له بېړۍ سمندر ته لوېدلی سړی ۱۵ ساعته وروسته ژوندی وموندل شو

د امریکا ساحلي ګارد وايي د مکسیکو خلیج کې یې له یوې کروز بېړۍ سمندر ته لوېدلی مساپر څه باندې ۱۵ ساعته وروسته ژوندی ژغورلی دی.

د دغه ۲۸ کلن سړي‌ په اړه ویل شوي چې د تېرې چارشنبې شپه د 'کارنیوال والورٰ بېړۍ یوه بار کې له خپلې خور سره و او تشناب ته تر وتلو وروسته نادرکه شوی و.‌

بېلابېلو ژغورندویه ډلو یې لټون پیل کړی و او بالاخره د پنجشنبې ماښام د لویزیانا له ساحله شاوخوا ۳۰ کیلومتره لېرې سمندر کې وموندل شو.‌

د دغه سړي روغتیايي وضعیت ډاډ وړ بلل شوی.

د امریکا له ساحلي ګارد بریدمن 'سېټ ګروس' وايي دغه سړي څه باندې ۱۵ ساعته اوبو کې تېر کړي چې ډېر اوږد وخت دی.‌

د هغه په وینا "دا [سمندر ته د لوېدو] تر ټولو اوږده موده ده چې ما یې تر اوسه اورېدلې دي. د شکرانې پر ورځ شوې دا پېښه له معجزې کمه نه ده."

ښاغلي ګروس سي اېن اېن تلویزیوني شبکې ته ویلي چې دا قضیه تر هغو ټولو توپیر لري‌ چې دی ورسره د خپلې تېرې ۱۷ کلنې کاري تجربې په اوږددو کې مخ شوی.

رپوټونو کې راغلي چې دا بېړۍ مکسیکو کې کوتومېل ته روانه وه خو دا لا روښانه نه ده چې دغه سړی ترې څنګه سمندر ته پرېوتی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې یوه ۴۶ کلنه بریتانوۍ ښځه له یوې تفریحي بېړۍ ادریاتیک سمندر ته تر غورځېدو ۱۰ ساعته وروسته ژغورل شوې وه.‌

هغې ښځې خپل یوه ژغورونکي ته ویلي و چې د یوګا تمرین له کبله ځواکمنه وه او ګواکې د شپې له مخې یې د سړو د احساس مخنیوي لپاره سندرې بللې.‌