اریوب ځاځي؛ د ښکلو منظرو عکسونه

د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ګڼ سېلانیان د دې زرغونې او غرنۍ سيمې لیدو ته ورمات دي. د اختر شپو ورځو کې پرې ګڼه ګوڼه ډېره وي خو د دوی په وینا، اوس هم هره ورځ له کندهار، خوست، کابل او د افغانستان له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک د بهانده سیندونو، چينو او زرغونو منظرو لیدو ته اریوب ته په چکر ور روان دي. دلته د اریوب ځاځي ولسوالۍ په اړه ځینې مالومات په دې انځوريزه ټولګه کې کتلی شئ چې نورګل شفق جوړه کړې او عکسونه یوه ځايي عکاس ساحل ځاځي بي بي سي ته په واک کې ورکړي دي.

اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، سپينه شګه د اریوب ځاځيو مشهوره تفریحي سیمه ده چې په چکر ورتلونکي پکې راغونډېږي.
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، اریوب له پخوا راهیسې د زرغونې سيمې په نوم شهرت لري خو په تېرو څو کلونو کې د نا امنۍ له کبله لکه د ځينو نورو د لیدو وړ ځایونو غوندې، سېلانیانو ډېر زړه نه ور ښه کاوه
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، د مېلې یا چکر پر مهال خلک ځينې لوبې او ساعتېرۍ هم کوي، لکه تیږه اچول، خوسۍ کول، نښه ويشتل، ولیبال او یا هم اتڼ کول. خو پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز له کبله اوس خلک احتیاط ډېر کوي
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، اریوب ځاځي ولسوالي که یو خوا د نښترو، لمنځو، زڼغوزیو او څېړیو ونو باندې پوښل شوی ګڼ ځنګل "منډهیر غر" لري نو بلخوا یې ځينې سيمې لکه سرګل، ګل غونډۍ او احمدخېل پر واورو د پوښل شوي سپين غر په لمنه کې پرتې دي. ځاځي سپين غر "سپينه غره" بولي.
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، اریوب ځاځي ولسوالي د پکتیا ولایت یوه سرحدي سيمه ده چې تر ډيورنډ کرښې ښکته د کورمې تري منګل (تره)، ګوبزنه، لنډيوان، شلوزان، پاړه چنار او ځينې نورې سيمې پرتې دي. هلته هم ځينې ځاځي او منګل لسګونه کلونه پخوا تللي او مېشت شوي دي. دغلته صفري نقطه د ګوي په نوم یادېږي چې کله کله د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو شاهده هم پاتې شوې ده. مخکې د ګوي لار د ترافيکي او خلکو تګ راتګ لپاره پرانیستې وه خو تر لسیزې ډېره موده کېږي چې تړل شوې او په ځينو سيمو کې اغزن تار هم پرې غځول شوی دی.
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، د اریوب سیمې ملي پارک ته ننوتونکي هر واړه موټر نه سل افغانۍ، فلاینګوچونو او سوپرکسټم ډوله ګاډو نه ۱۵۰ او کاسټرو یا د سورلۍ وړونکو لویو موټرونو نه ۲۰۰ افغانۍ "ټېکټ" اخیستل کېږي.
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، اریوب دښتې کمې او تر ډېره غونډۍ او غرونه لري. ګڼ کورونه او کلي پر غونډیو او د غرونو په لمنو کې اباد دي. د منډهیر غره په منځ کې هم ځينې کلي شته، لکه ستیا، دروېښي او داسې نور. د اریوب ولسوالۍ سړک ځای ځای پوخ او خام دی او خلک یې هیله من دي چې که سړک یې پوخ او دې سيمې ته ځانګړی پام ورته وشي نو تر اوس به هم ډېر سېلانیان ځان ته ورجلب کړي.
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، اریوب ولسوالي د برېښنا له پلوه خواره سيمه ده خو په دې وروستیو کې پر روانو اوبو خلکو ژرندې جوړې کړې او د برېښنا تولید ماشينونه لګولي چې ګڼ کلي يې روښانه کړي دي. ځينې یې بیا ډيزلي برېښنا یا جنرېټر کاروي.
اریوب ځاځي

د عکس سرچینه، Sahil Zazai

د عکس تشریح، د شپې بنډار؛ وروستي يې مه کړې د یارانو مجلسونه