تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بایډن 'کومانډر' سپي ۱۱ ځله د سپینې ماڼۍ کارمنان داړلي
وايي "که واشنګټن کې ملګری غواړې، نو سپی وساته"، خو که د سپي داړل ۱۱ ځلو ته ورسېږي، نو دا له چتې وتلی سپی وګڼه.
دا مقوله د امریکا پخواني ولسمشر هري ترومان ته منسوبه شوې ده او اوسني ولسمشر جو بایډن پر هغه له دې شکایتونو سربېره عملي کړې ده چې د "کومانډر" په نامه کوچنی سپی یې ساتلی.
څه مونده وړاندې "کومانډر" د سپینې ماڼۍ د پټ خدمت ادارې یوه کارمنه وداړله.
دا ددغه دوه کلن سپي له لوري سپینه ماڼۍ کې ۱۱مه داړنه ده.
د داړلو په دې پېښو کې له ښکېلتیا وروسته "کومانډر" باید بېرته له سره وروزل شي.
"کومانډر" داړلی یو تن ان تر روغتونه رسول شوی دی.
د بایډن کورنۍ د همدې خېل یو بل سپی هم لري چې "مېجر" یې بولي، خو د داړلو د ورته پېښو له کبله له سپینې ماڼۍ لیرې کړل شوی دی.
سپینه ماڼۍ کې د کارمنانو ترمنځ ددغو سپیو داړلو اندېښنه ډېره کړې ده.
"کومانډر" سپی د جرمن پوونده (شپانه) په نامه د سپیو له نسله دی چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کې سپینې ماڼۍ ته وړل شوی دی.
سي اېن اېن شبکې د خپلو سرچینو په حواله ویليو کله چې "کومانډر" د پټ خدمت پر یوې کارمنې برید وکړ او هغه یې وداړله، د امریکا لومړۍ مېرمن جېل بایډن یې په کابو کولو ونه توانېده.
د پټ خدمت یوه غړي په یوه برېښنالیک کې لیکلي: "زما په اند دا د وخت مسله ده، مخکې له دې چې پر یوه غړي برید وشي یا وداړل شي".
بایډن د خپل سپي داړلو ته د توجیه موندلو په توګه ویلي، کله چې له هرې خوا د پټ خدمت غړي سپینه ماڼۍ کې ناڅاپه راښکاره شول او د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوه، سپي برید وکړ.
د بایډن کورنۍ د "ویلو" په نامه پیشو هم لري، خو پیشوګانې معمولاً اهلي شوي حیوانات دي چې سپینه ماڼۍ کې کمې لیدل کېږي.
په سپینه ماڼۍ کې بېلابېل اهلي شوي سپي ساتل شوي. د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د "میلي" په نامه سپی درلود او بارک اوباما بیا د "بو" او "ساني" په نومونو سپی ساتلي وو.