د سوریې انتقالي حکومت لومړي وزیر د ټیکاو او کرارۍ غږ کړی

د عکس سرچینه، Telegram
- Author, ډېویډ ګرېتن
- دنده, بي بي سي
په سوریې کې د نوي انتقالي حکومت لومړي وزیر د خلکو لپاره اوس وخت دی، چې د بشار الاسد حکومت له ړنګېدو وروسته ''له ثتباته خوند واخلي او ارام واوسي.''
محمد البشیر د اسلامپالې ډلې هیئت تحریر الشام له لوري تر راتلونکې مارچ میاشت میاشتې پورې د حکومت چارو له ورسپارل کېدو وروسته له الجزیره خبري شبکې سره خبرې کړې.
د یادونې ده، چې نوموړی له دې مخکې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو په اداره کې د چارو مسوول و. بشیر په دمشق کې د خپل حکومت د چارواکو یوې غونډې مشري وکړه، چې د اسد حکومت مخکینۍ کابینې ځینو غړو هم پکې برخه درلوده.
د دې غونډې هدف د ادارو او موسساتو چارو سپارل بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي ویلي، یاغیان باید خپل ''ښه پیغامونه'' د عمل په ډګر کې پلي کړي.
په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، واشنګټن به په راتلونکي کې د سوریې هغه حکومت په رسمیت وپېژني او ملاتړ به یې وکړي، چې د معتبر او ټولګډونه بهیر په ترڅ کې رامنځته شي او لږکیو ته درناوی وکړي.
په ۲۰۱۱ کال کې اسد د سخت زور- ځواک کارولو له لارې دیموکراسۍ پلوی سوله ییز پاڅون وځاپه، چې له کبله یې ویجاړونکې کورنۍ جګړه پیل شوه. د دې اوږدې جګړې له کبله تر نیم میلیون پورې خلک ووژل شول او تر ۱۲ میلیون پورې خلک اړ شول، چې کور-کلی پرېږدي.
د روانې اونۍ له پیله مخکې د محمد البشیر په هکله د سوریې په شمال لوېدیځ کې له ادلیب او حلب سیمو بهر خورا لږ خلکو نوموړی پېژاند. د محمد البشیر ژوند لیک له مخې ده په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل مخکې د ګازو تولید په یوه کار ځای کې د الیکترونیکي انجینئر په توګه دنده درلوده.
په تېره جنورۍ میاشت کې بیا هیئت تحریر الشام ډلې دی د نجات حکومت (اېس جي) لومړي وزیر په توګه وټاکه، چې دغې ډلې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د چارو سمبالښت لپاره تشکیل کړی و. اېس جي د یوه دولت په توګه د عدلیې، امنیت وزارتونه او ادارې درلودې او د اسلامي قوانینو په رڼا کې یې یوه مذهبي شورا رامنځته کړې وه.
نژدې څلور میلیونو کسانو، چې ډېری یې په هېواد کې دننه بې ځایه شوي خلک وو، د دې حکومت تر کنټرول لاندې ژوند کاوه.
کله چې روانه میاشت هیئت تحریر الشام ډلې او متحدینو پر حلب ولکه وکړه، ادارو کار بند کړ، اېس جي مسوولینو د چارو واګې سمبال کړې.

په ورته مهال رپوټونه وايي، تخنیکي کسانو د برېښنا او مخابراتي شبکو ترمیم کې مرسته کړې، امنیتي ځواکونو په لارو، کوڅو کې ګزمې کولې، روغتیا پالانو په روغتونونو کې رضاکارانه خدمت کړی او خیریه موسسو خواړه وېشل.
په یوه ویډیو کې چې د دوشنبې پر ورځ د هیئت تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني او محمد الجلالي تر منځ غونډه کې ثبت شوې، الجولاني ښاغلي جلالي ته وايي، ''دا سمه ده، چې ادلیب یوه کوچنۍ سیمه ده، چې لږ سرچینې لري، خو دوی (اېس جي) له صفره پیل کړی او اوس دوی ډېره د لوړ معیار تجربه لري.''
نوموړي زیاته کړه، ''موږ به ستاسې له تجربو زدکړه کوو، موږ به هېڅکله تاسو رد نه کړو.''
پر پنجنشبه بیا د ښاغلي بشیر داسې تصویرونه خپاره شول، چې نوموړی د اېس جي وزیرانو او هغو وزیرانو غونډې مشرتابه په حال کې لیدل کېږي، چې د ښاغلي جلالي په کابینه کې یې کار کړی دی. نوموړی د سوریې اپوزېسیون او هیئت تحریر الشام بیرغونو تر څنګ ناست و.
ښاغلي بشیر له دې غونډې وروسته له الجزیره خبري شبکې سره مرکه کې وویل، "[موږ] به د پخواني حکومت ځینو غړو او د ادلیب او شاوخوا سیمو ځینو مدیرانو ته بلنه ورکړو، چې د راتلونکو دوو میاشتو لپاره ټولې اړینې چارې ترتیب کړي. تر هغه مهاله چې موږ د اساسي قانون له مخې یو داسې نظام ولرو، چې د سوریې خلکو ته خدمت وکړي.''
نوموړي زیاته کړه، ''موږ نورې غونډې هم کوو، چې ادارې بېرته فعالې شي او وکولای شي او په سوریه کې زموږ د خلکو لپاره خدمت وکړي.''
بل لور پر همدې پنجشنبه د یاغیانو مشر حسن عبدالغني وویل، د ده ځواکونو د سوریې په ختیځ کې یې د دیرالزور ښار نیولی دی. له دې مخکې تېره جمعه د سوریې کردانو ځواکونو دا ښار نیولی و.











