د کابل او مسقط تر منځ 'د مخامخ الوتنو په هکله توافق شوی'

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د کابل او عمان پلازمېنې مسقط تر منځ د مخامخ الوتنو په هکله توافق شوی دی.

چارواکي وايي، دا توافق عمان ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده د سفر په ترڅ کې شوی.

د یاد وزارت مسوولینو په یوه اېکس پیغام کې ویلي، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو د پراختیا په لور مهم ګام دی.

په پیغام کې زیاته شوې، عماني چارواکو د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې هم د همکاریو د پراخولو ډاډ ورکړی، چې ''د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي اړیکې لا پیاوړې شي.''

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت له دې مخکې ویلي و، عمان ته په خپل سفر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده د عمان د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د هوايي چلند ادارې له مشر سره په لیدنه کې ''د هوايي ترافیکي خدماتو، د کارګو لېږد رالېږد او د هوايي دهلېزونو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو او د مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.''

د دې نوي توافق په هکله تر اوسه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، چې کله او کوم هوايي شرکت به دا مخامخ الوتنې پیلوي، خو له دې مخکې معمولاً له عمانه افغانستان ته هوايي سفر د متحده عرب اماراتو له یوه پړاوه تېرېده، چې دبۍ، ابوظبۍ یا شارجه هوايي ډګرونه وو.

د یادونې ده، چې په تېره اکتوبر میاشت کې اتحاد ائرویز هوایي شرکت ویلي و، د ابوظبۍ او کابل تر منځ الوتنې پیلوي. دغه هوايي شرکت چې مرکز یې د متحدو عربي اماراتو په ابوظبۍ کې دی ویلي و، ډېر ژر به د افغانستان پلازمېنې کابل ته الوتنې پیل کړي.

د تېر کال په اکتوبر کې افغانستان کې د طالبانو حکومت او قطري چارواکو تر منځ کابل او دوحې ته د دوه اړخیزو هوایي الوتنو او خدمتونو پراختیا پر تفاهم لیک لاسلیک شوی و.

په دې اړه یوه تفاهم لیک کې هغه مهال ویل شوي وو، چې "د یاد یاداښت پر بنسټ به د دواړو هېوادونو هوايي شرکتونه کولای شي، مخامخ الوتنې وکړي او د ټرانزیټي مسافرو لپاره به هم اسانتياوې رامنځته شي."

اوسمهال د متحدو عربي اماراتو دوه نور هوايي شرکتونه فلايي دوبۍ او ائر عربیه هم دوه نور هوايي شرکتونه دي، چې د متحدو عربي اماراتو او کابل ترمنځ الوتنې کوي.