د ترکیې استانبول ښار کې چاودنې شپږ کسان وژلي؛ "مشکوک بم ایښودونکی نیول شوی"

د ترکیې کورنیو چارو وزیر سلیمان صویلو دوشنبه سهار ویلي پولیسو هغه شخص نیولی چې تېره ورځ د دغه هېواد استانبول ښار کې د بم اېښودولو شک پرې کېږي.

دا بمي چاودنه د استانبول ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه 'استقلال کوڅه' کې شوې او شپږ کسان یې وژلي وو.

چارواکو دې چاودنه کې د ۸۱ نورو کسانو د ټپي کېدو پخلی هم کړی و.‌

د ترکیې مرستیال ولسمشر فوات اوکتای ویلي و داسې ښکاري چې دا چاودنه ترهګریز برید دی او د یوې ښځې لخوا شوی.

پخپله ولسمشر رجب طیب اردوغان هم استانبول کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې له دې پېښې د ترهګرۍ بوی خېژي. هغه زیاته کړه وه چې د دغه برید عاملان به سزا وګوري.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه رسمآ کومې ډلې نه دی منلی، خو د ترکیې کورنیو چارو وزیر د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) مسوول بللی.

امریکا او اروپايي ټولنه پي کې کې، چې له ترکیې د کردانو خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي، ترهګر سازمان ګڼي.

د بي ب‍ي س‍ي خبریاله اورلا ګیورین چې په سیمه کې ده و وايي، د چاودنې ځای ته ډېر پولیس او امبولانسونه رسېدلي دي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د دې پېښې له کبله انقرې سره خواخوږي ښودلې ده.‌

په دې لړ کې له سپېنې ماڼۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا ناټو سازمان کې له خپلې متحدې ترکیې سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې اوږه پر اوږه ولاړه ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې "درد کې مو شریک یو... د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې درسره یو."

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي هم ویلي چې "د ترکیې د دوستو خلکو درد زموږ درد دی."

همدا راز د پاکستان،‌ ایټالیا او یونان په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم ترکیې سره خواخوږي ښودلی.

د استانبول استقلال واټ تل له ګڼې ګوڼې ډک وي. ۲۰۱۶ کال هم پر دغه سړک یو ځانمرګی برید شوی و. د هغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.