|
هلمند کې گڼ شمېرلوستي ځوانان پوهنتون غواړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويلي ولايت هلمندګڼ لوستي ځوانان له حكومت څخه په خپل ولايت كې دپوهنتون د جوړېدو غوښتنه كوي . هلمندي زده كوونكي وايي چې له ښوونځيو څخه ترفارغېدو وروسته د هېواد په پوهنتونو كې د لوړو زدكړو چانس نه مومي . د ځوانانو ترڅنګ ګڼې هلمندۍ زده كوونكې وايي چې له ښوونځي څخه ترفارغېدو وروسته دكورنۍ لخوا اجازه نه وركول كېږي چې په نورو ولايتونو كې لوړې زدكړې وكړي . كه څه هم په هلمندولايت كې تېركال د چارواكو لخوا دپوهنتون د جوړېدوخبره شوې وه، خو تراوسه يې د جوړېدو هېڅ كار نه دى پيل شوى . په هلمندولايت كې د پوهنتون د جوړېدو خبر تېركال دحكومتي چارواكو لخوا وركړل شوى و، خو تراوسه يې يوازې يوه لوحه دكندهار هلمندپرلويه لاره ولاړه ترسترګوكېږي چې بٌست پوهنتون ورباندې ليكلى دى . دهلمندپخواني والي اسدالله وفا په هلمندولايت كې دپوهنتون جوړول دخپل لومړنيو كارونو څخه بللي و، خو ددندې ترپايه پورې ونه توانېد، چې هلمندوال دپوهنتون خاوندان كړي . د هلمند ډېرى ځوانان وايي چې له ښوونځي څخه ترفارغېدو وروسته د هېواد په پوهنتونونو كې په ډېركم شمېركې هلمندي ځوانان منل كيږي او ډېر نور يې د لوړو زدكړو څخه پاتې كيږي . ددې ترڅنګ ډېرى هلمندۍ نجوني وايي چې څوكلونه وړاندې يې تر ١٢ ټولګي خپلې زده کړې پاى ته رسولي ، خو د لوړو زدكړو چانس يې تراوسه نه دى موندلى . دوى وايي چې دكورنيو د مشرانو لخوا اجازه نه وركول كيږي چې په نورو ولايتونو كې لوړې زدكړې وكړي . يوهلمندى ځوان شريف الله دوست وايي چې په هلمندولايت كې ډېرى ځوانان له كلونو څخه دهېواد دلوړوزدكړو موسسو ته مراجعه كوي، خوبريالي كيږي نه چې دغه كار د ډېروځوانانو زړونه مات كړي دي . ځينې نور هلمندي ځوانان هم وايي چې څوكلونه وړاندې له ښوونځي څخه فارغه شوې خو تراوسه په پوهنتون كې نه دي منل شوي . د هلمندچارواكي وايي چې په دې اړه يې پلازمېنې كابل ته يو پلاوى لېږلى چې د پوهنتون د جوړېدا د لګښت پيسې ترلاسه كړي . د هلمند سرپرست والي سيدامان الله سادات وويل چې كله له مركز څخه پيسې ترلاسه شوې، نوسملاسي به د هلمند پوهنتون كار پيل شي . يوشمېركارپوهان په دې اند دي كه په هلمندولايت كې پوهنتون جوړشي نوددغه ولايت خلك به د ښوونې په ارزښت پوه شي اودغه كار به په هلمندولايت كې دپوهې پروړاندې پرتې ستونزې ليرې كړي . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندکې هندوان: په خپله ژبه ښوونځي غواړو12 مارچ, 2008 | افغانستان د هلمند عامه کتابتون بياځوانان ورمات کړي03 مارچ, 2008 | افغانستان هلمندوال : هلمندى والي غواړو01 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||