د ترکیې استانبول ښار کې چاودنې شپږ کسان وژلي؛ "مشکوک بم ایښودونکی نیول شوی"

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې کورنیو چارو وزیر سلیمان صویلو دوشنبه سهار ویلي پولیسو هغه شخص نیولی چې تېره ورځ د دغه هېواد استانبول ښار کې د بم اېښودولو شک پرې کېږي.
دا بمي چاودنه د استانبول ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه 'استقلال کوڅه' کې شوې او شپږ کسان یې وژلي وو.
چارواکو دې چاودنه کې د ۸۱ نورو کسانو د ټپي کېدو پخلی هم کړی و.
د ترکیې مرستیال ولسمشر فوات اوکتای ویلي و داسې ښکاري چې دا چاودنه ترهګریز برید دی او د یوې ښځې لخوا شوی.
پخپله ولسمشر رجب طیب اردوغان هم استانبول کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې له دې پېښې د ترهګرۍ بوی خېژي. هغه زیاته کړه وه چې د دغه برید عاملان به سزا وګوري.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه رسمآ کومې ډلې نه دی منلی، خو د ترکیې کورنیو چارو وزیر د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) مسوول بللی.
امریکا او اروپايي ټولنه پي کې کې، چې له ترکیې د کردانو خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي، ترهګر سازمان ګڼي.
د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین چې په سیمه کې ده و وايي، د چاودنې ځای ته ډېر پولیس او امبولانسونه رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د دې پېښې له کبله انقرې سره خواخوږي ښودلې ده.
په دې لړ کې له سپېنې ماڼۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا ناټو سازمان کې له خپلې متحدې ترکیې سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې اوږه پر اوږه ولاړه ده.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې "درد کې مو شریک یو... د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې درسره یو."
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي هم ویلي چې "د ترکیې د دوستو خلکو درد زموږ درد دی."
همدا راز د پاکستان، ایټالیا او یونان په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم ترکیې سره خواخوږي ښودلی.
د استانبول استقلال واټ تل له ګڼې ګوڼې ډک وي. ۲۰۱۶ کال هم پر دغه سړک یو ځانمرګی برید شوی و. د هغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای











