د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول ناقانونه وبلل او د خوشي کېدو امر یې وکړ

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیول کېدل ناقانونه وبلل او د نوموړي د خوشي کېدو امر یې کړی دی. د تحریک انصاف ګوند وکیلانو سترې محکمې ته د ښاغلي خان د نیول کېدو پر ضد عریضه کړې وه. وړاندې د سترې محکمې مشر حکم کړی و چې عمران خان دې یوه ساعت کې محکمې ته حاضر کړل شي. د پاکستان پولیس وايي، د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته احتجاجونو کې تر اوسه اته کسان وژل شوي او نژدې ۲۰۰۰ کسان نیول شوي دي.

ژوندی پوښښ

  1. د پاکستان تحریک انصاف ګوند کوم مشران نيول شوي او چېرته بنديان دي؟

    د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خپلو نيولو شويو مشرانو نوملړ له بي بي سي سره شريک کړی دی.

    تحريک انصاف ګوند ادعا کوي چې د دوی ۲۴ مشران دا مهال په بند کې دي.

    د تحريک انصاف ګوند نيول شوي مشران

    د عکس سرچینه، PTI

  2. عمران خان د جمعې په ورځ وينا کوي

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، "د ټول هېواد څخه په زرګونو سوله اييز پاکستانيان به سبا سهار له عمران خان سره د يووالي او پيوستون په موخه اسلام اباد کې راټول شي."

    د پاکستان تحريک انصاف ګوند په رسمي ټوېټر پاڼه ويلي، "اسلام اباد کې لوړه محکمې کې له حاضرېدو وروسته به عمران خان وينا وکړي."

  3. د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیول کېدل ناقانونه وبلل او د خوشې کېدو امر یې وکړ.

    خو د عمران خان نيولو پايله کې له تاوتريخوالي ډک پراخ احتجاجونو وپارېدل، چې بېلابېلو ځايونو کې يې له امله لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي. رحمان الله له پېښوره نور حال ورکوي.

  4. عمران خان وايي له نيونې وروسته د "تاوتریخوالي‌ پېښو مسوول نه دی"

    د پاکستان ستره محکمه کې عمران خان ويلي، کله چې د اسلام اباد له لوړې محکمې ونيول شو، هغوی پرې "د ډنډو ګوزارونه وکړل او داسې له مجرم سره هم نه کېږي."

    په ستره محکمه کې قاضي‌القضات عمران خان ته وويل، "تاسو زموږ لپاره يو مقام لرئ او موږ تاسو ته د يوه مهم مشر په سترګه ګورو."

    قاضي القضات له عمران خان وغوښتل چې له نيولو وروسته د تاوتريخوالي د پېښو غندنه وکړي خو په ځواب کې نوموړي وويل، د ده له نيولو وروسته د تاوتريخوالي د پېښو مسوول نه دی.

    نوموړي زياته کړه کوم ګوند چې ټاکنې غواړي هغه څنګه تاوتريخوالی غوښتلی شي.

  5. وروستی, د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول ناقانونه وبلل او د خوشي کېدو امر یې وکړ

    د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیول کېدل ناقانونه وبلل او د خوشې کېدو امر یې وکړ.

    د تحریک انصاف ګوند وکیلانو سترې محکمې ته د ښاغلي خان د نیول کېدو پر ضد عریضه کړې وه.

    وړاندې د سترې محکمې مشر حکم کړی و چې نوموړی دې یوه ساعت کې محکمې ته حاضر کړل شي.

    په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې عمران خان سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي.

    دا لومړی ځل دی چې له نیولو وروسته یې د ښاغلي خان ويډیو خپرېږي.

    عمران خان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  6. وروستی, عمران خان د پاکستان سترې محکمې ته وړل شوی

    د پاکستان د سترې محکمې د مشر په امر د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر دغې محکمې ته وړل شوی دی.

    وړاندې د سترې محکمې مشر حکم کړی و چې نوموړی دې یوه ساعت کې محکمې ته حاضر کړل شي.

    په خپره شویو وېډیو ګانو کې لېدل کېږي چې د موټرو یو لوی کاروان اسلام اباد کې د سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي.

  7. د پاکستان ستره محکمه: عمران خان دې په یوه ساعت کې محکمې ته وړاندې شي

    Pakistan

    د عکس سرچینه، Supreme Court of Pakistan

    د پاکستان سترې محکمې مشر امر کړی چې د تحریک انصاف ګوند مشر دې په یوه ساعت کې محکمې ته وړاندې شي.

    د سترې محکمې مشر عمر عطا بندیال په خپل حکم کې ویلي چې د محاکمې پرمهال به د عمران خان له استازو، د احتساب له ملي ادارې او څارنوالانو پوښتنې کېږي.

    له دې وړاندې د سترې محکمې قاضي ویلي و چې د احتساب ادارې د عمران خان په نیولو کې د محکمې سپکاوی کړی.

    قاضي اطهر من الله ویلي "د احتساب ادارې قانون په خپل لاس کې اخیستی دی، هڅه کوي عمومي استازي یا د خلکو استازي په دا ډول ونیسي."

    د محکمې د قاضیانو له درې کسیزې ډلې څخه قاضي اطهر من الله وايي:" ایا دا به ښه نه وای چې د تورن کس له نیولو مخکې د احتساب ادارې له سترې محکمې سره اړیکه نیولې وای؟"

    قاضیانو د احتساب پر ملي ادراې تور پرې کړی چې په خپلسرو کړنو یې پاکستان ته ډېر زیان اړولی دی.

    بلخوا د عمران خان يو بل وکيل سلمان صفدر ويلي: "کله چې عمران د اسلام اباد عالي محکمه کې نېول کېده، هغه مهال د رېنجرز ځواکونو سره د احتساب ادارې کوم چارواکی نه و."

    رینجرز نیمه پوځي ځواکونه دي چې عمران خان یې د محکمې له ودانې را ویست او موټر ته یې پورته کړ.

  8. د عمران خان له نیول کېدو وروسته لاریونونه: د نیول شویو لاریون کوونکو شمېر ۲۲۱۷ ته ورسېد

    د پنجاب د پولیسو په وینا، په دولتي او شخصي ادارو د بریدونو، ورانکاریو، ودانیو او توکو ته د اور لګولو په تور د نیول شویو کسانو شمېر ۲۲۱۷ ته رسېدلی دی.

    د يادونې وړ ده، چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳/۰۵/۰۹) د عمران خان له نيول کېدو وروسته تر ټولو زيات قهرجن لاريون کوونکي په پنجاب ايالت کې نيول شوي دي.

    په خیبر پښتونخوا او ځینو نورو سیمو کې هم ګڼ کسان نېول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې د عمران خان د ګوند لوړ پوړي مشران هم شامل دي.

  9. عمران خان ولې ونیول شو؟

    پاکستاني چارواکي وايي، نوموړی د فساد په هکله د یوې قضیې پلټنو کې له چارواکو سره د همکارۍ نه کولو له کبله نیول شوی. په دې قضیه کې پر عمران خان تور دی، چې کله لومړی وزیر و، د سیاسي ملاتړ بدل کې یې ځمکه د رشوت په توګه ترلاسه کړې.

    دا قضیه په پاکستان کې د ځمکو پیر او پلور یوه خورا لوی کاروباري ملک ریاض حسین له لوري د پیسو (سپینولو) په تړاو د جرمونو مخنیوي لپاره د بریتانیا ملي ادارې د یوې پلټنې پر شاوخوا راڅرخي.

    په دې اړه نور مالومات په دې رپوټ کې ولولئ.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  10. محکمې د عمران خان مېرمنې، وکیل او ډاکټر ته اجازه ورکړې چې له خان سره وویني

    د محکمې قاضي محمد بشير د عمران خان مېرمنې بشرا بي بي، د نوموړي وکيل خواجه حارث او د هغه د روغتیا پالې ډلې مشر ډاکټر فيصل ته اجازه ورکړې چې له عمران خان سره وګوري.

    محکمې په خپل حکم کې ویلي، چې بشرا بي بي په ټیلیفون هم ورسره خبرې کولی شي.

    همدارنګه یاد حکم کې راغلي، چې د عمران خان مېرمن او د کورنۍ نور غړي یې له عمران خان سره د زندان پر مهال لیدلی شي.

    محکمې دا لارښونه هم کړې، چې ډاکټر فیصل دې د هغه روغتیايي ټیم غړی شي، چې د عمران خان د نظربندۍ پر مهال د نوموړي روغتیايي معاینات کوي.

  11. پاکستان کې د روانو لاریونونو په لړ کې تر دې دمه له ۱۹۰۰ زیات کسان نیول شوي

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان له نیول کېدو راهیسې په ټول هېواد کې له۱۹۰۰ډېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

    د دوی له ډلې تر ټولو زيات کسان په پنجاب ایالت کې نيول شوي.١٨٠ کسان په اسلام اباد کې نیول شوي. ۸۰ کسان په خیبر پښتونخوا کې نیول شوي او له ټول ټال ۱۹۰۰ کسانو څخه ۱۶۵۰ تنه یې یوازې په پنجاب کې نیول شوي دي

    د پي ټي ای له خوا په پلازمېنه اسلام اباد، خيبر پښتونخوا او پنجاب کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي.

  12. د پاکستان پنجاب کې نژدې ۱۶۵۰ مظاهره کوونکي نیول شوي

    د پاکستان پنجاب ایالت پولیس وايي، داسې ۱۶۵۰ کسان یې نیولي چې د اړودوړ په وروستیو پېښو کې ښکېل وو. د پنجاب پولیسو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د اخ و ډب په وروستیو پېښو کې د پولیسو نژدې ۱۵۰ پولیس ټپیان شوي دي. پنجاب پولیس دغه راز وايي، داسې نژدې اویا ګاډي یا سوځول شوي یا زیان ورته رسول شوی، چې پولیس یې کاروي.

  13. پاکستان کې اوس هم انټرنېټي خدمتونه عادي حالت ته نه دي ګرځېدلي

    پاکستان کې اوس هم انټرنېټي خدمات په بشپړه توګه فعال نه دي او د فېسبوک او یو ټیوب په ګډون خواله رسنۍ هم په عادي توګه فعالیت نه کوي. نېټ بلاکس نومې اداره چې په نړیواله کچه انټرنېټ ته لاسرسی څاري وايي، د پاکستان په ډېرو سیمو کې انټرنېټي خدمتونه ګډوډ دي او کاروونکي نه شي کولای په عادي توګه ټویټر، یو ټیوب او فېسبوک وکاروي.

    د یادونې ده، چې د سې شنبې پر ورځ د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته پاکستان حکومت په دې هېواد کې د انټرنېټ سرعت سوکه کړی دی او له هغه راهیسې موبائل ډیټا، تري جي او فور جي خدمتونه اغېزمن شوي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. د پاکستان بهرنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قریشي نیول شوی

    تېره ورځ د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د نوموړي تحریک انصاف پاکستان ګوند د مشرتابه یو شمېر غړي یو په بل پسې نیول شوي دي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر او د بهرنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قریشي نن چهارشنبه پاکستاني چارواکو نیولی دی.

    له نیول کېدو مخکې نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، دا د حقیقي ازادۍ تحریک دی، چې موږ ټول پکې ونډه لرو. ښاغلي قریشي ویلي: ''عمران خان ما ته مسوولیت سپارلی و، ما د دې مسوولیت پوره کولو هڅه کړې او کوم یې.''

    نوموړي زیاته کړې: ''که زه نور فرصت و نه مومم، نو غواړم پیغام پرېږدم چې زموږ د رښتیني ازادۍ مبارزه باید روانه وي او د عمران خان د ازادۍ تر مهاله باید خپلو هڅو ته دوام ورکړو.''

    قریشي
  15. پېښور کې د وسلې دکان لوټ شوی

    د پېښور په هشنغر سیمه کې نامعلومو کسانو د وسلې یو دکان چور کړی دی. په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې خلک له دکانه وسله اخلي او له ځان سره یې وړي. ځايي پولیس وايي، په لوټ شوې وسله کې تفنګچې، ټوپک، کلاشنکوفونه او ځینې نورې وسلې شاملې دي.

    بل لور په خیبر پښتونخوا کې د نیول شوي عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو ځايي مشر شوکت یوسفزی وايي، د دوی د لاریون کوونکو پلویانو په منځ کې ځینې ورانکار کسان شامل شوي، چې دا ډول فعالیتونه کوي، خو د دوی ګوندي ملګري سوله ییز احتجاج کوي.

    نوموړی وايي، تېره ورځ دغه ډول کسانو د ده ګرېوان ته لاس واچاوه، چې خپلو ګوندي ملګرو ترې وژغوره.

  16. پېښور کې ناپېژاندو کسانو پر ټاکنو کمېسیون یرغل کړی

    د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان ټاکنو کمېسیون ویاند وايي، ناپېژاندو کسانو د دې کمېسیون پر ځایي دفتر یرغل کړی. د ویاند په خبره د کمېسیون ټولو اسنادو ته اور ورته کړی او د دفتر سامان الات یې لوټ کړي دي.

    ویاند زیاتوي یرغلګرو په دفتر کې ولاړو ګاډو ته زیان رسولی او موټر سایکلونو ته یې هم اور ورته کړی دی. په دې پېښه کې د کمېسیون دفتر ودانۍ ته هم زیان اوښتی.

  17. د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ مشر فواد چودري نیول شوی

    پاکستان

    د عکس سرچینه، PTIofficial

    پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ مشر فواد چودري نیول شوی دی.

    د هغه ورورو فیصل چودري بي بي سي ته تایید کړې چې ورور یې د سترې محکمې مخ کې نیول شوی.

    خو هغه دا نه دي ویلي، چې پولیسو فواد چودري د کومې قضیې له مخې نیولی.

    د ځايي پولیسو په وینا فواد چودري د ۱۷ یم پي او له مخې نیول شوی.

    هغه نن چارشنبه سهار د سترې محکمې مخ ته رسنیو ته ویلي و چې د پاکستان وضعیت خورا ترینګلی دی او دا چې ګوندې ستونزې د یو بل د نه منلو له لارې نه هوارېږي.

  18. شهباز شریف: شخصي او دولتي املاکو ته زیان اړول ترهګري ده

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ولس نوي خطاب کې ویلي چې عمران خان د فساد یوه قضیه کې نیول شوی دی.

    د هغه په وینا د عمران خان خلاف قضیه د احتساب ملي اداره څېړي.

    شهباز شریف ویلي "د القادر ټرسټ قضیې ټول ثبوتونه او شواهد موجود دي. د ۱۹۰ میلیون پاونډو معامله یې پاکټ کې بنده پر کابینې منظور کړې. کابینه په بشپړ ډول تېاره کې ساتل شوې ده."

    د پاکستان لومړي وزیر ولس ته وینا کې زیاته کړې چې شخصي او دولتي تاسیساتو ته زیان رسول ترهګري او له هېواد سره دښمني دي.

    شهباز شریف وايي عمران نیازي او د پي ټي ای مشرتابه حساسو دولتي او خصوصي املاکو ته زیان رسولی، او دا چې ګوندې د پاکستان خلکو پخوا داسې صحنې نه وې کتلې.

  19. پاکستان کې د احتجاجونو دوام؛ د وژل شویو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شو, محمد زبیر خان

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Reuters

    پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته په پیل شویو احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لسو ته لوړ شوی دی.

    رپوټونو کې راغلي چې نن چارشنبه دوه نور کسان د خیبرپښتونخوا کوهاټ کې په ډزو لګېدلي او وژل شوي دي.

    دغلته درې نور کسان ټپي شوي هم دي.

    تر دې وړاندې د پښتونخوا په مرکز پېښور او دیر کې هم پر تاوتریخجنو لاریونوالو د ډزو پېښې ثبت شوې وې.

    د کوهاټ د پولیسو ویاند ویلي، احتجاج کوونکو لومړی سهار مهال پر پوهنتون چپاو وروړ – بیا کوهاټ روډ ته ووتل او پر تاوتریخوالي یې لاس پورې کړ او ورپسې پر زندان د برید هڅه وکړه، چې مخنیوی یې وشو.

    پولیسو ويلي پېښه کې دواړه وژل شوي او ټپیان د کوهاټ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.

    عیني شاهدانو وايي، د دواړو خواو ترمنځ څو دقیقې ډزې هم تبادله شوې او بیا د تحریک انصاف ګوند پلویان له سیمې ولاړل.

  20. وروستی, د پاکستان پوځ: ورانکاره کړنو کې د ښکېلو کسانو خلاف به پرېکنده ګامونه واخیستل شي

    اسلام اباد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان پوځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر نیول کېدو او تر هغې را وروسته دغه هېواد کې پیل شویو احتجاجونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

    د پوځ د عامه اړیکو څانګې 'ای اېس پي ار' ویلي، د مې نهمه به تل د یوه تور څپرکي په توګه په یاد پاتې شي.

    د ای اېس پي ار اعلامیه کې راغلي چې د "احتساب ملي بیرو 'نېب' اعلامیې له مخې د پي ټي ای مشر د قانون پر بنسټ د اسلام اباد لوړه محکمه کې ونیول شو. تر دې نیونې سملاسي وروسته په منظم ډول د پوځ پر املاکو او تاسیساتو بریدونه وشول او د پوځ خلاف شعارونه ورکړ شول. "

    اعلامیه کې زیاته شوې 'دغه شرخوښي عناصر له یوې خوا د خلکو جذبات خپلو محدودو او خود غرضه اهدافو ته د رسېدو لپاره کاروي، او له بلې خوا له دې هم نه ستړي کېږي چې د خلکو سترګو ته د خاورو په شیندلو سره د پوځ اهمیت ته زیان واړوي، چې دا د دوی د دوه مخیتوب مثال دی."

    اسلام اباد
    د عکس تشریح، لاهور کې د پوځ د قول اوردو مخه

    د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي کوم کار چې د هېواد دایمي دښمن په ۷۵ کلونو کې ونشو کړای، هغه کار د واک پر هوس دې اخته ډلې په سیاسي جامه کې ترسره کړه.

    ای اېس پي اردا هم ویلي چې "پوځ له ځانه ډېر زیات صبر، زغم او استقامت وښود – د خپل حیثیت پروا یې هم ونه ساتله او د هېواد د سترو ګټو لپاره یې انتهايي صبر او زغم وکړ."

    د پاکستان پوځ وايي د یوه شوم پلان پر بنسټ د رامنځته شوي وضعیت له مخې دا پرېوتې هڅه وشوه چې پوځ سملاسي غبرګون وښيي، چې هغه بیا د خپلو شومو سیاسي اهدافو لپاره وکارولی شي. خو د پوځ پاخه غبرګون دا دسیسه ناکامه کړه.

    ای اېس پي ار دا هم ویلي چې ګوندې دوی ښه خبر دي چې د دې هڅې تر شا د ګوند د ځینو شر خوښو مشرانو حکمونه، لارښوونې او له وړاندې بشپړ پلان و او شته.

    عمران خان

    د عکس سرچینه، Social Media

    د عکس تشریح، راولپندۍ کې د پاکستان پوځ د مرکزي قوماندانۍ مخه

    ای اېس پي ار اعلامیه کې ویل شوي "په دغو کړنو چې کوم اسانچاري، پلان جوړونکي او سیاسي څېرې ښکېلې دي، هغوی پېژندل شوي او د هغوی خلاف به د قانون پر بنسټ پریکنده ګامونه واخیستل شي او دغه ټول شر خوښي عناصر به اوس پخپله د دغو پایلو مسوول وي. "

    د پاکستان پوځ دا خبرداری هم وکړی، چې پوځ به تر دې وروسته له نورو ټولو قانون پلي ادارو سره په ګډه پر پوځي او دولتي ودانیو هر ډول برید ته سخت غبرګون وښيي، چې "ټوله پړه به یې بیا پر همدې ډلې وي، چې پاکستان کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهي، او برملا یې په بیا بیا په دې اړه څرګندونې هم کړې."

    ای اېس پي ار وايي، هېچا ته د ولس د ځورولو او بې قانونۍ اجازه نشي ورکول کېدای.