لبنان: د طبیعي ښکلا او کلتوري میراثونو نندارې لپاره باید په کې پلي وګرځئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د بیروت له پراخ ښار څخه په لرې واټن کې زموږ بس د لبنان د ساحلي لویې لارې په اوږدو کې د غرونو په منځ کې روان و چې یوې خوا ته مو د مدیترانې شنې/نیلي رنګه اوبه وې بلې خوا ته مو په شنو پوښلې غونډۍ او غرونه و.
له دې ساحل څخه د هېواد شمالي لوري ته د کورې ولسوالۍ په تنګ غرني سړک کې روان شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سړک څخه لږ واټن کې موږ داسې کلي ولیدل چې کورونو یې له ځانګړو سورو خښتو جوړ چتونه درلودل.
موږ د زیتون او میوو د باغونو له منځه تېر شو، یوه سړک باندې لاړو چې شاوخوا یې زیارتونه هم وو.مونږ ته د سفر لارښود ځینې ځایونه راوپېژندل چې له تاریخي او ټولنیز اړخه څومره ارزښت لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
مخکې له دې چې خپل منزل ته ورسېږو، موږ له لرغونو ځنګلونو تېر شوو او د ازار په نوم یو کلي ته ودرېدو چېرې چې موږ له ځایي مېرمنو سره ولیدل او دوی د مناکیش په پخلي کې ماهرې وې.
مناکیش دلته مشهوره ډوډۍ ده چې په حقیقت کې یوناني ده.
په دې سفر کې زموږ وروستی منزل هغه ځای و چې له هغه ځایه زیاتره کسان د سیمې د درې لوړ غره ته ختل پیلوي. دا غر ۳۰۰۰ متره لوړ دی چې په سر کې هېڅ شېنلی نه شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې موږ د چونې دې غره لوړې څوکې په لور روان شو، زموږ په ډله کې ځینو بې تجربو کسانو نفس تېز شو خو ۷۷ کلن لارښود مو خوښ او چټک روان و.
مونږ د غره سر ته ورسېدو د بقا د درې ښکلا مو ولیدله د دې درې میدانونه او جهیلونه خپله بېله ښکلا لري.
کله چې ما د سفر له لارښوده وپوښتل چې ولې بهرني سیلانیان باید لبنان ته راشي، هغه ماته د دلیلونو اوږد لیست راکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه کوچنۍ جغرافیه کې د ځمکې مختلف ډولونه او شنه ځایونه، تاریخي ځایونه، ځایی خواړه، د لبنان د خلکو مېلمه پالنه او نور ډېر څه...
"لبنان د پلي سفر لپاره یو لوی هېواد دی، زه خو وایم چې یو شانداره ښکلی ځای دی، زما خپل هدف دا دی چې ټولې نړۍ ته یې معرفي کړم. "









