د روانډا ولسمشر وايي نړیوالې ټولنې د ۳۰ کاله مخکې ټول وژنې په مخنیوي کې بې غوري کړې وه

د روانډا ولسمشر وايي، نړیوالې ټولنې يې هېواد دېرش کاله مخکې د هغې ټول‌وژنې په مخنيوي کې پاتې راوست چې اته لکه کسان پکې ووژل شول.

نن (یکشنبې د اپرېل اوومه)د هغې ټول‌وژنې د پیل دېرشمه کلیزه ده. یو شمېر نړیوال مشران هم هغه هېواد ته ورغلي چې په مراسمو کې ګډون وکړي.

دوی هم اعتراف کړی چې هغه مهال یې د مخنيوي لپاره لاس په کار کېدای شول.

د روانډا ولسمشر پال کګامې په پلازمېنه کیګالي کې ویلي، نړیوالې ټولنې یا له نظره د ایستو له امله یا د سخت زړۍ او بې رحمۍ له امله دېرش کاله وړاندې رواندا د هغې ټول‌ وژنې په مخنيوي کې پاتې راوسته چې اته لکه کسان پکې ووژل شول. د نړۍ یو شمېر مشران هم روانډا ته دغو مراسمو ته ورغلي او له ولسمشر کاګامې سره یو ځای يې د ګلو ګېډۍ کېښودې.

په دوی کې د سوېلي افريقا ولسمشر سېرېل رامافوسا او د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن هم شامل وو.

بېل کلېنټن له دې وړاندې د روانډا د توتسي او منځلاارو هوټوس توکمو نسل وژنه د خپلې ولسمشرۍ د مهال تر ټولو ستره ناکامي بللې وه.

تر دې وړاندې فرانسې هم ویلي و، دوی له خپلو همټلوالو سره یو ځای د دغې ټول ‌وژنې مخه نیولی شوه خو دا اراده هغه مهال نه وه.

د روانډا ولسمشر پال کګامې د دغې نسل وژنې قربانیانو ته د درناوي وړاندې کولو پر مهال وویل: "زموږ اوښکې بهېږي خو د یوې کورنۍ په توګه مخکې تګ ته دوام ورکوو.

بې شمېره روانډایانو د نسل وژنې غوښتنې رد کړې. ډېرو د دغه جرئت درنه بیه هم پرې کړه چې موږ پرې ویاړو. زموږ سفر اوږد او سخت و.

روانډا ډېر دروند زیان ګاللی او هغه درسونه چې موږ زده کړي زموږ په وینه کې خښ شوي".

ولسمشر کګامې زیاته کړه نړیوالې ټولنې ننداره کوله او هلته داسې ناورین پېښېده خو په ورته مهال یې د هغو سوله‌ساتو ځواکونو یادونه هم وکړه چې هلته استول شوي وو، خو ویې ویل، دا ماتې د سرتېرو نه، بلکې د نړیوالې ټولنې وه.

په روانډا کې روانه اونۍ د دې ټول‌وژنې په یاد ملي ماتم دی او موزیک، سپورت او فلم پکې نه خپرېږي.

رونډا کې ټول وژنه د ۱۹۹۴ کال د اپریل پر شپږمه تر هغې وروسته پیل شوه چې د هوتو توکمي ولسمشر جووېنل هابیاریمانا الوتکه د پلازمېنې کیګالي هوایي ډګر ته د رسېدو پرمهال ووېشتل شوه او نسکوره شوه.

هوتو توکمو توندلارو ویل الوتکه توتسي یاغیانو ویشتلې او د هغوی خلاف یې پراخ کمپاین پیل کړ.

د سلو ورځو په بهیر کې د توتسي او منځ لارو هوتوس توکمو اته لکه وګړي ووژل شول.

که څه هم هېڅکله د دې وژنې عاملین ونه پېژندل شول، خو د هوټو قبیلې سخت دریځو سملاسي ټوسي یاغیان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړل.

په څو ساعتونو کې د هوټو قبیلې زرګونو کسانو چې د څو لسیزو توکمیزو تعصبي کمپاینونو تر اغېز لاندې راغلي وو په پراخو وژنو لاس پورې کړ.

د دې وحشي کارونو له لومړۍ سپرغۍ سره، زرګونه ښځې هم د نارینه و ترڅنګ په زور زیاتې کې ورګډې شوې.