د زرغونې ټېکنالوژۍ ودې څنګه یوه بل چاپېریالي بحران ته لاره هواره کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایون ویلز
- دنده, خبریاله
راکوېل سېلینا د چیلي ویګا سیمه کې د اتاکاما د مالګې زېرمو دپاسه په احتیاط قدم واهه، ځکه دا سیمه نمجنه وه، د اوبو په چینو مشهوره وه خو اوس وچه شوې او ځمکې یې چاودونه کړې. هغه وایي: "پخوا دلته ډندونه وو."
هغې وویل: "ویګا ډېره زرغونه وه. واښه دومره جګ وو چې څاروي دې په کې نه شوای لیدلی."
د راکوېل کورنۍ څو نسلونو په دې سیمه کې اوسېدلي او پسونه ساتي، خو د اقلیم له بدلون وروسته بارانونه نه کېږي، واښه کم شول چې ژوند یې لا پسې سخت کړ.
دا حالت هغه وخت نور پسې خراب شو چې "هغوی" د اوبو ایستل پیل کړل.
راکوېل وایي، دا "هغوی" د لیتیم شرکتونه دي چې د دوی په سیمه کې یې د لیتیمو د را ایستلو کار پیل کړی.
د اتاکاما سیمې د مالګې زېرمو لاندې د لیتیم تر ټولو لویې زېرمې پرتې دي. لیتیم یو نرم، سپینژېړی فلز دی چې د برېښنایي موټرو، لپټاپونو او لمریزو برېښنا زېرمې بیټرۍ لپاره خورا مهم دي.
نن سبا نړۍ د زرغونې انرژۍ پر لور روانه ده او د لیتیم تقاضا هم په چټکۍ لوړه شوې.
د نړیوالې انرژۍ ادارې (ای اې اي) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کې نږدې ۹۵ زره ټنه لیتیم مصرف شوي وو خو تر ۲۰۲۴ پورې دا شمېره تر ۲۰۵ زرو ټنو پورته شوه.
ویل کېږي، کېدای شي دا تقاضا تر ۲۰۴۰ پورې تر ۹۰۰ زرو ټنو پورته شي.
ای اي اې وايي، دا زیاتوالی تر ډېره د برېښنایي موټرونو د بیټرۍ د اړتیا له امله دی.
خو سیمهيیز خلک وایي چې د دوی لپاره د چاپېریال زیان هم ورسره زیات شوی.

د عکس سرچینه، Ben Derico/BBC
بوټي، مرغان او وچېدونکې جهیلونه
له استرالیا وروسته چیلي د لیتیم دوهم لوی تولیدوونکی هېواد دی.
په ۲۰۲۳ کال کې حکومت د لیتیم د تولید زیاتوالي په موخه د "لیتیم ملي ستراتیژي" پیل کړه. دا ستراتیژي صنعت نیمه ملي کوي او خصوصي پانګوال هڅوي.
که څه هم د کانونو وزارت وايي، کره هدف نه دی ټاکل شوی، خو د دې هېواد مالیې وزیر مخکې ویلي وو چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به تولید تر ۷۰ سلنه ورسېږي.
د سږ کال یو مهم ګام دا دی، د ایس کیو ایم شرکت او د چیلي د دولتي کانکېندنې شرکت (کوډیلکو) د ګډې پروژې قانوني جواز ترلاسه کړی چې هر کال لږ تر لږه ۲.۵ میلیون ټنه د لیتیم فلز معادن استخراج کړي او تر ۲۰۶۰ پورې تولید نور هم لوړ کړي.
د چیلي حکومت دا پلان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د نړیوالې مبارزې برخه ګڼي او همداراز یې د دولت لپاره د عوایدو یوه سرچینه هم بولي.
د کانکېندنې شرکتونه لیتیم د اتاکاما د مالګې له زېرمو لاندې څخه د شوراب پمپ کولو له لارې ترلاسه کوي او بیا یې د تبخیر ډنډونو ته لېږدوي.
دا پروسه ډېرې اوبه مصرفوي او په یوه داسې سیمه کې ترسره کېږي چې مخکې له مخکې د وچکالۍ له ګواښ سره مخ ده.
سیمهيیزه بیولوژي پوه فاویولا ګونزالېز وايي، دغه سیمه د مالګې زېرمې، جهیلونه او ۱۸۵ ډوله مرغان لري خو اوس په بدلېدو ده.
هغې وویل: "دلته جهیلونه کوچني شوي. موږ د فلیمنګو مرغانو د بچیانو زېږېدو کموالی هم درک کړی."
هغې وویل، لیتیم کانکېندنه مایکرو اورګانیزمونو اغېزمنوي چې دا ډله مرغان ترې تغذیه کوي نو د خوړو ټوله لړۍ ورسره ګډوډېږي.
هغې زیاته کړه چې هلته په تېرو ۱۴ کلونو کې دا لومړی ځل و چې د فلیمنګو مرغانو بچي زیږیدلي دي.
هغې دا د )بریا( د ۲۰۲۱ کال د اوبو د کم استخراج له امله بللې، خو وايي:
"دا له پخوا ډېر کم دي"
هغه له دې ویرېږي چې دغه سیمه د یوه "طبیعي لابراتوار" په توګه کارول کېږي.
د سارا کورنۍ څاروي روزي، دوی ځکه اندېښمن دي چې سیمه کې له ۲۰۰۵کال راهیسې د اوبو کچه ټېټه شوې او د کان کېندنې شرکتونه ورته پام نه کوي.
کله چې سارا د راتلونکي خبره کوي، سترګې یې له اوښکو ډکې شي:
"دا مالګې لیتیم تولیدوي خو یوه ورځ به دا هم تمام شي. کانکېندنه به ختمه شي، نو دلته خلک به څه کوي؟ نه به اوبه وي، نه کرنه. له څه به ژوند کوي. کېدای شي زه به مړه شوې یم خو زموږ اولادونه او لمسیان به یې وویني"
دا باور لري چې چاپېریال لا له وړاندې اقلیمي بدلونونو ځپلی او شرکتونو له دې زیان ور هاخوا اوبه هم ترې ایستلې دي.
"دا ډېره دردناکه ده، شرکتونه ټولنې ته یو څه پیسې ورکوي، خو زه به دا ډول پیسې ونه غواړم. زه به دا غوره وبولم چې په اصلي طبیعت کې ژوند وکړو او اوبه ولرو."

د عکس سرچینه، Ben Derico/BBC
د اوبو د کمښت اغېز
د همدې سېمې بل اوسېدونکی کوبېلوس وايي، دوی اړ شول چې: "د اوبو د کمښت له امله د څښاک د اوبو د تصفیې او برېښنا سیستم بدل کړي."
دی وايي، "هو، د اقلیم بدلون موضوع شته، باران نه کېږي او تر ټولو لوی زیان له کانکېندنې راځي."
هغه وايي، ټولې پرېکړې د هېواد په پلازمېنه کې کېږي او پلازمېنه ډېره لېرې ده. په خبره یې، "له ۱۹۸۰لسیزې له دې سیمې اوبه ایستل کېږي. خورا ډېرې اوبه ایستل کېږي. که ولسمشر واقعا غواړي د اقلیم بدلون سره مبارزه وکړي، باید له اصلي اوسېدونکو سره یوځای شي. هغه د ټاکنو پرمهال هم ژمنه کړې وه نو د همدې سیمې له خلکو سره دې کېني"
د چیلي حکومت وايي، له ځايي ټولنو سره یې "دوامداره خبرې کړي" او دوی یې د کوډیلکو – اېس کیو ایم د ګډې پروژې له تړونونو څخه خبر کړي دي، ترڅو د اوبو، ټکنالوژۍ او ټولنې سره د مرستې اړوند اندېښنې حل شي.
حکومت وايي، د چاپېریالي او ټولنیز زیان د مخنیوي لپاره به د تولید لوړوالی د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ وي. حکومت په ټینګار سره وايي، په نړیوال بازار کې د لیتیم لوړه بیه د چیلي هېواد اقتصاد ښه کولی شي.

د عکس سرچینه، Ben Derico/BBC

د عکس سرچینه، Lucas Aguayo Araos/Anadolu Agency via Getty Images
د یوه نړیوال بحران یوه کوچنۍ بېلګه
"سالار اتاکاما" د نړۍ د یوې سترې ستونزې یوه ژوندۍ بېلګه ده.
اقلیمي بدلون، وچکالۍ او موسمي بدلونونه راولي، خو نړۍ د دغې مسئلې د حل لپاره د ځایي خلکو باور خپلوي، ځکه هغه خلک چې د لیتیم استخراج ملاتړ کوي، وایي: "هو، دا چاپېریال ته زیان رسوي خو په بدل کې یې دندې، پیسې او پرمختګ ورسره تړلی دی."
ډانېل چې په سانتیاګو کې د لیتیم د مشورتي شرکت استازی دی، وايي بحث یوازې د پیسو دی:
"شرکتونو ډېرې پیسې لګولي دي. سړکونه او ښوونځي جوړ شوي دي خو د خلکو شکایتونه یوازې له دې راځي چې هغوی نورې پیسې غواړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
"شرکتونو ډېرې پیسې لګولي دي. سړکونه او ښوونځي جوړ شوي دي خو د خلکو شکایتونه یوازې له دې راځي چې هغوی نورې پیسې غواړي."
خو استاده سټېګن له دې نظر سره مخالفه ده: "کانکېندنې شرکتونه تل وايي، نورې دندې، نورې پیسې به ترلاسه کړئ خو ډېری بومي ټولنې دا نه غواړي.

د عکس سرچینه، Lucas Aguayo Araos/Anadolu via Getty Images
خو ښوونکې سټېګن له دې نظر سره مخالفه ده: "کانکېندنې شرکتونه تل وايي، نورې دندې، نورې پیسې به ترلاسه کړئ خو ډېری ځايي خلک دا نه غواړي.
کله نا کله دغه پرمختګونه د هغوی دودیز اقتصاد ته زیان رسوي، د کورونو قیمتونه لوړوي، او ټولنیز جوړښت ګډوډوي."
راکویل وايي: "شاید د ښارونو لپاره لیتیم ښه وي، خو موږ زیانمنوي. موږ هغه ژوند نه لرو چې پخوا مو په خوند کاوه."
فاویولا باور لري چې یوازې برېښنایي وسایل نهشي کولای اقلیمي بدلون حل کړي.
هغې وویل:
"پخوا دا ویګا ټول شنه وه. څاروي به دې له وښو نه شوی لیدلی خو اوس هر څه وچ دي."
دا وايي، ځايي اوسېدونکو له کالونو پسونه روزل، خو د اقلیمي بدلون له امله بارانونه نه کېږي، واښه کم شول نو د څارویو روزنه ډېره سخته شوه. د دې په خبره، ستونزه هغه وخت لا پسې زیاته شوه چې هغوی د اوبو را ایستل پیل کړل.

د عکس سرچینه، Ben Derico/BBC

د عکس سرچینه، Ben Derico/BBC
د نړۍ د شنو او تجدیدېدونکو انرژیو پر لور د بدلون له امله، د لیتیم غوښتنه هم بېسارې لوړه شوې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۹۵،۰۰۰ ټنه لیتیم نړیواله توګه وکارول شو. خو د انرژۍ د نړیوالې ادارې د حساب له مخې تر ۲۰۲۴ پورې دا شمېر تر ۲۰۵،۰۰۰ ټنو زیات شو. اټکل دا دی چې تر ۲۰۴۰ پورې دا شمېره به تر ۹۰۰،۰۰۰ ټنو پورته شي.








