تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماهرنګ بلوڅ او نورو بلوڅ مشرانو د خلاصون په ملاتړ احتجاجونه: د اختر په ورځ د بلوچستان ډېری سیلځایونه تړل شوي
'د بلوڅانو د یووالي کمېټې' یا (بيوایسي) په پاکستان کې د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ چې نن ده، د ماهرنګ بلوڅ او د دې کمېټې د نورو مشرانو او غړو د نیول کېدو پر ضد په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو پيلولو اعلان کړی دی.
د دې کمېټې د ښځينه مشرانو او غړو احتجاج لا د مخه له تېرې جمعې ورځې (مارچ ۲۸) راهیسې روان دی.
په همدې حال کې د بلوچستان نېشنل ګوند یا (بياېنپي) پرلت نن څلورمه ورځ هم دوام لري.
د دغه ګوند مشر سردار اختر مېنګل د ګوند له ځينو نورو مشرانو او د پرلت ګډونوالو سره په ګډه د اختر لمونځ نن دوشنبه د پرلت په ځای کې ادا کړ.
که څه هم د بلوڅانو د یووالي کمېټې اعتراض کوونکو غوښتل چې په کوټه کې پرلت وکړي او خپلې غوښتنې په ډاګه کړي، خو حکومت د کوټې-کراچۍ لویه لار له 'لک پاس' سیمې سره تړلې او لاریونوال ونه توانېدل چې کوټې ته ځانونه ورسوي. هماغه ده چې اوس احتجاجیانو د 'لک پاس' تونل بلې غاړې ته د مستونګ ضلعې (ولسوالۍ) اړوند سیمه کې پرلت پیل کړی دی.
ماهرنګ بلوڅ ولې نیول شوې؟
ډاکټره ماه رنګ بلوڅ د بلوڅانو د حقونو مدافع ده او له اوږدې مودې راهیسې یې په بېلابېلو بڼو له بلوڅانو سره د پاکستاني حکومت د چلن پر ضد اعتراضونه او احتجاجونه کړي دي.
اغلې بلوڅ تازه د نوبل سولې جایزې ته نومول شوې ده خو څو ورځې وړاندې د دې په ګډون د پاکستان حکومت ګڼ بلوڅ مشران او مشرانې ونیولې چې تر اوسه زنداني دي.
ښاغلي مېنګل ویلي چې حکومتي پلاوی د خبرو لپاره ورغلی و او دوی خپلې غوښتنې ورسره شریکې کړې دي.
د ده په وینا، که ښځينه بندیانې خوشې او د دوی غوښتنې ومنل شي، نو خپل اعتراض به بس کړي او کوټې ته له تګه به هم ډډه وکړي.
ښاغلي مېنګل همدا راز ویلي: "موږ وړاندیز ورته وکړ چې دا شپږ، اووه ښځې مو چې نیولې دي، هغوی خوشې کړئ او پر ځای یې زما په ګډون دا راغلي ۷۰۰ تنه ونیسئ."
خو دی وايي، داسې ښکاري چې حکومتي پلاوی کوم واک نه لري، نو ځکه یې تر اوسه د ځواب درک نه شته.
د ماه رنګ بلوڅ په ګډون بلوڅ مشران پر پاکستاني حکومت او پوځي ادارو تور پورې کوي چې د بلوڅانو په وژنو او جبري ورکېدا کې لاس لري او د دوی بنسټیز حقونه نه ورکوي.
خو یادې ادارې دا تورونه ردوي.
د یادولو ده چې د روانې میلادي میاشتې مارچ پر ۲۲مه د بلوڅانو یووالي کمیټې وویل چې د کوټې ښار پولیسو او انتظامیې د دې کمیټې مشره ډاکتره ماهرنګ بلوڅ له خپلو یو شمېر ملګرو سره نیولې ده.
اغلې بلوڅ او ملګرو یې د کوټې پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت پیل کړی و او په احتجاجونو کې د درېيو وژل شویو کسانو مړي یې هم له ځانه سره ایښي وو.
د بښنې نړیوال سازمان هم تېره اوونۍ (وری۴/مارچ۲۴) د ډاکټرې بلوڅ د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د اغلې بلوڅ نيول کېدل وغندل، دا یې "غیر قانوني" نیول وبلل او د هغې د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه يې وکړه.
د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسیا برخې پر اېکس لیکلي وو چې پاکستاني چارواکي بايد سملاسي ماهرنګ بلوڅ او نور ټول هغه کسان چې د "سولهييز لاريون د حق کارولو له کبله نيول شي" خوشي کړي.
ياد سازمان زياته همدا راز ویلي وو چې چارواکي بايد د بلوڅ فعالانو د غير قانوني توقيف اوږدولو لپاره "بې بنسټه قضيو" ته د پای ټکی کېږدي.
"امنیتي ستونزې"
په ټول بلوچستان کې د بلوڅ مشرانو او غړو د خوشي کولو په ملاتړ دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې له ځینو نورو اسلامي هېوادونو نه یوه ورځ په ځنډ په پاکستان کې نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. خو د کوټې ډېری سیلځایونه د خلکو پر مخ تړل شوي، چې حکومتي چارواکو یې لامل "امنیتي ستونزې" یادې کړې دي.
همدا راز په 'هرنايي' او 'زیارت' سیمو کې هم سیلانیانو ته ویل شوي چې تفریحي ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي.
د کوټې کمیسارۍ له لوري په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه "ایالت کې د روان ناوړه امنیتي وضعیت" له کبله په "هنه اوړک، کرخست او شعبان سیمو کې پر هر راز سیل او تفریح باندې تر امر ثاني پورې بندیز لګول شوی."
د اختر له لمانځونکو په زیارت او هرنايي سیمو کې غوښتل شوي چې د اختر په ورځو کې هلته له ساعتېرۍ ډډه وکړي.
له ځايي خلکو دا غوښتنه هم شوې چې له هستوګنیزو سیمو لېرې ځایونو ته دې نه ځي.
په بلوچستان کې له تازه پیل شوو احتجاجونو سره د حکومت له لوري دا محدودیتونه داسې مهال لګول کېږي چې څه موده مخکې د جعفر اېکسپرېس په نوم یوه ریل ګاډي باندې بلوڅ بېلتونپالو برید وکړ.
پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې تر یوې غونډې وروسته وویل چې په دغه هېواد کې د امن راوستلو لپاره به له "زور او پوځي اقدام" کار واخلي.
په هغه غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر په شمول د ګڼو سیاسي ګوندونو مشرانو، پوځي او د استخباراتي ادارو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
خو د ملتپالو په ګډون یې ځینو ګوندونو او شنونکو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې له زوره کار اخیستل به یوه "تېروتنه" وي.