حقاني: هزاره سیاسي مشران دې هېواد ته ستانه شي، محقق: له مذاکراتو پرته زموږ ستنېدل ستونزه نه حل کوي

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, خبریاله

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني په افغان هزاره سیاسي مشرانو غږ کړی، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي حقاني د افغانستان مرکزي ولایت بامیان ته د سفر پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي:"موږ د هزاره قوم سیاسي مشرانو ته بلنه ورکوو، چې د نورو مشرانو په څېر خپل ژوند ته دلته دوام ورکړي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي وزیر دې څرګندونو ته په ځواب کې د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، له مذاکراتو پرته د دوی ستنېدل ستونزه نه حل کوي.

ښاغلي محقق بي بي سي ته په استولي پیغام کې وویل: "له نېک نیت یې مننه، خو زموږ بېرته تګ تر هغه ستونزه نه حل کوي چې له ټولو سیاسي بهیرونو سره رېښتوني مذاکرات نه وي شوي، د راتلونکي حکومت په ډول او د لنډ مهالې ادارې په جوړښت هوکړه نه وي شوې، ټاکنې، د خلکو رایه او اراده نه وي منل شوې".

ښاغلي حقاني بامیانو کې د دې ولایت له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او خلکو سره کتلي دي.

د طالبانو وزیر د بامیان اوسېدونکو ته په خبرو کې وویل: "موږ د هېچا په وړاندې د غچ اخیستلو فکر نه لرو او زموږ دروازه د نړیوال تعامل پر وړاندې خلاصه ده."

نوموړي خپلو خبرو کې له ولسي وګړو سره ژمنه کړې چې ستونزو ته به یې حل لاره پیدا کړي.

"ما د بامیانو د خلکو ستونزې واورېدې او ان شاءالله هڅه به وکړم چې لنډ وخت کې یې د حل لپاره هڅې وکړم او د اسلامي امارت تر رهبرۍ پورې یې ورسوم."

په بامیانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي وايي، بامیانو ولایت کې د شیعه او سني مذهبونو پیروان په یوه جومات کې لمونځ کوي او د یووالي او ورورولۍ په فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

ښاغلي حقاني هم "د بامیانو د خلکو یووالی د افغانانو لپاره یوه بېلګه" وګڼله.

نوموړي په دې ټینګار وکړ، چې د افغانستان په تاریخ کې د مذهب پر سر تاوتریخوالی نه شته.

د طالبانو حکومت کې یاد امنیتي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې د پخواني حکومت په سلګونه عسکر او کارکوونکي شکنجه کړي دي.

یاد سازمان وايي، یوازې د ۲۱۸ کسانو د وژنې اسناد مستند کړي دي.

د یوناما دغه رپوټ ته تر اوسه د طالبانو حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.