د کرېکټ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ: بنګله‌دېش له افغانستانه لومړۍ لوبه وګټله

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د بنګله‌‌دېش تر ۱۹ کلنۍ د کم‌ عمره لوبغاړو د کرېکټ ملي لوبډلې له افغانستانه د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه وګټله. دا لوبه کوربه بنګله‌‌دېش د 'ډي‌اېل‌اېس' فورمول له مخې د پنځو منډو په توپیر په خپله ګټه تمامه کړه.

د بنګله‌‌دېش په کوربتوب دا ۵۰ اووریزه لوبلړۍ نن سې‌ شنبه (اکتوبر ۲۸ / لړم ۶) پیل شوه. د نننۍ لوبې پچه د افغانستان د زلموټو یا تر ۱۹ کلنۍ د کم‌ عمره لوبغاړو د کرېکټ ملي لوبډلې وګټله او لوبډلمشر محبوب خان د توپ‌ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان ‌په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې او سیالې بنګله‌‌دېش لوبډلې ته یې ۲۶۶ منډې هدف وټاکه.

عزیز الله نیازي ۱۴۰ منډې جوړې کړې

د افغانستان ۱۹ کلنو د سر درېیو توپ‌ وهونکو وېکټ ډېره و نه شوای ساتلی؛ خالد احمدزی په ۳۴، عثمان سعادت په ۱۵ او فیصل شینوزاده په ۳۳ منډو وسوځېدل.

خو عزیز الله نیازي ښه بېټېنګ وکړ او تر ټولو ډېرې ۱۴۰ منډې یې جوړې کړې.

ښاغلي نیازي ټولټال ۱۶ څلوریزې ووهلې او یوه هم شپږیزه. دی د لوبې تر پایه و نه سوځېد.

د بنګله‌‌دېش له لوري په توپ‌ اچونه کې بیا اقبال حسین ایمون ښه وځلېد.

هغه ټولټال ۱۰ اوورونه وکړل او د افغانستان پنځه لوبغاړي یې وسوځول. دی د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د بنګله‌دېش پاڼۍ څنګه وه؟

د بنګله‌دېش لوبډلې هم خپلې درې د سر وېکټې یو په بل پسې له لاسه ورکړې خو کلام صدیقي ښه توپ‌ وهنه وکړه او د سلیزې په جوړولو سره یې ۱۰۱ منډې وکړې.

محمد ریزان حسن هم ۷۵ رنزونه وکړل او ناسوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان له لوري وحید الله ځدراڼ د سیالې لوبډلې دوه، نورستاني عمرزي او زیت الله شاهین یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ۴۶ اوور تر پایه پورې بنګله‌دېش د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۱ منډې کړې وې. له همدې سره د 'ډي‌اېل‌اېس' فورمول یا حساب له مخې بنګله‌دېشۍ لوبډله د پنځو منډو په توپير ګټونکې اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ پرخپله فېسبوک‌ پاڼه لیکلي، "د افغانستان او بنګله‌ دېش د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بشپړه نه شوه او په لوبغالي کې د رڼا د کموالي له امله د ډي‌اېل‌اېس سیسټم له مخې د پنځو منډو په مټ د کوربه لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده."

د دې لوبلړۍ نورې لوبې کله دي؟

بنګله‌دېش ته د دې لوبیز سفر پرمهال تر ۱۹ کلنۍ د کم‌ عمره زلموټو د کرېکټ افغان لوبډله له خپلې دې کوربه لوبډلې سره ټولټال پنځه یو ورځنۍ یا پنځوس اووریزه لوبې کوي.

د مهالوېش له مخې، د افغانستان او بنګله‌دېش د ۲۰۲۵ کال د پنځه یو ورځنۍ لوبلړۍ یا (او‌ډي‌ای) نورې څلور لوبې یې په دې نېټو او ورځو دي:

  • جمعه، (اکتوبر ۳۱ / لړم ۹)
  • دوشنبه، (نومبر ۳ / لړم ۱۲)
  • پنجشنبه، (نومبر ۶ / لړم ۱۵)
  • یکشنبه، (نومبر ۹ / لړم ۱۸)

د کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره لوبلړۍ لري

په همدې حال کې د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي دي چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه له زمبابوې سره د شل اووریزه نړیوالو لوبو لړۍ پیلوي.

کرېکټ بورډ پر فېسبوک‌ پاڼه د لوبغاړو د تمرین عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به سبا د زمبابوې په کوربه‌توب د افغانستان په وخت مازدېګر څلور بجې پیل شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د شل‌ اووریزو نړیوالو لوبو لړۍ په داسې حال کې پيلوي چې د روانې میلادي میاشتې اکتوبر په پیل کې یې له بنګله‌دېشه لویه ماته وخوړه. افغان لوبډلې ورته درې پرله‌پسې لوبې وبایللې او د هغې لوبلړۍ یوه لوبه یې هم و نه شوای ګټلی.