تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې د ملګرو ملتونو د هغې ډلې فعالیت وځنډاوه، چې پر شماليکوریا لګېدلي بندیزونه څاري
روسیې د ملګرو ملتونو د متخصصانو یوه ډله، چې له کلونو راهیسې پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه څاري، ځنډولې ده.
دې ډلې تېره اوونۍ د هغو رپوټونو د څېړنې د پلان خبر ورکړ، چې وايي روسیې د اوکرایین جګړه کې کارېدو لپاره له شمالي کوریا د بالیستیک توغندیو په ګډون د وسلو پېرلو سره اصول تر پښو لاند کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اټومي پروګرام له کبله پر پیونګ یانګ یو لړ بندیزونه لګولي دي.
دا بندیزونه لا هم پر ځای دی خو د متخصصانو هغه ډله به اوس محلېږي، چې په دې برخه کې د سرغړونو څارلو لپاره رامنځته شوې وه.
پنجشنبه امنیت شورا کې د دې ډلې د کار دوام لپاره رای اچونه ترسره شوه چې له ۱۵ غړو هېوادونو دیارلسو مثبته رایه ورکړه، خو روسیې یې د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ویټو ځواک په کارولو سره مخه ونیوه.
د امنیت شورا بل دایمي غړي 'چین' چې د پوینګ یانګ تر ټولو نږدې متحد ګڼل کېږي، ممتنع رایه وکاروله.
روسیې لخوا د متخصصانو د دې ډلې د کار د دوام مخنیوی د امریکا، بریتانیا، سویلي کوریا او نورو لویدیزو متحدانو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
روسیې دا ګام داسې حال کې پورته کړی، چې په تېره یوه کال کې یې له پیونګ یانګ سره د لوړې کچې لیدنې ډېرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې هر کال د متخصصانو د دې ډلې د ماموریت غځېدو لپاره رایې اچولې.
دا په دې موده کې لومړی ځل دی چې روسیه یې د کار د دوام مخه نیسي.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا پر خواله رسنیو ویلي، دا ګام روسیې لخوا د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا وسلو د کارولو د منښتې په مانا دی.
ملګرو ملتونو کې د سویلي کوریا استازي هوانګ جون-کووک هم د روسیې دا ګام غندلی دی او ویلي یې دي چې د بندیزونو د څارونکې ډلې ځنډولو ته هېڅ توجیه نشته.
هغه ویلي "دا تقریبآ داسې ده چې څوک لاس په لستوڼي له نیول کېدو د ځان ساتنې لپاره امنیتي کمرې لمنځه یوسي."
خو روسیې په وار وار دا رد کړې چې د اوکرایین جګړه کې دې یې د شمالي کوریا وسلې کارولې وي.
ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازي پنجشنبه یو ځل بیا په دې تړاو تورونه رد کړل.
واسیلي نېبنزیا وویل، د متخصصانو دې ډلې هېڅ ګټه نه دی رسولې.
روسیه او چین له ۲۰۱۹ کال راهیسې هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا د لګېدلو بندیزونو نرمولو ته وهڅوي.
امنیت شورا پر پیونګ یانګ لومړي بندیزونه ۲۰۰۶ کال د اټومي ازموینې په غبرګون کې ولګول او له هغې را وروسته یې پیونګ یانګ لخوا د اټومي فعالیتونو د دوام له کبله ۱۰ نور پرېکړهلیکونه پرې وراضافه کړي دي.
خو د 'کېمجونګ اون' رژیم دا بندیزونه د دغه هېواد پر اقتصاد له ژورو منفي اغېزو سره سره تر ډېره له پامه غورځولې دي.
د شمالي کوریا مشر د اټومي وسلو پراختیا ته په چټکۍ دوام ورکړی او په وروستیو کلونو کې خو یې لا ډېرې بریدګرې او خطرناکه پوځي تګلارې ته مخه کړې ده.