د پاکستان پوځ: د واک پر هوس اخته ډلې داسې چارې وکړې، چې دښمن یې په کولو نه و بریالی شوی

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پوځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر نیول کېدو او تر هغې را وروسته دغه هېواد کې پیل شویو احتجاجونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې 'ای اېس پي ار' ویلي، د مې نهمه به تل د یوه تور څپرکي په توګه په یاد پاتې شي.

د ای اېس پي ار اعلامیه کې راغلي چې د "احتساب ملي بیرو 'نېب' اعلامیې له مخې د پي ټي ای مشر د قانون پر بنسټ د اسلام اباد لوړه محکمه کې ونیول شو. تر دې نیونې سملاسي وروسته په منظم ډول د پوځ پر املاکو او تاسیساتو بریدونه وشول او د پوځ خلاف شعارونه ورکړ شول. "

اعلامیه کې زیاته شوې 'دغه شر خوښي عناصر له یوې خوا د خلکو جذبات خپلو محدودو او خود غرضه اهدافو ته د رسېدو لپاره کاروي، او له بلې خوا له دې هم نه ستړي کېږي چې د خلکو سترګو ته د خاورو په شیندلو سره د پوځ اهمیت ته زیان واړوي، چې دا د دوی د دوه مخیتوب مثال دی."

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي کوم کار چې د هېواد دایمي دښمن په ۷۵ کلونو کې ونشو کړای، هغه کار د واک پر هوس دې اخته ډلې په سیاسي جامه کې ترسره کړه.

د یادونې ده چې سې شنبه د عمران خان تر نیول کېدو وروسته راوتلو احتجاج کوونکو راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ او لاهور کې د قول اردو پر ودانۍ چپاو ور وړ.

له تاوتریخوالي په دغو ډکو احتجاجونو کې په ځايي وخت د چارشنبې تر ماښامه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپي شوي وو.

لاهور

ای اېس پي ار ویلي چې "پوځ له ځانه ډېر زیات صبر، زغم او استقامت وښود – د خپل حیثیت پروا یې هم ونه ساتله او د هېواد د سترو ګټو لپاره یې انتهايي صبر او زغم وکړ."

د پاکستان پوځ وايي د یوه شوم پلان پر بنسټ د رامنځته شوي وضعیت له مخې دا پرېوتې هڅه وشوه چې پوځ سملاسي غبرګون وښيي، چې هغه بیا د خپلو شومو سیاسي اهدافو لپاره وکارولی شي. خو د پوځ پاخه غبرګون دا دسیسه ناکامه کړه.

ای اېس پي ار دا هم ویلي چې ګوندې دوی ښه خبر دي چې د دې هڅې تر شا د ګوند د ځینو شر خوښو مشرانو حکمونه، لارښوونې او له وړاندې بشپړ پلان و او شته.

ای اېس پي ار اعلامیه کې ویل شوي "په دغو کړنو چې کوم اسانچاري، پلان جوړونکي او سیاسي څېرې ښکېلې دي، هغوی پېژندل شوي او د هغوی خلاف به د قانون پر بنسټ پریکنده ګامونه واخیستل شي او دغه ټول شر خوښي عناصر به اوس پخپله د دغو پایلو مسوول وي. "

د پاکستان پوځ دا خبرداری هم وکړی، چې پوځ به تر دې وروسته له نورو ټولو قانون پلي ادارو سره په ګډه پر پوځي او دولتي ودانیو هر ډول برید ته سخت غبرګون وښيي، چې "ټوله پړه به یې بیا پر همدې ډلې وي، چې پاکستان کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهي، او برملا یې په بیا بیا په دې اړه څرګندونې هم کړې."

د یادونې ده چې تر پنجاب وروسته خیبرپښتونخوا کې هم چارواکو د حالاتو کابو ساتلو لپاره له پوځ مرسته غوښتې.

ای اېس پي ار وايي، هېچا ته د ولس د ځورولو او بې قانونۍ اجازه نشي ورکول کېدای.