د اندونیزیا اور غورځونکي غره چاودنې د خطر خبرداری

د اندونیزیا بالي سیمه کې چې ډېر سیلانیان ورځي له اور غورځونکي غره د انګار ټوټو راوتل پیل شوي دي. دې سره هغه الوتنې له ستونزو سره مخامخ دي، چې د غره پر سر تېریږي. چارواکو د خطر کچې وروستي سره رنګ خطر خبرداری ورکړی.

اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اګینګ د اندونیزیا بالي کې یوه غر څوکه ده، چې تېره یوه اونۍ کې دوه ځلې ورنه انګار او ایرې راوتلي دي.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه غره ته نژدې بزګران په کروندو کې پر کار بوخت دي.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له غره نه لوګي ۱۳۰۰۰ فوټه پورته ختلي، چې له کبله یې الوتنې له ستونزو سره مخامخ دي.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ټاپو اوسېدونکو ته د خوندیتوب لپاره ماسکونه ورکول کېږي.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه غره وروستی ځل ۱۹۶۳ کې اور شېندلی و، چې له کبله یې ۱۶۰۰ کسان وژل شوي وو.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له غره نه وتونکو لوګیو سیمه کې پر الوتنو اغېز کړی دی
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یو ماشوم له غره نه د پورته کېدونکي لوګي تصویر اخلي
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د غره شاوخوا اوسېدونکي زرګونه کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له غره وتلې ایرې د سیمې پر یوه سړک لیدل کېږي.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چارواکي د اټکل له مخې وايي، چې د پېښې له کبله د سیل صنعت برخه کې تر یو میلیون ډالرو پورې زیان اوښتی.
اورغورځونکی غر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اندونیزیا شاوخوا کې ۱۳۰ اور غورځونکې څوکې دي، چې د چاودنې خطر یې شته