقونو دفتر د رئیس دی په دې اړه وایي: " هغه زموږ ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او زموږ کلتور ته یې درناوی نه دی کړی."

د " یوري" په نامه دغه روسي وګړي په خپله اینستګرام پاڼه خپره کړې ویډیو کې ویلي:" زه ددې کار لپاره هېڅ بانه نه لرم، یوازینی لامل چې دا کار می وکړ، بې خبرې وه."

له دې پېښې وروسته یاد کس په هغو مراسمو کې هم ګډون کړی چې له ورته پېښو وروسته ددې غره د پاکوالي لپاره ترسره کېږي.

بل خوا په بالي کې د روسیې کنسل ویلي"یاد سیلاني "بې عقل" دی او له اندونیزیا یې اېستل سم کار دی."

له دې وړاندې تېر کال یو کاناډایی هنرمند وروسته له هغې له اندونیزیا اېستل شوی وو په بالي کې یې د باتور په نامه د بل غره په سر بربنډ نڅا کړې وه.

دارنګه په ۲۰۲۱م کال کې یوه بله ویډیو هم خپره شوه چې یوه روسۍ جوړه په باتور غره کې له یو بل سره جنسي اړیکه ټینګوي.

اندونیزیا ته هر کال ډېر سیلانیان ورځي خو دا هېواد هڅه کوي چې د یو لړ قوانینو له مخې سیلانیان ته هلته د ورتګ شرایط سخت کړي څو له دا ډول پېښو مخه ونیسي.

د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۳م کال کې له اسټرالیا نږدې ۹۱ زره سیلانیانو د اندونیزیا له یادو سیمه لیدنه کړې ور پسې هم ډېر روسي وګړي د سیل دغه ځایونو ته ورغلي دي.