تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان له بنګله دېش درېیمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې هم افغانستان بنګله دېش ته په لوی توپیر ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۳-۰ وګټله.
افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۹۴ منډو هدف وټاکه.
بنګله دې ونشوای کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې د یوازې ۹۳ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او افغاستان دغه لوبه د ۲۰۰ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې (۹۵) منډې وکړې او له دې سره په دریو واړو لوبو کې د ۲۱۳ منډو په جوړولو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
ابراهیم ځدراڼ د غوره لوبغاړي اېوارډ ترلاسه کولو وروسته وويل، "ما دومره ډېر د سلیزې بشپړولو په اړه فکر نه کاوه، هڅه مې کوله چې د لوبډلې لپاره ښه لوبه وکړم، له بدمرغه سلیزه ونشوه خو دا د لوبې برخه ده".
ابراهيم ځدراڼ په تېره لوبه کې هم نه و توانېدلی چې سليزه پوره کړي، هلته هم په ۹۵ منډو سوځېدلی و.
د توپ اچوونې په برخه کې بيا ځوان لوبغاړي بلال سميع ۵ بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول. راشد خان دری او عظمت الله عمرزي يوه وېکټه ترلاسه کړه.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي له لوبې وروسته په دې بريا خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، د دې لپاره ټولو هڅه وکړه. د چټکې توپ اچوونې ستاينه یې هم وکړه.
محمد نبي چټکه پنځوسیزه ووهله
محمد نبي بیا په نننۍ لوبه کې د چټکې پنځوسیزې په جوړولو سره په ۳۷ توپونو ۶۲ منډې وکړې. څلور څلوریزې او پنځه شپږیزې یې ووهلې.
صدیق الله اتل ۲۹ او عظمت الله عمرزي ۲۰ منډې وکړای شوې. پاتې نورو لوبغاړو وېکټ ونه شوای ساتلی او په یوه بل پسې وسوځېدل.
د بنګلهدېش له لوري سیف حسن د افغان لوبډلې درې لوبغاړي، حسن محمود او تنویر اسلام دوه دوه او مهدي حسن مرزا یو لوبغاړی وسوځاوه.
نننۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه.
افغانستان له وړاندې د دوو لوبو په ګټلو سره دغه لړۍ په خپله نامه کړې ده خو که نننۍ لوبه هم وګټي دا به لومړی ځل وي چې له بنګله دېشه په يوه لوبلړۍ کې ټولې لوبې ګټي او له دې بریا سره به يې د يو ورځينو لوبو په جدول کې ځای لا پیاوړی او د ۲۰۲۷ کال نړيوال جام ته په مخامخ لار موندنه کې مرسته وکړي.
د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې افغان لوبغاړو د توپ وهنې او توپ اچوونې په دواړو برخو کې ښه لوبه وکړه. له دغې بريا وروسته افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وويل، "زموږ توپ اچوونکو ښه باولېنګ وکړ. په توپوهنه کې هم ښه وو."
په دويمه لوبه کې بيا توپوهنه هغومره د پام وړ نه وه، يوازې ابراهيم ځدراڼ د پام وړ ۹۵ منډې وکړې. خو په توپ اچوونه کې بيا لوبغاړي ډېر ښه وو. راشد خان پنځه او عظمت الله عمرزي دری وېکټې واخيستې.
که د شيخ زايد لوبغالي کې وروستيو لوبو ته وکتل شي، هغه ټيم چې لومړی یې منډې کړې ډېر ځله یې سيالۍ ګټلې دي. له دې جوتېږي چې د پچې يا ټاس ګټل به مهم وي او افغانستان هم تر ډېره خوښوي چې لومړی منډې وکړي او داسې هدف وټاکي چې توپ اچوونکي یې ترې دفاع وکړای شي.
ويل کېږي د ابوظبۍ وېشتنځایونه يا پېچونه تر ډېره د تېزو توپ اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي او منډې هم پرې ډېرې کېږي.
بل پلو بنګله دېشي لوبغاړي هغسې چې تمه ترې کېده په يو ورځنيو لوبو کې ښه ونه ځلېدل. په داسې حال کې چې د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ۳-۰ ګټلې هم وه، په دواړو لوبو کې يو ډول تر فشار لاندې معلومېدل، توپ وهونکو او توپ اچوونکو دواړو یې د تمې خلاف لوبه وکړه.
بنګله دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او دری شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.
دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ کوربه توب کوي.
وړاندې افغانستان او زېمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشتو کې له یو بل سره مخامخ شوي وو چې په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان بریالی شوی و او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ګټلې وه، خو په ټېسټ لړۍ کې یې یوه لوبه مساوي او بله ګټلې وه.
همدا ډول د نومبر پر ۱۷ مه د افغانستان، پاکستان او شري لنکا تر منځ د شل اوريزو لوبو دری اړخيز لړۍ هم پيلېږي.
د افغانستان کريکټ بورډ په وينا ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به له پاکستان سره د دريو شل اوريزو سياليو لپاره په نومبر کې سفر وکړي خو په وينا يې د ۲۰۲۶ نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه شري لنکا هم دغې لوبلړۍ ته ور اضافه شوه.