د ترکیې ډبرو سکرو کان کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، لسګونه ورک دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایلسا مایشمن او میرلین توماس
- دنده, بي بي سي
د ترکیې شمالي بارتین سیمه کې تر ځمکه لاندې د ډبرو سکرو یوه کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور بې درکه دي.
د چاودنې پر مهال په کان کې نژدې ۱۱۰ کارګر وو، چې له نیمايي زیات یې د ځمکې له سطحې درې سوه متره لاندې په کار بوخت وو.
د ترکیې عامې روغتیا وزیر فخر الدین کوسا وايي، ۱۱ کسان ژغورل شوي او درملنه یې شوې ده.
د شپې له پخېدو سره مرستندویانو هڅه کوله د ځمکې کېندنې له لارې ژوندي پاتې کسانو ته ځان ورسوي.
په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې ځینې کارګر د تور سمندر پر غاړه د دې کان له ژورو د مرستندویانو په مرسته په داسې حال کې راوځي چې په تورو خاورو، خټو لړلي دي.
د کان په شاوخوا کې د کارګرو خپل خپلوان هم لیدل کېږي، چې په بې صبرۍ د خپلو کسانو په هکله معلوماتو ته منتظر دي.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، باور کېږي چې چاودنه د کان په درې سوه متره ژوره برخه کې شوې ده. د نوموړي په وینا نژدې ۴۹ کارګر د کان په دې برخه کې چې دی یې ''خطرناکه '' بولي په کار بوخت وو او دا برخه له ۳۰۰ تر ۳۵۰ مترو پورې ژوروالی لري.
په کان کې د چاودنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او ځايي څارنوالۍ په دې هکله پلټنې پیل کړې دي.
د ترکیې انرژۍ وزیر بیا وايي، لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د اورینو ایرو له کبله رامنځته شوې، چې د ډبرو سکرو په کانونو کې د میتان ګاز جمع کېدو له کبله رامنځته کېږي.
د انرژۍ وزیر وايي، د کان ځینې برخې نړېدلې، خو اوسمهال په کان کې اور بل نه دی او د هوايي ورننوتو نظام یې فعال او کار کوي.
تمه کېږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن "شنبه" د پېښې ځای لیدو ته ورشي. د سیمې ښاروال بیا وايي، هغه چې ژوندي ژغورل شوي، ''سخت ټپیان '' دي.
د یادونې ده، چې دغه کان چې چاودنه پکې شوې د دولتي شرکت ټرکش هارډ انټرپرایزز ملکیت دی.










