BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:24 گرينويچ 2008 ,18 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سالنگ دټرافيکوپه مخ پرانيستل شو
سالنگ
د سالنگ لاره چې پلازمينه کابل د افغانستان له شمالي ولايتونو سره نښلوي د افغانستان يوه مهمه لويه لار بلل کيږي
دسالنگ چارواکو بي بي سي ويبپاڼې ته خبر ورکړ چې دغه لويه لار د ټرافيکو په وړاندې پرانيستل شوه .

جنرال محمد رجب وويل د تيرې ورځې راهيسې چې په سالنگ کې سيلۍ او زورور باد پيل شوى وو ، ددوى کارکونکو وکړى شول چې په بيړني ډول د واورو راشيي له سړک ليرې کړي او لاره د ټرافيکو په وړاندې پرانيزي .

سالنگ د افغانستان ډيره مهم غاښى دى چې د هيواد شمال له سوېل سره تړي ،له کابله منځنۍ اسيا ته د سوداگريز تگ راتگ لپاره يې پرانيستل اړين بلل کيږي.

د تيرې ورځې راهيسې په زرگونوافغان مساپرين چې د سالنگ دواړو غاړو ته يې تگ راتگ کاوو ، د لارې د بنديدو له کبله يې خپل سفرونه ځنډولي وو .

واورو بيا سالنگ دټرافيکوپه مخ وتاړه

د ډيرې واورې د وريدو له امله د سالنگ لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د نژدې دوو اونيو په دننه کې دا دويم ځل دى چې د سالنگونو لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړل کيږي.

د واورې وروستيو ورښتونو نه يوازې د سالنگ لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې بلکې د افغانستان په ډيرو ولايتونو کې يې له مرکز سره د ولسواليو لارې بندې کړي دي.

د سالنگ مشر جنرال رجب بي بي سي ته وويل اوس په سالنگونو کې سخت توفان روان دى چې دوى په خپله دغه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

((د واورې د ښويدو او سخت توفان له امله مو د سالنگ لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.د سالنگ په سويل کې سخت توفان روان دی.زه همدا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم د سالنگ تونل څنگ ته ولاړ يم.))

ښاغلي رجب زياته کړه د هوا په ښه کيدو به ډير ژر دغه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

د سالنگ لاره چې پلازمينه کابل د افغانستان له شمالي ولايتونو سره نښلوي د افغانستان يوه مهمه لويه لار بلل کيږي.پر دغې لارې د ورځې په سلگونو بار وړونکي او واړه موټر تگ راتگ کوي.

د سالنگ لويه لاره شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د واورې د ښويدو له امله بنده شوې وه او هغه سوداگريز فعاليتونه يې د درې ورځو لپاره وځنډول چې ددې لارې د پرانيتنې له کبله روان وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت