ایران کې په اعدام محکوم افغانان؛ طالبان او ایراني چارواکي یې پر قضیو غږېږي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان د سیاسي اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي قمي ویلي، چې د ایران د قضايي برخې پلاوی به د قضايي همکاریو او په ایران کې پر اعدام د محکومو افغان بندیانو دوسیو ته د رسېدنې په موخه په نژدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا تکل پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي له افغانستان سره د ایران د سیاسي، سوداګریزې، اقتصادي، کلتوري او بشردوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې او د کرنې، اوبو لګولو او صنعت په تړاو کابل ته د ایران د وروستي پلاوي سفر اغېزناک وباله.

دواړو غاړو د اړیکو د ښه کولو لپاره راتلونکې کې د ورته ناستو او د پلاوو د سفرونو پر اړتیا تینګار وکړ.

'ایراني زندانونو کې شپږ زره افغانان بندیان دي'

وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي کنسولي مشر ویلي وو، د دغه هېواد په زندانونو کې شپږ زره افغانان بندیان دي چې په وینا یې افغانان د ایران زندانونو کې د بهرنیو بندیانو لویه برخه جوړوي.

علي رضا محمودي له ایسنا خبري اژانس سره خبرو کې دا هم ویلي چې "تر ټولو ډېر ایراني بنیان ترکیه کې دي" چې په خبره یې، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له پیله تر اوسه ۹۱۴ ایرانیان په نورو هېوادونو کې بندیان وو چې خوشي شوي او ایران ته ستانه کړل شوي دي.

وړاندې، ایران ویلي وو چې د طالبانو له چارواکو سره یې د خبرو او هوکړې په پایله کې د ایران له زندانونو سلګونه افغان بندیان خوشي کړي او د دوغارون پولې له لارې یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

دا بندیان ۱۳۸۵ کال کې د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې د هوکړې له مخې خوشي شوي.

په وروستیو کلونو کې زرګونه افغانان ایران کې بندیان شوي او ځینې یې په اعدام هم محکوم شوي او د اعدام حکمونه پرې عملي شوي هم دي، خو تر اوسه د اعدام شویو افغانانو هېڅ دقیق شمېر نه دی اعلان شوی.

د روان کال مارچ میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ایران حکومت ۱۸۹ افغان بندیان خوشي کړي او افغانستان کې یې د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

د تېرې کب (حوت) میاشتې پر ۱۵مه هم ۲۶۸ افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشي شوي او افغانستان ته استول شوي وو.

طالبانو د افغان بندیانو د خلاصون چاره د کابل او تهران ترمنځ د ښو اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مثبت ګام بللی و.

ددغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي وو، د دغو بندیانو د خوشي کول او لېږدول د ایراني او طالب چارواکو ترمنځ د "خبرو او هوکړې پایله کې" رامنځ ته شوي.

دی وايي، دا هوکړه څو ورځې مخکې تهران کې د دواړو حکومتونو د جګپوړو پلاوو ترمنځ لاسلیک شوې ده.

د ایران حکومت واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته نژدې اړیکي پالي، خو کله-کله پر ځینو مسلو د ترینګلتیا حد ته هم رسېږي.

څو میاشتې مخکې په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې طالبانو ته وسپارل شوې چې د سفارت پخوانیو ګڼو دیپلوماتانو خپلې دندې پرېښودې.