قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي‌بي‌سي

د قزاقستان د انرژۍ وزارت مرستیال یرلان اکنژانوف پرون سه‌شنبې د قزاقستان – افغانستان سوداګریز فورم ته په وینا کې ویلي چې هېواد یې له ترکمن چارواکو سره د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګاز نل‌لیکې یا ټاپي پروژه کې د برخې اخیستو په اړه د خبرو په حال کې دی.

هغه ویلي، له ټاپي پروژې سره د قزاقستان بریالي یو ځای کېدل به د ګازو په برخه کې د دولتونو تر منځ همکاریو ته نوې لارې پرانیزي.

د راپورونو له مخې د قزاقستان د انرژۍ وزارت او د ترکمنستان ترکمن‌ګاز دولتي شرکت تېره میاشت د ګاز صنعت په برخه کې د همکاریو یوه هوکړه هم لاسلیک کړې.

دغه راز د ترکمنستان د ګازو او تېلو د سکتور چارواکو د متحده عرب اماراتو او سوېلي کوریا له دوو شرکتونو سره هم په دې اړه په جولای کې خبرې کړې چې څرنګه د ټاپي ګاز نل‌لیکې په خاطر د ترکمن ګېلېنېش ګازي ساحې جوړولو په درېیم پړاو کې قزاقستان هم ورښکېل کړي.‎

ټاپي به ۱۸۱۴ کېلومتره اوږدوالی ولري چې ۲۱۴ کيلومتره یې په ترکمنستان، ۷۷۴ کيلومتره یې په افغانستان او ۸۲۶ کیلومتره به یې د پاکستان په خاوره کې تر هنده غځول کېږي.

ټاکلې دغه نل‌لیکه هر کال د ترکمنستان په ګالکينېش کې د ګازو له ساحې ۳۳ ميلیارده مکعبه ګاز د هند تر فازلیکه پورې د هرات، کندهار، کوټې او ملتان له لارې ولېږدوي.

خو د ترکمنستان ګالکېنېش ګازي ساحه اوس په کال کې تر شل ميلیارده متر مکعبه ګاز تولیدولی شي، په داسې حال کې چې دیارلس ميلیارده متر مکعبه نور ګاز هم باید تولید کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سرچينو هم بي‌بي‌سي ته ویلي، په ګالکېنېش ساحه پراختیا کې د قزاقستان ګډون او ممکنه مالي ونډه اخیستنه په ټوله کې له دې پروژې سره مرسته کولی شي.

قزاقستان افغانستان ته د ګاډو په صادرولو غور کوي

بله خوا، قزاق چارواکي وايي له افغانستان سره يې په نورو برخو کې هم پر همکاریو خبرې کړې.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومانګارین د افغانستان قزاقستان سوداګریز فورم ته دا هم ویلي چې د دې امکان سنجوي چې څرنګه خپل جوړ ګاډي د افغان لوري په غوښتنه هغه هېواد ته صادر کړي.

هغه که څه هم په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي چې پلان لري چې په افغانستان کې د دغو ګاډو د پلور او ترمیم ځايي مرکزونه جوړ شي. د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې دا غوښتنه د افغان لوري لخوا ورته شوې.

د افغانستان د قېمتي ډبرو پروسس

د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر ویلي چې د افغانستان د ځمکنیو زېرمو په راسپړلو او قېمتي ډبرو پروسس کولو کې يې د ګډو پروژو پر عملي کولو هم له افغان لوري سره خبرې کړې.

روانه اونۍ د افغان - قزاق سوداګریز فورم په اوږدو کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د قزاقستان د مرستیال لومړي وزیر ترمنځ د سوداګریزې لارنقشې قرارداد هم لاسلیک شوی و.

د دې نوې هوکړې له مخې به دواړه هېودونه هڅه کوي چې د خپلمنځي سوداګرۍ کچه د کال درې میلیارد ډالرو ته ورسوي.

پر دې سربېره روانه اونۍ د قزاقستان په پلازمېنه آلماتا کې د افغان – قزاق صنعتي او سوداګریز نندارتون جوړ شوی چې په ترڅ کې يې د افغان او قزاق شرکتونو ترمنځ د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شول.