|
سنگين کې د ناټوبمبارۍ گڼ شمېر خلک وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ولسي جرګه كې دهلمندولايت استازى وايي چې دبهرنيو ځواكونو په هوايي بمباريو كې د سنگين ولسوالۍ ګڼ ولسي وګړي وژل شوي دي . د اميرداد محمد په نوم دولسي جرګې دغه غړي د ولسي وګړو ترڅنګ د وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبره هم كوي . په هلمندولايت كې د برتانوي ځواكونو يوه وياند په سنګين كې د جګړې خبرنه تائيدوي . په ولسي جرګه كې د هلمندولايت يوه استازى امير دادمحمد دسنګين په ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبارۍ كې دګڼو ولسي وګړو د وژل كېدو خبر وركړ . هغه وايي چې دغه بمبارۍ د سنگين ولسوالۍ په مالموند چينه سيمه كې پريوه كلي شوي چې په پايله كې يې د ولسي وګړو ترڅنګ وسله والو طالبانوته هم مرګ ژوبله اړولې ده . بل پلو يو شمېركسان چې ځانونه دتېليفون پرليكه دسنګين ولسوالۍ ځايي خلك راپېژني، هم د ناټوځواكونو په بمباريو كې د ولسي وګړو د وژل كېدو خبره كوي . خو په هلمندولايت كې د ناټوځواكونو يوه وياند په سنګين ولسوالۍ كې د خپل لوري پوځي عمليات ردكړل . هغه وويل چې سرتېرو يې په سنګين ولسوالۍ كې هېڅ ډول پوځي عمليات نه دي كړي . وسله وال طالبان هم وايي چې په سنګين ولسوالۍ كې تېره ورځ (سې شنبې د مارچ ١٨) د ناټوځواكونو په بمباريو كې په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي دي . خو طالبان دخپل لوري مرګ ژوبله نه مني . سنګين د سوېلي هلمند ولايت يو له هغو ناكراره ولسواليو څخه بلل كيږي، چې ددغه سيمي په سلګونو ځايي خلك له خپلو كورونو څخه د جګړو له كبله بې ځايه شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمند کې ځانمرگي مرگ ژوبله اړولې 17 مارچ, 2008 | افغانستان افغان ځواکونو بېرته دهراوت ولسوالۍ ونيوۀ12 مارچ, 2008 | افغانستان د هلمند امنيت د خرابوالي پرلور روان دى05 مارچ, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||