|
نورستان: واورو لوې لارې بندي کړي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نورستان له ولايت څخه راپورونه وايي چې د واورې دډير ورښت له کبله له څيرمه ولايتونو څخه نورستان ته ټولې غځيدلې لارې تړل شوي دي. سيمه ييز اوسېدونکي وايي دا په تېروڅو کلونوکې د واورې تر ټولو درنه ورېدنه ده چې دکونړ له مرکزه هم په ور ښکته سيموکې وورېده. دنورستان له مرکز اوکامدېش څخه د ټلېفون له لارې ځاي خلکو بې بې سي ته وېلي چې په دغو سېموکې شاو خوا درې مېتره واوره اوريدلې ده . دغو سېمو ته ورغځېدلې خامه لارې او س بيخې بندې دي او په ځينو ځايونو کې لوېو لارو ته ډبرې او خټې را ښوېدلي دي. پر له پسې واورو او بارانونو دهغو خلکو ژوند نور هم ترېخ کړی چې دخوراک پوښاک لپاره ېې ډېر څه درلودل. دخاص کونړ دکيږدېو په پنډ غالي کې پراته کډوال وايې سختې يخنۍ ېې دکوچنيانو اوزړو خلکو ژوند دګواښ سره مخا مخ کړی . که څه هم له نورستان نه په راشړل شوو کورنېو چې تېره اونۍ ددوئ د ادعاله مخې وسلوالو طالبانو راوشړل ،دکونړ دادارې له خوا ورسره ديو څه لومړنيو توکو چې پکې کمپلې ،خيمې او ووړه شته مرسته شوې . خو دنورستان او کونړ دنور و هغو بې وزلو سره چې مرستو ته اړدي څه نه دي شوي . سربېره پر دې په ډېرو سېمو کې خلک له روغتيا يي اسانتياو هم بې برخې شوي دي ،ددغو سېمو خلک وايي که دلارو دخلا صېدو تابيا ونه شې ددوى ژوند نور هم له گواښ سره مخامخ کيدی شي. | ورسره تړلي نور خبرونه کابل د طبعي پېښو د ناورين پر مخنيوي غږيږي08 جنوري, 2008 | افغانستان افغانان:د ووړوکمښت بيې لوړې کړې06 جنوري, 2008 | افغانستان حکومت:بې سرپنا کورنۍ بغلان ته استوو06 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||