افغانستان کې وروستي مرګوني سېلابونه؛ رېچارډ بېنېټ پر نړيوالو غږ وکړ چې سېلاب ځپلو سره دوامداره مرستې وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر نړیوالو بنسپنه ورکوونکو غږ کړی چې افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ژغورنې او بشري مرستو تر څنګ د ورځني ژوند لارو چارو برابرو لپاره دوامداره مرستې وکړي.

ښاغلي بېنېټ په افغانستان کې وروستي سېلابونه "زړه بوږنونکي" بللي او په دې هېواد کې د اقلیم د بدلون د پايلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړې په داسې حال کې له نړيوالو د مرستې دغه غوښتنه کړې چې تېره ورځ غور او فاریاب ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلل چې د لسګونو کسانو ژوند یې واخېست.

د ځايي چارواکو په وینا يو شمېر کسان لا هم تری تم دي.

له څه مودې راهيسې د افغانستان په یو شمېر ولايتونو کې سخت سېلابونه راغلي.

تېره ورځ په غور ولايت کې ۵۰ او فارياب کې د ۱۸ کسانو مړينه تائيد شوه.

د غور د والي وياند عبدالواحمد حماس د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه د ۵۰ کسانو مړينه تائيد کړې ده. نوموړي د سلګونه هکتاره ځمکې د ويجاړۍ خبر هم ورکړی دی.

د فارياب د والي وياند عصمت الله مرادي بيا وايي، سېلابونو په دغه ولايت کې ۱۸ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي دي.

له بلې خوا افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې ویلي یکشنبه او سبا دوشنبه په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او توپان اټکل شوی.

دغې ادارې ویلي، د بارانونو دا څپه پر بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کوڼر، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنگان، غور، بادغیس، هرات و فراه ولایتونو را روانه ده.

څه باندې يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان په شمالي بغلان او تخار ولايتونو کې سخت ورښتونو وشول چې په ترڅ کې مرګونې سېلابونه راووتل.

دلته د مرګژوبلې کره شمېر لا هم نه دي معلومه خو ويل کېږي چې له ۳۰۰ د زياتو کسانو ژوند يې اخيستی او سلګونه تنه نور ټپيان دي.

په دغو سېلابونو کې تر ټولو ډېر زيان د بغلان بورکې ولسوالۍ کې اوښتی دی.

د سېلابونو قربانيان هم تر ډېره ښځې او ماشومان بلل شوي دي.

په افغانستان کې د تېرې اوونۍ مرګونو سېلابونو کې زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو چارې لا روانې دي‌ او د طالبانو حکومت او مرستندویه سازمانونه پکې بوخت دي.

د یادونې ده چې افغانستان د هغه هېوادونو په سر کې دی چې د اقلیم د بدلون له اړخه د پېښو او زیانونو له ډېر خطر سره مخامخ دي.

د غور جام څلی د سېلاب له ګواښ سره مخامخ دی

په غور ولايت کې سېلابونو د جام تاريخي څلی د نړېدو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د جام څلی چې د غور له مرکز فېروزکوه نژدې اویا کیلومتره ختیځې خوا ته موقعیت لري، د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له کبله يې د نړېدو وېره پيدا شوې ده.

دا څلی د غوریانو د معمارۍ شهکار او د نړۍ تر ټولو پخوانی له خښتو جوړ څلی بلل کېږي چې ۶۴ متره لوړوالی لري او ۸۳۴ کاله مخکې جوړ شوی دی.

په غور ولايت کې سيمه ييزو سرچينو ويلي، وروستيو ورښتونو او سېلابونو د جام څلي شاوخوا "محافظوي دېوالونه زيانمن کړي او اوسمهال يې د سېلاب اوبه پر څنډو لګېږي.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې اوبه د دغه تاریخي څلي شاوخوا څنډو ته رسېدلي دي.

منار څلي ته غځېدلی سړک له لوړو غرونو تېرېږي چې اوس مهال ورته رسېدل ستونزمن ښکاري.

په ۲۰۱۸ کال کې کله چې دغه تاریخي څلی د سېلاب له ګواښ سره مخ شو، د افغانستان د هغه وخت حکومت اعلان وکړ چې د جام څلي د ژغورلو لپاره جدي کار روان دی، خو څرګنده یې نه کړه چې د ړنګېدو د مخنیوي لپاره یې څه ډول ګامونه پورته کېږي.

يونسیکو هم په ۲۰۱۹ کال کې دوه ميليونه افغانۍ د دغه څلي بيارغونې ته ځانګړې کړې وې.

په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وروسته يې اعلان وکړ چې د جام څلي د ساتنې او بیارغونې لپاره به کار کوي.

په ځلونو د دغه تاريخي څلي د ژغورنې او بيا رغولو خبرونه ورکړل شوي خو داسې ښکاري چې کومه د پام وړ پايله يې نه ده لرلې.