|
هلمندکې هندوان: په خپله ژبه ښوونځي غواړو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سوېلي ولايت هلمند كې مېشت سكهان اوهندوان وايي كه دولت يې اولادونو ته ښوونځي جوړ نه كړي نوټول كوچنيان به يې بې زدكړې پاتې شي . دوى وايي چې خپل كوچنيان د مسلمانو كوچنيانو د ناسم چلند له كبله ښوونځيوته نشي لېږلاى . د هلمند د پوهنې رياست چارواكي وايي چې د هلمند مېشتو سهكانو او هندوانو ستونزې يې پلازمېنې كابل ته لېږلې دي . په هلمندولايت كې په لسګونو كورنۍ هندوان اوسكهان مېشت دي، چې ټول يې له حكومت څخه په خپله ژبه د ښوونځيوغوښتنه كوي . په هلمندولايت كې په لسګونو كورنۍ مېشت هندوان اوسكهان وايي چې كه حكومت يې ماشومانوته په مورنۍ ژبه ښوونځي جوړنه كړي نوټول كوچنيان به يي بې زدكړې پاتې شي . هندوان وايي چې كوچنيان يي د مسلمانانو په ښوونځيو كې زدكړې نشي كولاى، ځكه چې د مسلمانانو كوچنيان يې زهيروي اوهغوى زدكړې ته نه پرېږدي . هندوان اوسكهان وايي چې دافغانستان په اساسي قانون كې ټولو افغانانوته په خپله ژبه د زدكړې حق وركړل شوى دى، خو دوى تراوسه له خپل دغه حق څخه بې برخې پاتې دي . هندوان وايي كه دولت ورته ښوونځي جوړ كړي نو ښوونكي اوتعلمي نصاب به يې دوى په خپله برابركړي . د هلمند د پوهنې رياست مرستيال سيف الملوك نوري د هندوانو اوسكهانو دغه غوښتنه پرځاى بولي . هغه وايي چې ددوى دغه غوښتنې يې د ښوونې وزارت ته لېږلې او كله چې دهغوى لخوا امر وركړل شي نو د هندوانو دغه غوښتنې ته به مثبت ځواب ووايي . په هلمندولايت كې شاوخوا دوه سوه كورنۍ هندوان اوسكهان اوسېږي، دوى د پخواني پاچا محمدظاهر شاه په وخت كې د افغانستان سوېلي ولايتونو او په ځانگړي ډول هلمندولايت ته راغلي وو . دوى وايي چې د ښوونځيو ترڅنګ، د خپلو مذهبي مراسمو لپاره هم دځاى د نشتوالى له ستونزې سره مخامخ دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ٣٠٠٠ هلمندوال يوځل بيا له زدکړې برخمن شول09 مارچ, 2008 | خبرونه د هلمند امنيت د خرابوالي پرلور روان دى05 مارچ, 2008 | خبرونه هلمندوال : هلمندى والي غواړو01 مارچ, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||