|
اروزگان ولايت کې طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د اروزگان په ولايت کې د افغان او ناټوځواکونو په گډو عملياتو کې په لس گونو وسله وال طالبان وژل شوي دي او د خبرپاڼې پروينا گڼ شمېر نور ټپيان شوي دي . خو بل خوا په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ١٢ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى . دغه عمليات د اروزگان ولايت ددهراوت په ولسوالۍ په لوېديځه سيمه کې ترسره شوي دي . خبرپاڼه زياتوي چې د وژل شويو طالبانو په ډله کې يو هم د طالبانو جنگي قومندان ملا هاشم دي . ددفاع وزارت وايي دغه علميات د شنبې په ورځ (د مارچ ٢٢) د هوايي ځواکونو په مرسته ترسره شوي دي . خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . زابل کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي د يوه بل خبر له مخې د سوېلي زابل ولايت چارواکي وايي چې د پوليسو او وسله والوطالبانو ترمنځ نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي . د چارواکو په وينا د يوه ټپي شوي وسله وال طالب په گډون درې کسان وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه 'له وسله والو مخالفينو سره به خبرې وکړم'22 مارچ, 2008 | خبرونه سنگين کې د ناټوبمبارۍ گڼ شمېر خلک وژلي 19 مارچ, 2008 | افغانستان هلمند کې ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې 17 مارچ, 2008 | افغانستان افغان ځواکونو بېرته دهراوت ولسوالۍ ونيوۀ12 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||