BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2008 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند کې ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې

هلمند کې بهرنى سرتېرى
له ٢٠٠٢ کال راپدېخوا ددې سرتېري په گډون ، په افغانستان كې د وژل شوو كاناډايي سرتېرو شمېره ٨١ کسانو ته ورسېده .
د هلمند د ګرشك په ولسوالۍ كې په يوه ځانمرګي بريد كې ددوو ډنماركي سرتېرو سربېره درې ولسي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي .

چارواكي وايي چې بريدكوونكي د ناټوځواكونو د ګزمې پروړاندې خپل ځان والوازوۀ .

بل پلو د هلمند په څنگلوري كندهارولايت كې هم د ناټو يوسرتېرى وژل شوى دى .

چارواكي وايي بريدكوونكى پلي روان و اوهغه مهال يي خپل ځان والوزاوۀ، چي دبهرنيو سرتېرو يوه پلي ګزمه ور ورسېده .

د ډنمارك ددفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په بريد كې يې دوه سرتېري وژل شوي دي .

په هلمندولايت كې د ناټو وياندسايمن مېلر وويل چې د بريدموخه د ايساف ځواكونه وو، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه كړل .

د هلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې په بريد كې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي .

هغه وويل چې بريد ګرشك ښارګوټي ته څېرمه پرناټوځواكونو شوى دى .

وسله والو طالبانو ددغه بريد پړه پرغاړه اخيستې ده .

طالب وياندقاري يوسف احمدي ادعاوكړه چې په بريدکې تر٢٠ پورې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

طالبان وايي چې بريدكوونكى د هلمندولايت اوسېدونكى و .

په افغانستان كې په دې ورستيو كې د طالبانو لخوا په ځانمرګو بريدونو كې ډېروالى راغلى دى .

په تېرو پنځو ورځو كې ددغه هېواد په پلازمېنه کابل خوست، كندهار او هلمند ولايتونو كې څلور ځانمرګي بريدونه شوي دي چې په هريوه كې د چارواكو، افغان او نړيوالو ځواكونو ترڅنګ د ولسي وګړو د وژل كېدو خبرونه ورکړل شوي دي .

بل پلو د هلمند په څنګلوري ولايت كندهار كې بيا د ناټو په مشرۍ يوكاناډايى سرتېرى وژل شوى دى .

د ناټوځواكونو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې سرتېرى يې د کندهار په نارامه ولسوالۍ پنجوايي كې په پلي ګزمه بوخت و، چې د ماين په يوه چاودنه كې ووژل شو.

له ٢٠٠٢ کال راپدېخوا ددې سرتېري په گډون ، په افغانستان كې د وژل شوو كاناډايي سرتېرو شمېره ٨١ کسانو ته ورسېده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت