BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2008 ,16 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په غزني کې هم واورې او سړې هوا خلک وژلي

په افغانستان کې واوره
په وروستيو کې درنو واورو د افغانستان په لوېديځ کې هم خلک وژلي
د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د واورې اورښت او سړې هوا لامله ځايي خلکو ته د سر زيان اوښتى.

حکومتي چارواکي وايي دوى ته يوازې د دوو کسانو د مړينې راپور ورکړ شوى. خو له مالستان څخه په غزني کې د ولايتي شورا يو غړى وايي چې تر ١٢ پورې ځايي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى.

د غزني د والي وياند عبد الله ناصر وويل دوى په مالستان کې يوازې د يوۀ سړي او يوې ښځې د مړينې په اړه خبر دي.

خو، د غزني د ولايتي شورا يو غړى، نوروز علي کريمي وايي د ناوړه هوا او بندو لارو لامله ١٢ کسان مړۀ شوي دي. دى وايي ډېرى کسان له يخه مړۀ شوي او نور له داسې ناروغيو څخه مړۀ شوي چې د درمنلې وړ و، خو د لارې د بندوالي لامله روغتونونه ته نه دي رسېدلي او مړۀ شوي.

هغۀ وويل په مړو کې درې ښځې او پنځۀ ماشومان شامل دي.

مالستان د غزني يو له ليرې پرتو او غرنيو ولسواليو څخه ده، چې ويل کېږي روغتيايي اسانتياوو ته پکې د خلکو لاسرسى په ټيټه کچه ده.

له څۀ باندې يوې اوونۍ راهيسې د هېواد په لوېديځ کې هم واورو او سړې هوا تر ٦٠ پورې خلک وژلي دي. دا کسان هم له ښاره په ليرې پرتو سيمو کې مړۀ شوي چې روغتون او يا ښارونه ته نه شواى رسېدى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت