تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پتنګانو غله د ۲۰۰ زره ډالرو جریمې په ورکولو محکوم شول
یو ایټالوی پلار او زوی د شريلنکا له یوه پارکه د ۹۲ ډوله پتنګانو په ګډون د سلګونو اصلي حشراتو د قاچاق د هڅې په تور ۲۰۰ زره ډالره جریمه شول.
د یالا ملي پارک ساتونکو د روان کال په مې میاشت کې ۶۸ کلن لویګي فیراري او د هغه ۲۸ کلن زوی میتیا وروسته له هغه ونیول، چې په ګوړکیو کې یې ځای پر ځای شوي حشرات ورسره وموندل.
په دې قضیه کې ترسره شوې څېړنې ښیي، چې دغو دوو کسانو د حشراتو جذبوونکو په واسطه حشرات ټول کړي او موخه یې دا وه، چې د موم کڅوړو په کارولو یې په کیمیاوي ډول وساتي.
د دې میاشتې په پیل کې، پلار او زوی په غیرقانوني توګه د حشراتو راټولولو، ساتلو او لیږدولو لپاره د ځنګلي ژوند جرمونو لپاره د شريلنکا په تاریخ کې په تر ټولو لویې جریمې محکوم شوي.
د دې پارک یوه ساتونکي بيبيسي ته وویل، د پېښې په ورځ د یوه جیپ سفاري موټر چلوونکی له یوه "مشکوک موټر" سره چې د سړک پر غاړه ولاړ و او دوه سړي چې د حشراتو له جالونو سره ځنګل ته روان وو، ساتونکو ته خبر ورکړ.
ساتونکو بیا موټر ونیو او په سلګونو ګوړکي یې وموندل چې حشرات پکې اچول شوي وو.
د دې پارک ساتونکي وویل:
"ټول حشرات مړه شوي وو. دوی کیمیاوي مواد په بوتلونو کې اچولي وو. هلته تر ۳۰۰ زیات حشرات موجود وو."
په لومړي سر کې پر دغو کسانو ۸۱۰ تورونه ولګول شول، خو وروسته بیا ۳۰۴ ته راټیټ شول. که د سپټمبر تر ۲۴ پورې جریمه ورنه کړي، ښايي په دوه کاله بند محکوم شي.
د ايټاليا خبري اژانسونه وايي، دغه کسان هغه مهال شريلنکا ته په رخصتۍ تللي وو او له پېښې وروسته په دغه هېواد کې بنديان دي.
د یالا ملي پارک، د هېواد په سوېل ختیځ کې موقعیت لري، د شريلنکا یو له خورا مشهور د ځنګلي ژوند پارکونو څخه دی، چې د نورو حیواناتو په منځ کې پړانګان، فیلان او غواګانې هم ژوند کوي.
راپورونه وايي، د ارتوپيډیک جراح لویګي فراري، چې د پښو او ښنګریو د زخمونو په درملنه کې تخصص لري، د خپلو ملګرو لخوا حشراتو ته د لېوالتیا لرونکي تن په توګه تشریح شوی. هغه د ایټالیا په شمال موډینا ښار کې د حشراتو پېژندنې د ټولنې غړی هم دی.
د ایټالیا ورځنۍ کوریریر ډیلا سیرا راپور ورکړی، چې په دې هېواد کې د هغه ملګرو او همکارانو د هغه په استازیتوب د نرمۍ غوښتنه کړې.
ځینو وړاندیز وکړ، چې له هغه سره موندل شوي پتنګان هېڅ سوداګریز ارزښت نه لري.
د چاپېریال د قانون یوه کارپوه ډاکټر جګت ګناواردینا بيبيسي سنګهالا ته وویل، د ۲۰۰،۰۰۰ ډالرو جریمه د مجرمینو لپاره یو خبرداری او یوه ښه بېلګه ده.