|
'له وسله والو مخالفينو سره به خبرې وکړم' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سوېلي هلمند ولايت نوى والي محمدګلاب منګل نن د خپلې دندې د پيل پرمهال يوځل بياټينګار وكړ چې دحكومت له وسله والو مخالفينو سره به يې خبرې دكار له لومړيتوبونو څخه وي . دا لومړى ځل دى چې له ډېروكلونو وروسته افغان حكومت سوېلي هلمند ولايت ته داسې والي لېږي چې د هلمندولايت نه دي . هغه وويل چې له هغو مخالفينو سره به خبرې كوي چې بابېزه له حكومت څخه خفه شوي وي . نوموړي ددې ترڅنګ له هلمندمېشتو برتانوي ځواكونو ديوې پياوړې تګلارې جوړول هم هغه څه وبلل چې په همغږي كېدو سره به يې په هلمندولايت كې سولې او بيارغاونې ته لاره هواره شي . ډيرى د افغان اوبهرنيو ځواكونو ترمنځ د تګلارې د نشتوالي لامل په پوځي عملياتو كې د ولسي وګړو وژل كېدل بولي . دى وايي چې په دې اړه يې مخکې هم له بهرنيو ځواكونو سره خبرې كړې دي . محمدګلاب منګل له قومي مشرانو څخه هم د مرستي غوښتنه وكړه . ښاغلى منګل چې له دې وړاندې دلغمان والي وو، چې اوس مهال په هلمند کې د اسدالله وفا ځايناستى دى . محمدګلاب منګل ددې ترڅنګ د ولس اوحكومت ترمنځ ليرې والي ته هم اشاره وكړه او ويل چې دى به يې د نژدېوالي هڅه كوي . د هلمند د نوي والي گلاب منگل دا خبرې د سلګونو هلمندوالو لخوا په چكچكو بدرګه شوې . محمدګلاب منګل په خپلو خبروكې د هلمنداوسنى وضعيت د اندېښنې وړ وبالۀ او ددې حالت په پاى ته رسولو کې يې له قومي مشرانو څخه د مرستې غوښتنه وكړه . هغه وويل چې كه قومي مشران له حكومت سره مرسته وكړي نو په هلمندولايت كې شته ستونزې ډېر ژرغوڅېداى شي . د هلمند ولايت يوه قومي مشر عليشاه مظلوميار د نورو قومونو په استازيتوب د هلمند له والي سره د هر راز همكارۍ ژمنه وكړه . د نوي والي دپېژندګلوۍ مراسموته په سلګونو راغلوهلمنديو مېرمنو او نارينه وو په يوه خولۀ د برياليتوب دعاوكړه اوهغه ته يې د پښتنو ددود سره سم پګړۍ ورپرسركړه . په ولسي جرګه كې د هلمندولايت استازي شيخ نعمت الله غفاري محمدګلاب منګل دحكومت له ترټولو ښو واليانو څخه وبالۀ . هغه حكومت له هلمندوالو سره د مور او مېرې په چلند كولو تورن كړ او له نوي والي څخه يې غوښتنه وكړه چې هلمندوالوته دې تر ټولو وړاندې د امنيت په راوستو كې خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي . كه څه هم يوشمېر هلمندوالو څه موده وړاندې له مركزي حكومت څخه د هلمندي والي غوښتنه كړې وه، خو ډېرى نور بيا د محمدګلاب منګل برياليتوب په دې كې ويني چې د هلمندولايت اوسېدونكى نه دى . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمند کې گڼ شمېرلوستي ځوانان پوهنتون غواړي16 مارچ, 2008 | افغانستان افغان ځواکونو بېرته دهراوت ولسوالۍ ونيوۀ12 مارچ, 2008 | افغانستان هلمندوال : هلمندى والي غواړو01 مارچ, 2008 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||