تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روانډا کې نسل وژنه: "زه یوه مور یم؛ خو د ځینو ماشومانو میندې او پلرونه مې وژلي"
په روانډا کې د ۱۹۹۴ کال نسل وژنې پېښو کې لسګونه زره مېرمنو برخه اخستې وه، خو د دوی د رول په اړه ډېرې لږې خبرې کیږي او د دوی له کورنیو سره روغه جوړه ډېره سخته ده. خبریالې نتالیا اوجېواسکا له دې ډلې ځینو ښځو سره خبرې کړی چې اوس په زندان کې دي.
فارچونیټ موکنکورېنګا د سبا ناري لپاره اوبو پسې تللې وه، خو په لاره کې یې دوه کسان ووژل.
دا چې د زندان ژیړ رنګ جامې یې پر تن دي په خپل نرم غږ کې د ۱۹۹۴ کال د اپریل میاشتې د لسمې نېټې د سهار مهال پېښې کیسه کوي.
دا ۷۰ کلنه مېرمن وايي، پر لاره روانه وه چې یوه ډله برید کوونکي یې پر لویه لاره د دوه سړیو د وهلو پرمهال ولیدل:
"کله چې ( دوی دواړه) پر ځمکه ولوېدل، ما یو لرګی را واخست او ومې ویل : ټوټسیان باید ووژل شي، یو مې وواهه بیا مې بل وواهه.... زه د وژونکو له ډلې یوه وم ".
د وژنو وېروونکې خاطرې:
د دې دوه کسانو وژنه د ټوټسي او منځ لارو هوټوس توکمو د هغو ۸۰۰ زره وګړو د وژنې یوه برخه ده چې په سل ورځو کې ترسره شوي دي.
د وژنې په دې پېښه کې له ښکیلتیا وروسته هوټو توکمه موکنکورنګا خپلو اوو ماشومانو ته کور ته راغله او د شرم ژور احساس ورسره و. د دې جرم ترسره کولو صحنه یې هیڅ نه هېریږي او تل یې په ذهن کې تاویږي.
دا وايي : "زه یوه مور یم. ما د ځینو ماشومانو مېندې او پلرونه وژلي دي "
له دې پېښې څو ورځې وروسته د ټوټسې قبیلې دوه وېرېدلي ماشومان چې د مور او پلار سرونه یې په ساتول له تنو جلا کړل شوي وو د دې مېرمنې دروازه وټکوله او غوښتل یې چې دا ورته پناه ورکړي.
د ملامتیا څپې:
زړه نا زړه نه شوه او دواړه ماشومان یې د خپلې کوټې په چت کې پټ کړل او له عام وژنې وژغورل شول.
موکنکورانګا وايي : "سره له دې چې ما د دې دوه کوچنیانو ژوند وژغوره خو ما د دوه سړیو په حق کې تقصیر کړی. دا مرسته هیڅکله د ملامتیا څپه نه شي ګرځولی "
نوموړې د هغو شاوخوا ۹۶ زره مېرمنو له ډلې ده چې په نسل وژنه کې د ښکېلتیا له امله محکومه شوې دي، ځینو لکه د موکنکورانګا په څېر لویان، ځینو ماشومان وژلي او ځینو نارینه هڅولي چې جنسي تیري او وژنې وکړي.
د ۱۹۹۴ کال د اپریل پر شپږمه د روانډا د هوټو توکمي ولسمشر جووېنل هابیاریمانا الوتکه د پلازمېنې کیګالي هوایي ډګر ته د رسېدو پرمهال وویشتل شوه او نسکوره شوه.
که څه هم هیڅکله د دې وژنې عاملین ونه پېژندل شول، خو د هوټو قبیلې سخت دریځو سمدستي ټوسي یاغیان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړل.
په څو ساعتونو کې د هوټو قبیلې زرګونه کسان چې د څو لسیزو توکمیز د تعصب کمپاین تر اغیز لاندې راغلي وو د وژنو په منظمو پېښو کې ښکېل شول.
د مېرمنو دا کړنې په روانډا کې د مېرمنو هغه دودیز نظر ننګوي چې ښځو ته د ساتونکو او ارامۍ ورکوونکو په سترګه کتل کیږي.
د نادولتي بنسټ (هیڅکله بیا نه) چې د سولې او روغې جوړې لپاره کار کوي، یو کارکوونکې ریجاین ابانیوز وايي: "په دې پوهېدل ډېره سخته ده چې یوه مېرمن چې له خپلو ماشومانو سره مینه لري د ګاونډي کور ته ورځي او د هغوی ماشومان وژني "
د دې وحشي کارونو له لومړۍ سپرغۍ سره زرګونه ښځې د نارینه و ترڅنګ په زور زیاتې کې ورګډې شوې.
د کورنۍ او ښځو چارو پخوانۍ وزیره پاولین نیراماسوهوکو له هغو ګوتو په شمېر مېرمنو وه چې په دې نرواکې ټولنې کې يې د مشرۍ لوړ مقام تر لاسه کړی و. هغې د نسل وژنې تنظیم کې مهم رول درلود.
په ۲۰۱۱ کال کې د روانډا لپاره د نړیوالې جنايي محکمې له خوا هغه په نسل وژنه کې پړه وبلل شوه. هغه تر اوسه یوازېنۍ مېرمن ده چې د بشریت ضد یوه جرم په توګه په جنسي تیري محکومه شوې ده.
نیراماسوهوکو د هغو ملیشو مشره وه چې بوټېر پرېفیکټور ولایت کې به یې پر ټوټسي توکمو مېرمنو جنسي تیری کاوه.
دا مېرمن مشره وه، خو نورو عادي روانډیايي مېرمنو هم نارینه هڅول. نورې بیا د شته وسلو په کارولو کې د خپلو ګاونډیانو په وژلو او ذبح کولو کې ښکېلې وې.
د ډله ییزې وژنې دوه جلا تصویرونه
مارتا موکاموشینزیمانا چې د پنځو ماشومانو مورده ۱۵ کاله یې خپل جرم پټ ساتلی و خو په ۲۰۰۹ کال کې یې پریکړه وکړه چې چارواکو ته حال ووايي، ځکه چې هغې نور نشوای کولی د خپل جرم دروند بار له ځان سره پټ وساتي.
د روانډا په ختیځ ولایت نګوما کې د ښځو د زندان مشره ګرېس نداواني وايي: "د تاهیل لپاره وخت یوه اساسي وسیله ده چې موږ یې کاروو. موږ دوی ته د امکان ترحده وخت ورکوو چې دوی ته غوږ ونیسو او په کراره دوی د اعتراف تر حده ورسوو "
موکاموشینزیمانا چې د وړې کوټې په سپېره غولي ناسته او کله کله یې ژړل، وايي: "دا چې زما کور لوی سړک ته نږدې و ما ټول زګېروي اورېدلي او ما خپل ټوټسي توکمي ګاونډیان ولیدل چې را ټول کړل شوي وو او کلیسا ته بېول کېدل "
وروسته همدا زرګونه ټوټسي توکمي چې د یوې کاتولیکې کلیسا په انګړ کې را ټول شوي وو یوه اوونۍ یې د خپل ژوند لپاره مبارزه کوله.
سټانیسلس کییټیرا چې اوس ۵۳ کلن دی، یو له هغو څو کسانو و چې ژوندي پاتې شوي دي. د ده پر مټ د هغو سختو ټپونو نښې لا هم شته چې ده د لاسي بم له امله خوړلي وو.
دی وايي : ٬زما په یاد دي چې ښځو به ډبرې راټولولې او سړیو ته به یې ورکولې او دوی به بیا موږ پرې وېشتلو. سړیو دغه راز ډزې کولې، لاسي بمونه یې را غورځول او سوند توکي به یې پر خلکو اچول او بیا به یې اور ورته کاوه ".
ښاغلی کییټیرا چې د مړو لاندې یې ځان پټ کړی وايي: "بیا دوی پر کلیسا برید وکړ او په لرګیو یې زموږ په وژلو پیل وکړ. "
موکاموشینزیمانا چې پر کلیسا له برید دوه اوونۍ وړاندې یې ماشوم زېږولی و وايي داسې احساس یې کاوه چې باید د مشرانو اطاعت وکړي.
"ماشوم مې په شا کړ او له هغو کسانو سره یو ځای شوم چې ډبرې یې په کلیسا کې د پټو شویو کسانو د وژلو لپاره را ټولولې ".
کله چې دا په ۲۰۰۹ کال کې زنداني شوه هیڅ خپلوان یې نه غوښتل چې د دې د پنځو ماشومانو پالنه وکړي.
د روانډا د ملي روغې جوړې او یو والي د کمېسیون اجرایوي مشر فیډل ندایسابا وايي: "نسل وژنه د ټولو ټولنو پرضد یو جرم دی. دا نه یوازې دا چې د قرباني کس کرامت ځپي بلکې د دې جنایت کوونکي کرامت هم، او جنایت کوونکي هم رغېدو ته اړتیا لري "
هغه مېرمنې چې په نسل وژنه کې یې برخه اخستې ده او حقیقت یې په خپله ویلي هڅول شوي چې خپلو کورنیو او د هغو کسانو کورنیو ته لیکونه واستوي چې د دوی د اعمالو قربانیان دي او په دې سره به له لاسه وتلی باور ګام په ګام بېرته ترلاسه شي.
له زندانه تر وتلو وروسته به دا مېرمنې له نارینه و سره د یو ځای کېدو په چاره کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ شي.
د ځینو مېړونو نور ودونه کړي او دوی یې له خپلو شتمنیو بې برخې کړې دي. د دوی ځايي ټولنې هم ورته ښه راغلاست نه وايي او دوی د نږدې خپلوانو لخوا د نه منلو له امله له کړاو سره مخ دي.
ټېنګار کیږي چې رغېدل ډېر وخت غواړي، خو ځینې زندانیان شته چې د توکم پر بنسټ د کرکې ایډیالوژۍ ردولو ته چمتو نه دي.
ښاغلی نداییسابا وايي : "هو داسې کسان شته چې له خپل جرمه انکار کوي. دوی سخت دریځي دي، خو د دوی شمېر په کمېدو دی "
اوښکې مې نه شوای ایسارولی:
فارچونیسټ موکانکورانګا له نیول کېدو څلور کاله وروسته زړورتیا وکړه او په خپلو جرمونو یې اعتراف وکړ.
هغه وايي د خپلو اعمالو د یوه قرباني له زویه له بښنې غوښتلو وړاندې ډېره اوتره وه.
دا وايي : "زما د تمې خلاف هغه زما په لیدلو خوشاله و، ما مې خپلې اوښکې ایسارې نکړای شوی او په غیږ کې مې ونیو "
موکانکورانګا اوس په احتیاط خپل راتلونکې ته ګوري او هیله لري چې دا به د خپلې کورنۍ له غړو سره لړزانده اړیکي بېرته ورغوی.
دا وايي: "کله چې زه بېرته کورته لاړه شم زه به له خپلې کورنۍ سره په سوله کې ژوند وکړم او زه به له نورو سره ډېره مینه وکړم او په خلکو به پام کوم. زه اوس د خپلو اعمالو پایلې وینم. ما داسې ګومان نه کاوه چې زه دې د یوې مور په توګه په زندان کې اوسم "