د امریکا دويمه مېرمن اوشا ونس څومره پېژنئ؟

Usha Vance speaks at a podium

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جود شيرين
    • دنده, بي بي سي، واشنګټن

د امریکا د دویمې مېرمنې په توګه اوشا ونس هغه رول لوبوي چې د واشنګټن په سياسي صحنه کې دومره مهم نه ګڼل کېږي، داسې رول چې ښايي د هغه چا لپاره مناسب وی چې هېڅکله يې د خلکو پام نه وي ور اړولی.

د هغې د ملګرو په وینا، ۳۹ کلنه اوشا ونس وړاندې نه يوازې چې څنډې ته نه وه بلکې د خپل خاوند، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس، په چټک سیاسي پرمختګ کې يې هم مهم رول درلود.

نوموړې ته وروسته له هغه د رسنيو پام ور واوښت چې مېړه يې د امریکا مرستيال ولسمشر شو او اوس يې ګرينلډ ته وروستی سفر د خبرونو سرټکی وګرځېد.

اوشا ونس د کډوالو یوه زیارکښه لور ده، چې د کېمبرېج پوهنتون، ییل پوهنتون، او سترې محکمې له لوړو اکاډمیکو کړيو تېره شوې او د عامه ژوند لوړو پوړیو ته رسېدلې ده. نوموړې د ډېرو مینوالو لپاره د "امریکایي خوب" یوه غوره بېلګه ده.

حتی د هغې خاوند، ۴۰ کلن جې ډي ونس، هم د هغې له سترو علمي لاسته راوړنو اغېزمن ښکاري.

JD and Usha Vance at a diner in St Cloud, Minnesota, on 28 July 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

اوشا ونس (ني چيلوکوري) د کالیفورنیا ایالت د سن ډیاګو ښار په کارګره‌ کورنۍ کې زيږېدلی او رالويه شوې ده. پلار یې میخانیکي انجنیر او مور یې د مالیکولي بیولوژۍ متخصصه وه، چې د هند له اندرا پردېش څخه امریکا ته کډواله شوې وه.

اوشا د امریکا له ییل پوهنتونه د تاریخ په برخه کې لیسانس ترلاسه کړ، او بیا یې د کېمبرېج پوهنتون کې د ابتدایي عصري تاریخ برخه کې ماسټري وکړه.

اوشا ونس په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال چې په ييل پوهنتون کې پر زدکړو بوخته وه په امریکا کې د "سپين پوستو مخ پر ځوړ ټولنيز حالت" تر سرلیک لاندې د بحث پر مهال له جې ډي ونس سره اشنا شوه.

همدې تجربې د جې ډي ونس پر مشهور هېلبېلي اېلګي کتاب اغېز درلود. د دې کتاب پر بنسټ وروسته په ۲۰۲۰ کال کې فلم هم جوړ شو.

The Vances arrive on New Year's Eve 2024 at Donald Trump's Mar-a-Lago club in Palm Beach, Florida

د عکس سرچینه، Getty Images

ونس په خپل کتاب کې ليکلي چې له لومړنۍ ليدنې وروسته يې هغې ته وويل چې مينه ورسره لري.

د اوشا ونس د ییل پوهنتون ټولګوال هغه د يوې داسې محصلې په توګه یادوي چې، د سخت رقابتي چاپېریال سربېره به يې، تل نورو ته د مرستې لاس ورکاوه.

چارلس ټېلر، چې اوس د قانون پروفیسور دی، بی بي سي ته وويل، اوشا ونس به خپلو همزولو ته مشورې ورکولې چې څنګه د قضا په برخه کې دندو لپاره غوښتنليکونه ورکړي.

The Vances vote in Cincinnati, Ohio, on 5 November 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه بل ټولګيوال يې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، "هغې فوق‌العاده زده‌کړې کولې، زموږ د حقوقو پوهنځي تر ټولو غوره محصله وه. کله ناکله، چې زده‌کوونکي دومره بریالي وي، نو هڅه کوي چې له نورو ټولګيوالو یو ګام مخکې وي خو هغه تل خپل لیکلي یادښتونه له نورو سره شریکول. دا یادښتونه به ډېر ښه ترتیب او تنظیم شوي وو، هر څه سم برابر و."

ټېلر وايي، اوشا ونس پر خپل خاوند ډېره اغېزه لري، که څه هم دوی دواړه "ډېره مساوي ملګرتيا لري."

یوه بله ملګرې یې هم ورته نظر لري. "هغې تل د ونس لپاره د فکري ستنې په څېر وه او د ييل پوهنتون راهيسې، نژدې د هغه د روحاني لارښود په څېر وه".

JD Vance and his wife Usha Vance depart in Greenville, North Carolina, on 14 September 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغې مېړه تل د "ووک" پر نظريو چې د ده په وینا ديموکراتان يې عاموي نیوکه کړې خو اوشا تر يوې لسيزې دمخه په رسمي ډول د ديموکرات ګوند غړې وه.

تر تېر دوبي پورې، نوموړې د سان‌ فرانسسکو د مونګر، ټول او اولسن په حقوقي شرکت کې وکيله وه چې ځان په "بنسټيز ډول پرمختللی" څرګندوي.

خو همدا ډول يې یو مهال، د برېټ کاونا چې اوس د کولمبيا ايالت د استناف په محکمه کې قاضي دی او وروسته د سترې محکمې د قاضي القضات جان رابرټس سره کار کړی چې دواړه د هېواد په ستره محکمه کې د محافظه کار اکثريت مهمې څېرې دي.

يو څه چې دا ځواکمنه جوړه پرې په بشپړ ډول همغږې ښکاري د کورنۍ اهميت دی.

اوشا او جې دي ونس په ۲۰۱۴ کال په کنټاکي کې واده وکړ چې اوس دری ماشومان دوه زامن ايوان او وېوېک او يوه لور ميرابېل لري.

The Vances kiss at the 2024 Republican National Convention in Milwaukee, Wisconsin, on 17 July 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېر کال اګست مياشت کې له فاکس نيوز سره په مرکه کې اوشا ونس وويل چې د جې ډي ونس د یوې مینه‌ناکې کورنۍ پر کلتوري ارزښت ټینګار، نه یوازې د هغه له خپل ماشومتوبه سرچینه اخلي، بلکې دا یې هم درک کړې چې "زما له‌خوا د کورني ثبات او سکون احساس د دې له امله دی چې زه پخپله د ډېرې ملاتړ کوونکې کورنۍ غړې وم، او ما تل باور درلود چې هر څه به سم شي، ځکه زه یوازې نه وم."

په هند کې د اوشا ونس د ژوند کیسه د ډېرو په ځانګړې توګه د هغې د خپلوانو لپاره د وياړ خبره ده.

په اندرا پردېش کې د هغې يوې سپين سرې خپلوانې چلوکوري شانتاما بي بي سي ته وويل چې د امریکا د دویمې مېرمنې بریا ورته حیرانوونکې نه ده، ځکه چې هغه د هندو پوهانو له کورنۍ ده.

په اندرا پردېش کې د فزيک یو پروفيسور چلوکوري سانتم وايي، "په یوه بهرني هېواد کې برياليتوب ته رسېدل او وياړونه ګټل اسانه نه دي. اوشا نېکمرغه ده چې هغه ځایته رسېدلی چې په ميليونونو کې يو کس ورته رسېدی شي."

Chilukuri Santhamma, great-grand aunt of Usha Vance, at her residence in Visakhapatnam, Andhra Pradesh, India

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چلوکوري شانتاما، د اوشا خپلوانه