امیر خان متقي اسلامي‌ نړۍ ته: زموږ ننګه او افغانستان کې پانګونه وکړئ

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر اسلامي نړۍ غږ کړی چې ننګه یې وکړي او هلته له شته فرصتونو په ګټه اخیستو سره دې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

دا څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي نړۍ ځینو دیني عالمانو یوه پلاوي ته کړې دي چې کابل ته یې سفر کړی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپل اېکس یا ټوېټر لیکلي، ښاغلي‌ متقي له اسلامي‌ همکاریو سازمان او اسلامي‌ هېوادونو غوښتي چې، "د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او موجود وضعیت او واقعیتونه تر خپلو چارواکو، ولسونو او نړیوالو ورسوي"

د طالبانو حکومت دغه وزیر داسې مهال له اسلامي نړۍ د ملاتړ غوښتنه کوي چې پر افغانستان بیا واکمنېدو باندې یې څه باندې دوه کلونه تېرېږي خو تر اوسه د سلامي هېوادونو په ګډون یې هېچا هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

له فساد او نشه‌يي توکو سره مبارزه

ښاغلي‌ تکل همدا راز د ښاغلي‌ متقي له قوله لیکلي چې دغه پلاوي ته یې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیوال او په ځانګړي ډول اسلامي ټولنه په افغانستان کې له رامنځ ته شویو "فرصتونو سالمه ګټه واخلي" او د "متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې تر څنګ اقتصادي پروژې پلې کړي."

د طالبانو حکومت وايي چې پلازمېنې ته ورغلي دغه پلاوي په خپلو خبرو کې له فساد او نشه‌يي توکو سره د هغوی مبارزه ستایلې ده.

ښاغلي تکل لیکلي چې په دغه پلاوي کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال شیخ عزام او طارق بخت او د سعودي عربستان، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو د دیني عالمانو تر څنګ د متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد، ګیني او نورو اسلامي هېوادونو او د اسلامي فقهې د نړیوال مرکز علماوو ګډون کړی و.

د یادولو ده چې د طالبانو حکومت ځینې فرمانونه او سپارښتنې په تېره بیا د ښځو او د هغوی د تعلیم په اړه د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او استازو لخوا غندل شوې دي او له دوی یې غوښتي چې ترې لاس په سر شي.

ځکه، دا هغه څه دي چې د ډېرو په باور د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډ دي.

خو د اسلامي نړۍ په ګډون د دنیا بېلابېلو هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو له ټينګار سره سره بیا هم د طالبانو حکومت له خپل دریځه نه دی اوښتی او نه یې هم داسې کوم فرمان تر اوسه لغوه کړی دی.